د تجويد د علم لاس ته راوړل څومره اړين دي ؟

د قرآءت (تجوید) د علم لاسته راوړل څومره اړین دی؟

د تجوید د علم تعریف: تجويد په لغت كښي كره اوښه ويلو ته وايي اوپه اصطلاح كښي دقرآنكريم په سمه توگه دتلاوت كولو، اصولو او قواعدوته وايي.

تشریح: د تجوید لغوی معنی ده عمده او ښه کار کول او اصطلاحی معنی یی ده د قرآن عظیم الشان په صحیح ډول تلاوت کول، یعنی صحیح طریقه یی کومه ده؟ په تجوید سره ویل تر څو د قرآن کریم هر توری په صحیح ډول د خپل مخرج (ځای د تلفظ د توری) څخه سره د ټولو صفاتو اداء کول دی تر څو د هر ډول لحن جلی (لویه غلطی) او لحن خفی (کوچنی یا پټی) غلطی څخه په امان سو او د الله (ج) رضایت لاسته راوړو.

د تجوید د علم موضوع: د هجا یا تهجی توری او مخرجونه دی. د هجا یا تهجی توری (۲۹) دی چی د (الف) څخه بیا تر (یا) پوری دی، ځکه ورته د هجا توری وایی چی هجاء یو ځای کیدو او پیوست کیدو ته وایی نو د دی تورو د یوځای کیدو څخه هم کلمی جوړیږی او بیا هغه کلمی پر یو ځانګړی معنی او مفهوم باندی دلالت کوی، نو له دی امله ورته د هجاء یا تهجی توری وایی.

د تجوید د علم غرض: د دی علم غرض د قرآنکریم په سمه توګه تلاوت کول دی چی د الله (ج) د رضا سبب وګرځی. نو د دی علم د غرض څخه داسی معلومیږی چی قرآنکریم باید په تجوید سره وویل سی تر څو الهی رضا حاصله سی.

د تجوید د علم فضیلت: دی علم ته له دی امله د پوهنو غوره برخه ویل کیږی چی د قرآنکریم سره تړاو لری، د هر هغه علم چی تړاو یی د داسی سپیڅلی او مقدس کتاب (قرآنکریم) سره وی نو هغه علم هم د غوره علومو څخه ګڼل کیږی.

د تجوید د علم فایده: ددی علم فایده او ثمره سعادة الدارین یعنی د دنیا او آخرت نیکمرغی او الهی رضا ده.

د تجوید د علم ارکان: ددې علم اركان څلوردي . اول مخرجونه (ځای د اداینی د توری)، دوهم صفتونه (د توری ډکوالی، تشوالی، غنه، قلقله او داسی نور…)، دريم تركيبي قاعدې، څلورم رياضة اللسان يعنى پخپله ژبه سره زيار ايستل ياخپله ژبه په زيات تمرين سره عادت گرځول، دقراءت د پوهانو اوهغه كسانوڅخه چي په دې فن كښي برلاسى لرى تر څو ژبه د توری په صحیح ادا کولو سره عادت و ګرځی او بیله ژب بندی سره توری اداء کړی.

تشریح: د یو علم لپاره ارکان دومره اړین او ضروری دی لکه د یو تعمیر لپاره چی څلور دیوالونه اړین وی او بی له دیوالونو څخه د تعمیر دریدل نا ممکن وی، نو همداسی د یو علم لپاره ارکان ضروری دی او یو علم ولاړ پر ارکانو وی.

د تجوید د علم حکم: دتجويد دعلم زده كړه فرض كفايي ده او عمل پرې کول دهر نارينه اوښځينه لپاره فرض عين ده البته چي مكلف اومسلمان وي.

د تجوید د علم لاسته راوړل (حاصلول): د دی علم حاصلول او لاسته راوړل ډیر اړین او ضروری دی، ځکه چی تجوید د هر مسلمان ورور او خور لپاره په ورځ کی پنځه (۵) ځلی په پنځه (۵) وخته لمونځو کی په کار راځی، نو د کوم شی چی په ورځ کی پنځه ځلی ضرورت وی نو د هغه شی لاسته راوړل به څومره ضروری وی؟ معلومداره خبره ده چی ډیر زیات ضرورت یی سته چی باید هر څوک یی لاسته راوړنه خپل ضرورت وګڼی او حاصل یی کړی. لمونځ هغه عبادت دی چی لومړی پر انسان باندی فرض سوی دی او د قیامت په ورځ به هم لومړی د لمانځه سوال د هر انسان څخه کیږی، نو که موږ لمونځ په صحیح ډول سره نه وی کړی نو آیا و به کړای سو چی صحیح جواب ورکړو؟ د دی پوښتنی لپاره تجوید هغه ستره وسیله ده چی په لاسته رواړلو سره یی لمونځ په صحیح ډول سره تر سره کیږی، ځکه چی:

اول : د قرآنکریم حروف به په سمه توګه سره اداء سی ( د مثال په ډول که چیری موږ یو توری په بل توری باندی واړوو نو د کلمی په ذات (معنی) او صفت (ښایست) کی یی څومره ډیر توپیر راځی) لکه:
قُلْ معنی ووایه (اوس نو که چیری دا (ق) په (ک) سره بدل سی معنی ته یی وګوری).
کُلْ معنی وخوره (تاسی فکر وکړی چی معنی څومره ډیر تغیر وکړی، ویل په خوړلو باندی واوښتل او د کلمی په معنی کی مکمل بدلون راغلی).
اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ یعنی هغه کسان کوم چی الله (ج) انعام ورباندی کړی دی
اَنْعَمْتُ عَلَیْهِمْ یعنی هغه کسان کوم چی توبه نعوذ باالله ما انعام ورباندی کړی دی، نو تاسی خپله فکر وکړی چی د یوه حرکت یعنی زور په پیښ سره اړول دومره د کلمی معنی ته تغیر ورکوی چی انسان د کفر سره مخامخ کوی نو پدی کی څومره دقت باید وشی تر څو د دی ډول ګناهونو څخه ځان وساتو چی خدای مکړه د خدای (ج) د رضاء موندلو پر ځای د خدای (ج) قهر او غضب تر لاسه نکړو. نو له دی څخه دا معلومه سوه چی د تجوید د علم لاسته راوړل تر هر څه مهم دی او هر څوک یی باید لاسته راوړل خپل مسولیت وګڼی تر څو هر حرف د خپل مخرج څخه په صحیح ډول ادا‌ء کړی او هر توری ته هغه خپل صفت ورکړی. الله (ج) په خپل کلام کی فرمایی: وَرَتّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیْلَا چی د دی آیت کریمی په ترجمه او تفسیر کی علماء کرام د تجوید علم ته اشاره کوی ځکه چی ترتیل د تجوید د علم د قرآنکریم د ویلو د درو (۳) مرتبو څخه یوه مرتبه ده. ۱: ترتیل ۲: تدویر ۳: حدر
چی په پورتنیو ټولو مرتبو کی د ترتیل مرتبه غوره او اعلی مرتبه ده چی قرآنکریم په پوره اطمنان، غور او ارامتیا سره ویل کیږی.

دوهم : لمونځ به په صحت پیدا کړی او په ارامتیا سره به اداء سی، ځکه په لمانځه کښی د سورتونو او نورو عربی لفظونو په تجوید سره د اداء کولو پر مهال فکر او دقت کیږی تر څو صحیح اداء سی نو په دی کی ډیر وخت تیریږی او د لمانځه د تیزو اداء کولو څخه ډډه کیږی او د انسان ضمیر او وجدان انسان ته دا اجازه نه ورکوی تر څو لمونځ په سرعت سره وکړی.

تدریم : تر ټولو مهم داچی د شیطانی وسوسو څخه به وژغورل سو، ځکه چی دا هغه عام مرض دی چی نن ورځ هر انسان په دی اخته دی او په لمانځه کی د شیطانی وسوسو سره مخ وی او په لمانځه هیڅ نه پوهیږی او ټوله فکر یی په دنیا کی وی. د تجوید په لاسته راوړلو سره به هر شخص په دی وتوانیږی چی په لمانځه کی د شیطانی وسوسو څخه وژغورل سی، هغه څرنګه؟ کوم وخت چی یو شخص تجوید ویلی وی نو دی په ډیر ارامتیا او اطمنان سره لمونځ کوی په خاطر د دی چی خدای مکړه کومه غلطی را څخه ونه سی او د قرآنکریم کوم حرف غلط اداء نکړم. ښه ځیر شی محترمو وروڼو او خویندو، کوم وخت چی څوک په لمانځه کی خپلو حروفو ته ځیر شی پدی حالت کی به لمونځ هم صحیح اداء سی، د قرآنکریم توری به هم په تجوید سره اداء‌ سی، د شیطانی وسوسو څخه به هم په امان سی ځکه چی د نوموړی شخص ټوله فکر د حروفو په اداینه کی دی نو شیطانی وسوسی اثر نه پری کوی او په اخر کی الهی رضا به هم حاصله کړی. نو ددی څخه دا معلومه سوه چی د تجوید لاسته رواړل ډیر اړین دی او په ډیرو حالاتو زموږ سره مرسته کوی.

څلورم : د الله (ج) رضاء به حاصله کړو (کوم وخت چی یو څوک دا ستر الهی کتاب قرآنکریم بیله غلطی په تجوید سره ووایی نو الهی رضا به خامخا حاصلوی).

غوښتنه: په پای کی د ټولو محترمو وروڼو او خویندو څخه دا غوښتنه لرم چی دا قرآن الهی کتاب دی او پر موږ دا حق لری چی موږ یی باید په صحیح ډول سره زده کړو او د عمل جامی ور واغوندو. دا هغه ستر کتاب دی چی ددی په ویلو سره په زیاته بیا په تجوید سره ویل یی انسان ته خوشحالی ورکوی او د دنیا په هره چاره کی ورته کامیابی حاصلیږی. زه به په چلینج سره درته ووایم تاسی دا علم زده کړی او سهار تلاوت د قرآنکریم په تجوید او قرآت سره وکړی بیا وګوری چی پر تاسو دا ورځ څومره په خوشحالی او کامیابی سره تیریږی چی تاسو به یی هیڅ فکر هم نه وی کړی. خدای (ج) دی موږ ټولو ته د قرآنی علومو د حاصلولو او دین ته د خدمت کولو توان او توفیق راکړی. آمین

آن لاين اسلامې لارښود –  قاری ذبیح الله ذهین

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته وبرکاته
    مننه ګرانه ذهين صاحب ډیر د معنا ډک مطلب مو راخستی دی الله ج مو په علم کې زيادت راوله الله ج دی موږ ته د تجويد د زده کړی توفيق او په هغی عمل کول او نورو ته د قران زده کول رانصیب کړی امين
    په مينه