دسوګند يا قسم خوړلو احکام او مسائل

 

د يمين يا قسم خوړلو احکام اومسائل
دیمين يا قسم تعريف :
 دلوی خدای ج په نوم اوصفتونو سره دخپل قصداوخبرې دټينګښت ثبوتولو ته يمين وايې ،دخدای تعالی ج له نوم اوذاتي صفتونو څخه پرته په نورو شيانو قسم خوړل نه رواکيږي .
ديمين شرطونه :
قسم خوړل په لاندې شرطونو صحيح دی او قسم باالله شميرل کيږي .
۱- قسم خوړونکی بايد عاقل اوبالع وي ځکه چې د ليوني او ماشوم قسم نه صحيح کيږي .
۲- قسم خوړونکی بايد دقسم نيت ولري چې قصد يې نه وي قسم نه صحيح کيږي .
۳- قسم خوړونکی چه په کوم شي قسم خوري هغه بايد په عقل اوعادت دواړو کې واجب اوثابت نه وي خو ممکن وي .
ديمين ډولونه :
يمين په دری ډوله دی .يمين غموس ،يمين منعقد او يمين لغوه .
۱- يمين غموس : (د درواغوقسم)په دې ډول قسم کې قسم خوړونکی په تير شوي کار باندې په قصدي توګه د درواغو ويلو اراده لري لکه چه ووايی :
قسم په خدای چې ما فلانی کار کړي دی حال داچه هغه کار يې نه وي کړی .
يعنی په تيره زمانه کې په درواغوقصداً قسم خوړل .
يمين غموس ترټولو بد قسم دی سخته ګناه ده غموس په عربی کې غوټه کولو ته وايی يعنی دا ډول قسم اخيستل دسړی د دوزخ ته دغوټه کيدو سبب جوړيږي .
او دهلاکونکو لويو ګناهونو له جملی څخه دی .
رسول الله فرمايی :  (الكبائر: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين، وقتل النفس، واليمين الغموس). البخاری . شرک باالله ، د مورپلار نافرماني ،ناحقه قتل او غموس قسم خوړل لويې ګناهونه دی
 
دا داسې بد قسم دی چې په کفاره سره سړی نه شی خلاصيدای بلکی هر چاچې داډول قسم خوړلی وي په اخلاص سره دې توبه وباسی او په آينده کې داسې کار نه کوي .
د توبې ايستلو بيان او شرايط دلته وګورﺉ .
۲- يمين لغوه :
يمين لغوه په دوو صورتونو کې وي
الف : په تيرشوی کار باندې په دې ګمان قسم خوړل چه ګواکي دقسم خوړونکی خپله خبره رښتتاوي حال داچې هغه تيروتي وي . لکه چې ووايی زه پرون د احمد کور ته تللی وم په داسې حال کې چه د محمود کور ته تللی وي اوفکر کوي چې داد احمد کور دی .
ب : هغه قسم دی چه يوکار ته دارادې کولوپه وخت کې دعادت له مخې کيږي او اراده قوي ښکاره کوي دغه ډول قسمونه زمونږ په ورځني ژوند کې زيات ويل کيږي لکه چه وايو والله کار لرم ،والله چه راځم ،والله له لاسه مې کارنه کيږي .
ديمين لغوه حکم :
مهربانه خدای ج قسم خوړونکی په دغه ډول قسمونو نه نيسي ځکه چه فرمائي لايواخذکم الله باللغوفی ايمانکم يعنی خدای تاسې په لغو قسمونو باندې نه نيسي .
۳- يمين منعقد :
په راتلونکی وخت کې ديوکارپه کولوباندې قسم کولوته يمين منعقد وايی ،مثلاً ووايوچه قسم په خدای چه سباته ډوډۍ نه خورم ،يا سبا فلانی ځای ته نه ځم .
په يو رواکارباندې قسم خوړل که ترسره شي نوقسم پوره شوخوکه هغه کار ترسره نه کړي نو دقسم کفاره به ورکوي .
۲- صورت : په نارواکار باندې قسم خوړل ، نوحرام کارخوهسې حرام دي هغه به نه ترسره کوي د قسم به کفاره ورکوي .
ديمين کفاره :
کفاره هغه جزاده چه يوچاقسم خوړلی وي اوهغه يې نه وي ترسره کړی نوکفاره پری لازميږي ،کفاره دخدای ج د نوم دعزت او درناوی په خاطر وي کفاره په لاندې ډول ده :
۱- دلسوتنومسکينانو مړول .
۲- دلسوتنومسکينانوپه جامه پټول .
که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي .
لقوله سبحانه وتعالی :
فكفارته إطعام عشرة مساكين من أوسط ما تطعمون أهليكم أو كسوتهم أو تحرير رقبة} [المائدة:89/5]
كفارة اليمين فهي مرتبة مخيرة: ( وهي كما سنعلم إطعام عشرة مساكين، أو كسوتهم، أو تحرير رقبة مؤمنة، فإن عجز عن ذلك وجب صوم ثلاثة أيام)
فقه الاسلامي وادله
دقسم خوړلو مسايل :
۱- دمتاخرينو فقهاؤ په نزد په قرآن قسم خوړل صحيح کيږي ځکه چې د قرآن نه کلام الله مراد دی او کلام الله د خدای ج صفت دی (فتاوی ابوالمختار ج۱ ص ۶۵ – ردالمختار ج ۳ ص ۵۶ ).
۲- دهرې خبرې سره د قسم يادول ښه کار نه دی ځکه چې د خدای ج د نوم بې حرمتی کيږي حتی په رښتياويلو کې هم بايد له بې کټي قسم خوړولو ډډه وشي (زيورجنتي – طحطاوي علی الدرج ۲ ص ۳۲۴)
۳- که څوک ووايي قسم په خدای ج ،قسم په عزت او جلال د خدای ج ، قسم په لويی د خدای ج چې دا کابه ونه کړم که هغه کار تر سره کړي د قسم کفاره به ادا کوي  دا صورتونه په قسم کې راځې (زيور جنتی – شرح التنوير ج ۳ ص ۲۷۶) .
۴- که څوک ووايي خدای ج شاهد دی ،يا خدای شاهد نیسم ،يا خدای حاضر ناظر دی داهم قسم شو (شرح البداية ج ۲ ص ۴۵۹ – بهشتی زيور).
۵- که څوک ووايي فلانی کار که ونه کړم يهودی به وم ،کافر به وم ،بې ايمانه به وم که هغه کار تر سره کړي کفاره ورباندې لازميږي (شرح البداية ج ۲ ص ۴۵۹ بهشتی زيور).
۶- په غير الله قسم نه کيږي مثلاً په رسول قسم ،په کعبه قسم ، ستاپه سر قسم ،په مور پلار قسم او داسې نور په غير الله قسم خوړل لويه ګناه ده په احاديثوکې مشرکانه عمل ښودل شوي دی (شرح البدایة ج ۲ ص ۴۵۸ – بهشتی زيور ) .
۷- که چا وويل ستا ډوډی پر ما حرامه ده ،يا فلانی شی ما پر خپل ځان حرام کړي پدی خبرو هغه شی نه حراميږي خو د داسې بې باکه خبرو په وجه به کفاره اداکوي (شرح التنوير ج ۲ ص ۵۹ – بهشتی زيور).
۸- که چا د قسم خوړلو سره يو ځای ان شآء الله وويل نو داقسم نه واقع کيږي .
مثلاُ قسم په خدای ج چې فلانی کار به ان شآء الله نه کوم دا په قسم کې نه شميرل کيږي (شرح البداية ج ۲ ص ۴۶۲ ).
۹- که چا د ګناه په کار قسم وکړ مثلاً ويی ويل قسم په خدای جومات ته به نه ځم د قسم ماتول واجب دی او د ماتولو به کفاره ادا کوي (بهشتی زيور).
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 128 times, 1 visits today)