اول رکن ، تکبير تحريمه :

د نيت تړلو په وخت کښې الله اکبر ويل فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[وربَّك فكبر](المدثر:۳)،

ژباړه : او ربک خپل پس په لويی سره يادوه .

او په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي : «مفتاح الصلاة الطهور، وتحريمها التكبير»(رواه أبو داود والترمذي بإسناد صحيح).

يعنې : د لمانځه کلۍ اودس دی او تحريم يې تکبير دی ( په تکبير تحريمه سره سړی په لمانځه کې داخليږي، خبرې کول ، عمل کثير او نور په سړي باندې حرام ګرځي ).

او فرمايي:«لا يقبل الله صلاة امرئ حتى يضع الوضوء مواضعه، ثم يستقبل القبلة، فيقول: الله أكبر»(رواه أصحاب السنن الأربعة والطبراني).

ژباړه : الله تعالی د چا لمونځ نه قبلوي مګر دا چې اودس وکړي ، بيا قبلې ته مخامخ شي او بیا ووايي : الله أکبر .

دوهم رکن ، قيام :

يعنې د الحمدلله او سورت لوستلو لپاره درېدل ، لقوله سبحانه وتعالی :[وقوموا لله قانتين](البقرة:۲۳۸).

ژباړه:او ودرېږئ تاسې الله ته ودرېدونکي (په ادب ) .

او د عمران بن حصين په حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «صل قائماً» (رواه حاکم). (په ولاړه لمونځ وکړه ) .

مګر دا چې ناروغ وي يا معيوب وي چې درېدلای نشي په هغه باندې درېدل فرض نه دي بلکي درېدل په هعه چا باندې فرض دي چې د درېدلو توان لري .

په دليل د دغه حديث :«صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (البخاري )

ژباړه: په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

همدارنګه په درېدلو کې استقلال شرط دی کچېرې په همسا ، ديوال وغيره تکيه کړي وي که شی ترې لري شی لويږي دا قيام صحي نه دی مګر دا چې عذر ولري .

قال الحنفية: يشترط للقادر الاستقلال في الفرض، فمن اتكأ على عصاه، أو على حائط ونحوه، بحيث يسقط لو زال، لم تصح صلاته، فإن كان لعذر صحت (فقه الاسلامي وادله ) .

دريم رکن قرآئت لوستل :

د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو ستر آيت لکه آيت الکرسي يا دری لنډ آيته لوستل په ټولو لمونځونو کې فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ] (المزمل:۲۰/۷۳).

ژباړه :پس ولولئ (په لمانځه کې ) هومره چې آسان وي له قرآن نه .

و لقوله صلّى الله عليه وسلم : «لا صلاة إلا بقراءة» (المسلم ).

يعنې : او دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې : هغه لمونځ نه دی په کوم کې چې قرائت ونه ويل شي.

د فرض قرائت مقدار دري لنډ آيتونه وي يا يو اوږد آيت چې د دريو لڼدو آيتونو په مثل وي (الدر المختار و رد المحتار:۴۱۵/۱، البدائع:۱۱۰/۱).

په قرائت کې شرط دا دی چې په هغه کې به داسې لحن (غلطي ) نه وي چې معنی تغير شي لکه : د (ض) د تورې پر ځای (ظ) يا (د) توری ويل يا د تورې حرکات بدلول لکه : (أنعتَ) د زور پر ځای پيښ ويل لکه : (أنعتُ).

څلورم رکن رکوع :

رکوع په لغت کې انحناء او ټېټېدو ته وايي په شريعت کې د سر او شاه داسې ټيټېدل چې سر له شا سره يو شان او برابر وي رکوع وايي ، لقوله سبحانه وتعالی :[يا أيها الذين آمنوا اركعوا] (الحج:۷۷/۲۲)، او په دليل د دغه حديث :« ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا» (متفق عليه ) .

ژباړه : وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

او همدارنګه په حديث کې راغلي «أنه كان إذا ركع، لو كان قدح ماء على ظهره ما تحرك» وذلك لاستواء ظهره.

يعنې : جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله ، کچيرې د هغه په شا باندې د اوبو لوښی وای حرکت به يې نه کولو ( په رکوع کې شا برابر د تختې په شان نيوله ) .

په رکوع کې په قدر د تسبيح ويلو ځنډ او اطمنان واجب دی په حديث شريف راغلي :

«أسوأ الناس سرقة الذي يسرق من صلاته، قيل: وكيف يسرق من صلاته؟ قال: لا يتم ركوعها ولا سجودها ولاخشوعها» (رواه أحمد والحاكم).

ژباړه : بدترين د خلکو هغه غل دی چې له لمانځه څخه غلا کوي ، چا وويل : څنګه له لمانځه څخه غلا ؟ داسې چې نه پوره کوي رکوع ، نه سجده او نه هم په هغه کې خشوع وي .

پنځم رکن ، سجده :

دوه ځله سجده کول په لمانځه کې فرض دي ، سجده په لغت کې خضوع او عاجزۍ ته وايي او په شريعت کې د تندې ، پوزې او نورو ايښول په ځمکه باندې سجده بلل کيږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يا أيها الذين آمنوا اركعوا واسجدوا] [الحج:22/77]

ژباړه : ای مؤمنانو ! رکوع کوئ تاسې او سجده کوئ تاسې .

او په دليل د دغه حديث شريف : «ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا» (متفق عليه) .

ژباړه: بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي.

سجده په اوو اندامونو تر سره کيږي په سجده کې د پوزې نه لګول يا د دواړو پښو په پورته کولو سره سجده نه ادا کيږي .

که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴ ) .

داځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي ، جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر» (بخاري او مسلم).

( ژباړه: ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .

شپږم رکن ، آخره قعده :

په آخره قعده کې په څومره وخت کې چه تشهد لوستی شي دومره ساعت کيناستل فرض دي په دليل د دغه حديث :« ثم اسجدْ فاعتدِلْ ساجدًا ، ثم اجلِسْ فاطمئنَّ جالسًا ، ثم قُمْ ، فإذا فعلتَ ذلك فقد تمتْ صلاتُك ، وإن انتقَصتَ منه شيئًا انتقصْتَ من صلاتِك » (الدارقطني ، الترمذي و ابوداود) .

ژباړه : بيا سجده وکړه په اطمنان او سکون سره سجده ، بيا کينه په اطمنان او سکون کيناستلو سره ، بيا پورته شه ، پس کله دې چې دا کارونه وکړل لمونځ دې پوره شو او که کوم شی درڅخه پاتې شول نو لمونځ دې مات شو.

او د ځنو فقهاؤ په نزد د لمانځه وتل په سلام ګرځولو سره د لمانځه رکن دی .

که له شرطونو او ارکانو يو هم قصداً يا په هيره سره پاتې شي لمونځ نه صحی کيږي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email