د ميراث د ويش نه مخکې به د مړي وصيت او قرض ادا کيږي

اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
آیا ددی قرض ادا کول پرما لازم دی
زما نیکه څو کاله مخکی وفات شوی او دهغه نه څه مال او جایداد هم په میراٽ راته پاتی دی څو ورځی مخکی یو چا راته زنگ ووهلو چه( زما ستا په نیکه باندی می قرض وو نو دا قرض خلاص کره تر څو دی نیکه ددی قرض له امله په عذاب نه وی)
زه هم په ډیره دلچسپی سره دهغه سړی کور ته لاړم ددی سره په خبرو کی دی نتیجی ته ورسیدم چه زما نیکه ته دی سړی دهغه وخت څو لکه روپی ورکری وی چه اوس دهغه معادل څو سوه کیژی نو دی سری راته وویل که چیری ددنیکه دین ادا کوی نو اوس خو هغه پیسی ډیری بی ارزشته دی دهغه وخت ددالر دنرخ پوشتنه به وکرو په هر څو چی وو نو دهغه معادل پیسی به ماته راکړی خو بالاخره ما دا خبره ورسره ونه منله پدی خاطر چه پدی سره شاید زه دسود په ورکولو سره گنهکار شم خو دی سری یو معین مقدار پیسی تعین کری چه هغه مقدار دورکرل شوو پیسو سره هیڅ تناسب نلری او په اوس وخت کی یی ارزشت هم زیات دی نو ما داخبره ورسره منلی چه دا تعین شوی مقدار پیسی زه درکوم او زما پوشتنه داده چه ددی پیسو په ورکولو زه مکلف یم پداسی حال کی چه نیکه می پدی اره ماته هیڅ هم ندی ویلی او مخکی ترینه خبر هم نه وم او بل دا چی که چیری په ورکولو یی مکلف وم څکه چه اوس می دهغه پیسو دورکولو وعده ورسره کړی نو آیا پدی سره خو به زه گنهکاریژم نه پدی سره ویریژم چه ددی په ځای چه زه ثواب لاس ته راوړ م دگناه پیټی می نور هم دروند نه کرم
ستا سو دجواب په انتظار یم
مننه
سليمان خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړې واريثان به د ترکې څخه مخکې د مړې وصيت او قرض ادا کوي

د مړې واريثانو ته دا جايزه نه چې له وصيت او قرض ادا کولو مخکې ترکه پخلپو منځو کې وويشي ،مګر وروسته له دې چې د مړې وصيت او قرض ادا شي .

الله سبحانه وتعالی د ميراث د برخو له بيان وروسته فرمايي : « مِنْ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ » [نساء :11] ( پس له ادا کولو د وصيت او پور څخه ) يعنې کله چې د مړې وصيت او قرضونه ادا شي وروسته ميراث ويشل کيږي .

که چیرې واريثان د مړې له قرض څخه خبر نه وي پخپلو کې ترکه وويشي او ورسته خبر شي چې په هغه باندې قرض دی د واريثان د پاره واجب دی چې د هغه قرض يا پور ادا کړي ، که یې ادا نه کړي ګنهکار دي .

په دې مسئله كې د څلورو واړو مذاهبو د سلفو او خلفو اتفاق دی (فتاوي البلد الحرام ۲ /۴۹ ) .

د سوال دوهم جز مو د ښه اطمنان او دقيقو څيړنو د پاره يوې بهرنۍ معتبرې اسلامې مرجع ته ولږه . هر کله يې چې ځواب راغی ان شآء الله تاسې به ور باندې خبر کړو .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email