د زکات په باره کې پوښتنې

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته لومړی تر هرڅه نبوی تحفه وړاندی کوم: السلام علیکم ورحمت الله ور برکاته

خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د صحت جامی به مو په تن وی، او د دی ستر خدمت په لاره کی به د ستر طاقت او انرژی درلودونکی یاست او د الله ج څخه پدی لاره کی درته د کامیابی دعاء کوم. 

یوه پوښتنه می درلوده که یی د مهربانی له مخی را ځواب کړی نو مهربانی به مو وی. البته زما پوښتنه دری برخی لری که یی ټولی برخی ځواب سی نو ما به بیا پوښتلو ته اړ نه کړی ځکه چی دا ټولی برخی یو د بل سره تړلی دی او که یی یوه ځواب نه سی ماته نوری پوښتنی زیږوی.

پوښتنه:

که یو څوک د میاشتی د ۲۰۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ زرو افغانیو پوری معاش ولری، نو باید نوموړی شخص څومره افغانی د خپل معاش څخه زکات ورکړی؟

او په څومره وخت کی زکات ورکړی، د هری میاشتی په تیریدو سره او که کوم ټاکلی وخت د زکات ورکولو لپاره سته؟

او که دا زکات یو شخص ته نه بلکه مسجد شریف ته ورکول سی تر څو هغه د مسجد روزمره ضروریات پری رفع سی، پدی صورت کی دا زکات صحت لری او که یا؟

ستاسو څخه یوه نړی مننه،

ذبیح الله ذهین د پلازمینی کابل څخه

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نغدو پيسو که د معاش ، تجارت وغيره وي په هغه صورت کې زيات فرض کيږي چې نصاب ته ورسيږي او کال ورباندی تير شي .

قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).

ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسې ګټلی .

 اول : د نغدو پيسو نصاب د احنافو په نزد د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي د سپينو زرو د زکات نصاب دوه سوه درهمه ده .

فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ (رواه الترمذی وابوداود). يعنې کله چه 200 دوه سوه پوره شی نو په هغه کې  پنځه درهم زکات واجب دی ، 200 درهمه د 595 ګرامو سره سمول خوری اوس مهال په کابل کې د سپينو زرو قيمت تقريباً  60 افغانۍ دی نو د زکات نصاب به 35700 افغانۍ شي يعنې که څوک د اصلی اړتياوو نه علاوه د 35700 نه پورته هر څومره چې وي ولري او کال ورباندې تير شي زکات ور باندې فرض دی .

دوهم : زکات په ټول کال کې يو ځل ادا کيږي او د اداکولو اندازه2.5 %  يا څلويښتمه حصه ده .

جناب بنی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : …… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ  ابوداود او ترمذي ( يعنې د هرو څلويښتو درهمو نه يو درهم ).

مثلاً که څوک د اصلي ضروريات علاوه يو لک افغانۍ ولري کال ورباندې تير شي د زکات اندازه يې مساوي کيږي په  2500= 40/100000 يعنې د يو لکو افغانيو زکات 2500 افغانۍ کيږي .

دريم : زکات يوازې په هغه ځانويو يا هغو ډلو ويشل کيږي چې قرآنکريم ښودلی دي بغير له هغه په جومات و غيره کې د زکات لګول نه صحي کيږي نور تفصيل دلته وګورﺉ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ذبیح الله ذهین

    ستاسو څخه یوه نړی مننه چی زموږ پوښتنو ته مو د قرآن او حدیث په رڼا کی مدلل ځوابونه وویل.

    ستاسو د بریاوو په هیله

    ذبیح الله ذهین د پلازمینی کابل څخه