د يوی مشهوری هنرمندی توبه

يو له هغو کسانو چې اخیراً د توبه کونکو له کاروان سره يو ځای شوه ، مشهوره هنرمنده (عایشه حمدی ) ده ، ښه به دا وي چې د ددې د تاريکی څخه د نور په لورې د سفر قصه د هغې له ژبې واروو :

خپله خبره په الحمدلله پيلوم ځکه دا تر ټولو خواږه کلمات دي ، ګر چې څه موده وړاندې د هنر او موسيقي څخه د مخ ګرځولو او د حجاب طرف ته مايل کيدو خبرونه خپاره شوی وو مګر په واقعيت کې يو نيم کال وروسته عملاً دې کار ته چمتو شومه .

يو ورځ په خوب کې ما ته دا الهام وشو چې الله تعالی له ما څخه غواړي چې کتاب ولولم د هغې ورځې وروسته مې پرلپسې په ديني مجالسو وعظونو او خطبو کې برخه اخيسته ، ديني کتابونه به مې په ډير شوق مطالعه کول او زړه غوښتل چې حجاب واغودم مګر تر اوس پورې ددې کار د تر سره کولو د پاره مې لازم شجاعت نه لرلو .

 

يوه ورځ مې د جُمعې په لمانځه کې شرکت وکړ وروسته مې دا عادت جوړ شو چې هر جمعه د لمانځه د ادا کولو د پاره جومات لاړه شمه او هلته وژاړم ، په هغه ورځ مې هم د عادت موافق ډير وژړل د هغې ورځې ژړا پر ما باندې ډير تأثير وکړ د لمانځه د ادا وروسته مې ډيرې دعاوې وکړې او له هغه جملې مې دا لاندې دعا ډیر تکرار کړه :

اللهم وفقنی لما فيه الخير ( الهی ! ما ته په هغه څه چې په خير مې وي توفيق راکړي )

دا دعا مې دومره زياته تکرار کړه چې بل عالم ته داخله شوم هغه عالم چې زه یې له الله تعالی سره وصل کړم ، فوراً پورته شوم ، قرآنکريم مې خلاص کړ او سترګې مې په دغه مبارک ايت ولګيدې :

[يا ايهاالناس اتقواربكم انّ زلزلة الساعة شيءٌ عظيم يوم ترونها تذهل كل مرضعة عما ارضعت و تضع كل ذات حمل حملها وتري الناس سكاري و ما هم بسكاري و لكنّ عذاب الله شديد]

ددې آيت په ليدلو سره مې په بدن باندې لړزه راغله او د هغه په تلاوت مې پيل وکړ سورت مې نه وو ختم کړی له ځان سره مې عهد وکړ چې نور به د موسيقي (سندرو ، د موسيقي آلاتو کارولو ) کسب ترک کومه او يوه دينداره ښځه به جوړيږمه ، په هغه شپه مې تر سبا پورې خوب و نه کړ او يو خاص حالت مې لرلو ، فقط د لمانځه نه مخکې يو ساعت بيده شومه او وروسته د لمانځه ادا کولو د پاره پورته شومه ، جالبه دا چې د هغې ورځې وروسته هر ورځ په اول وخت کې د لمانځه د ادا د پاره پورته کيږمه مګر نور وخت به نږدې تر غرمې پورې په خوب پیده ومه .

اوس د الله تعالی په فضل د خوشبختۍ او سعادت احساس کومه او بې اندازې له خپل ژوند څخه خوشحاله يمه او د الله تعالی څخه شکر کزاره يمه چې پر ما يې دا لوی نعمت او سعادت ولورولو .

د موسيقۍ څخه د مخ اړولو په باب وايي :

د موسيقۍ کثيف کسب مې پريښود ځکه نه مې غوښتل په دې کار سره خپل شهرت تر لاسه کړمه ، او د بيګانه خلکو په مخ کې خپل ځان ښکاره کړم ، لنډه دا چې د خپل پروردګار سره د ملاقات په وخت کې د هر ډول پېلتۍ څخه پاکه وم .

حقيقت دا دی چې نن ورځ د فلم په نړې څه تيريږي په هيڅ وجه د يوې مسلمانې ښځې د پاره مناسب نه دي چې په هغه کې شرکت وکړي ځکه هغوی په شرمناکه توګه په ډول ډول نقشونو لوبول کيږي .

هغه د توبې د بدلې په اړه وايي :

حسبي الله ونعم الوكيل

الله تعالی زمونږ د پاره کافی دی او هغه ښه کار ساز دی

روان تبليغات د حقيقت څخه لرې دي . حجاب زمونږ د پاره د بل هر څه څخه با ارزښته دی ، ما داسې لاره غوره کړی ده چې د هر طرف نه د پوره امنيت او آرامۍ احساس کوم .

د يوې داعی په توګه وايي :

که څه هم تر اوسه پورې علمي کمی لرمه . بحمدلله تر زياته حده په دې باندې توانيدلی يم چې د نورو ښځو سره صرتحتاً خبره وکړم او د هغوی سره د ابتدايي مسايلو د دين او ايمان په اړه خبرې وکړم ، او هغه چې خپله مې زده کړې د هغوی سره شريک کړم ، دايم په دې کوښښ کې يم لکه څنګه چې زه د حجاب امر ته قانع شوم نورې ښځې هم دې ستر الهي امر ته قانع کړم چې حجاب هم د الله تعالی د نورو دستوراتو په څير لکه لمونځ ، روژه او نور فرايض په شان لازم او ضروري دی .

د الله تعالی څخه شکرګزاره يم چې زما خبرې يې ګټورې او قانع ګرځولې دي ، نه پوهيږم هغه احساس تاسې ته څنګه بيان کړم چې کله مې په يوه مجلس کې د حجاب په اړه قانع دلايل وړاندې کړل او د هغې د تأثير له وجې يوې خور اسلامې حجاب ته مخ کړه او په هغه باندې پابنده شوه .

په اخر کې د منان خدای جل جلاله څخه غواړم ، لکه څنګه چې مخکې په موسيقې کې يو نمونه ومه ، اوس په دعوت الی الله کې هم يو نمونه وګرځم .

وسلام

منبع : عالم القصص والروايات او المهتدين

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    ماشاالله ډیر ښه په زړه پوری خبر