د نوي زږيدلي ماشوم ويښتان کله خريل کيږي ؟

لسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

الله ج دی وکړی چې روغ رمټ ياست او الله ج دی تاسی ته لوی اجرونه او ثوابونه درکړی چې داسی لوی خدمت ته مو ملا تړلی ده. زه هم بيا د تير په څير يوه پوښتنه لرم هيله ده چې راته یی ځواب راوليږي مننه .
د ماشوم د سرد وي
ښتانو د کلولو په هکله که پوره  معلومات راکړی چې په اومه ورځ بايد کل شی او که وروسته يا بيخی کل نه شی؟

حيات شيرزاد هجران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

سنت دا ده چې د ماشوم  د پاره په اوومه ورځ عقېقه و شي دهلک له لوری ېو يا دوه ګډوری (څيرلی ) دنجلی له لوری ېو ګډوری حلال کړی ،همدارنګه به دکوچنی وېښتان کل کړی او له وزن سره سم به يې سپين زر خېرات کړی ،او په همدی اوومه ورځ يا د اوو کلونو په عمر کی دننه ختنه يا سنت کړی ،اوهمدارنګه دهغه لپاره به ښه اسلامی نوم وټاکی .

له حسن بن سمره نه روايت دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (کل غلام مرتهن بعقيقته، تذبح عنه يوم السابع و يحلق رأسه و يسمي) «هر نوی زږيدلی د هغه د عقيقې په خاطر کرو دی ، چې بايد په اومه ورځ د هغه د عقيقې ذبح ، د سر د ويښتانو خريل او په هغه باندې نوم ايښودل تر سره شي ».ابن ماجه

ابو رافع روايت کوي : کله چې حسن رضی الله عنه دنيا ته راغی جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم بې بې فاطمې رضی الله عنها ته و فرمايل : (احلقي رأسه، و تصدقي بوزن شعره فضة علي المساکين) « د سر ويښتان يې وخريه او د هغه په وزن سپين زر مساکينو ته صدقه کړه ». [الإرواء 1175]

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email