د عسير په منطقه کې 3967 کسان د اسلام په مقدس دين مشرف شول
د عسير په منطقه کې د دعوت ادارې عمومي مدير دوکتور سعيد بن هادی بشري وايي : د عسير په منطقه کې د هغو کسانو شميره چې ددې اسلامې ادارې د دعوت په وسليه نوې په اسلام مشرف شوی دي 3967 کسانو ته رسيږي .
دوكتور بشري زياتوي : د دعوت د ادارې د فعالتونو له جملې څخه يوهم د ځوانانو د پاره خاص پروګرام دی چې اوس هم ادامه لري او په راتلونکې اونۍ به ختم شي .همدارنګه ددې تر څنګ د ټولنې او کورني ژوند په اړه دينې بيانونه او دورې هم شتون لري .همدارنګه د ځنو تفریح کونکو د ګډون د پاره ځنې مناسبې تفريحې دورې هم شتون لري .
او همدارنګه په دې اداره کې د«edp» دوره په تازګۍ سره پای ته ورسيده .
نوټ : د عسير منطقه د سعودې عربستان په جنوب غربې حصه کې د أبها په ښار کې موقعيت لري .
منبع : أتباع المرسلين
راپور : الوطن آنلاین– 18/4/2011
آن لاين اسلامې لارښود