د شخصي استفادې د پاره موټر کې زکات شته ؟

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
که چیر موتر د شخصی استفادی لباره ( ضرورت د
کار بار لباره نه لری او نه ورباندی خبل اولاد ته نفقه بیدا کوی ) صرف د چکر او سهولت لباره یی استفاده کوی او کال بری تیر شوی وی به دی موتر باندی زکات کیږی که نه که لطف وکړی تر یو ساعت بوری دا معلومات راکړی دیره مهربانی به مو وی

ډاکتر امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه موټر چې د کور د پاره اخیستل شوې وي په هغه باندې زکات نشته او که د تجارت د پاره وي په هغه باندې زکات شته .

ابوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ   صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]

:«  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ   به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.

و  فی  الهندیة‌:

«و  منها  کون  النصاب  نامیاً‌»‌.(الهندية )

و  فی  الدر:

«و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

و  فی  الطحطاوی‌:

«(قوله‌:  و  نحوها)‌کحوانیت و  خانات  یستغلها»‌.(طحطاوي علي الدر:1/392)

خلاصه د مطلب دا چې په کور ، د کور په سامان او د ژوند په وسايلو زکات نشته

والله اعلم بالصواب

فتاوي المحمودي – د زکات د فتوای دايمي ټولنه

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. ډاکتر امین

    اللام ورحمت الله وبرکاته

    له معلوماتو نه مو یوه نړی مننه .دونیا او اخرت کی بریالی اوسی .
    وبخښی دا لاندی پوښتنه لرم چی اوس ورسره لاس او ګریبان یو .
    د قرض په پیسو باندی چی کال ورباندی تیر شوی وی زکات کیږی که نه
    الف : که د حمل میاشت د ۱۳۸۸ کال کی دی چاته قرض پیسی ورکړی وی او د ۱۳۹۰ کال د حمل په میاشت کی قر ض دار درته پیسی وسپاری اوس په دی پیسو باندی کال تیر شوی دی آیا زکات په کی شته دی که نه ؟
    لطف وکړی که داپوښتنه راته ځواب کړی مننه به مو وی
    په ډیر درنښت

    ځواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    د تاسې قرض وصول شوی دی د تیرې شوې مودې مطابق به زکات ادا کوﺉ .
    نور تفصيل دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/158

  2. ډاکتر امین

    سلام ورحمت الله وبرکاته

    د مسلمانانو دفتر دی د خارجی غیر مسلمانو هیوادو څخه پیسی اخلی او بیا دا دفتر ورباندی خیریه کارونه کوی په دی معنا چی دین تقویه شوی .ایا د دی پیسو نه مساجدو ته مصارف کولای شی ؟
    دوهم هغه کس چی له دی دفتر سره وظیفه اجراکوی په معاش یی حج کیږی که نه ؟

    په درنښت غوښټنه کوو چی ځواب راته ژر واستوی منندوی به موو

    په درناوی

    ـــــــــــــــــــــــ
    اداره موقع
    د غير مسلم په پيسو د جومات جوړول دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/1835
    او د غير مسلم سره د مزدورۍ او کار کولو احکام دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2500

  3. د اسلامی لارښود محترمو استادانو سلامونه اونیکی یوه پوښتنه لرم که جواب راته ولیکی ډیر به ممنون یم هغه داچی د غوجل یا ګو خانی په بام باندی لمونځ کول روا دی او که نه په درنښت – قریشی

    اداره
    مهرباني وکړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ
    http://dawat.katib.org/archives/1851