د جمرو ويشتل او مکی نه د رخصتيدو وروستی طواف  

په مزدلفه کې : په نهم تاريخ د ماښام لمانځه نه مخکې به ټول خلق مزدلفې ته لاړ شي هلته به بغير له وادﺉ محسر نه علاوه هرځای دريدلای شي په مقام محسر کې ځکه دريدل منع دی چې پدی ځای کې د ابرهه لښکری الله (جل جلاله) تباه کړي نو دا د الهی عذاب د نزول ځای دی د لسم شپه به همدلته تيره کړي .

بيا منی ته راتګ :دمزدلفی نه به په لسم تاريخ د لمر ختلو مخکې منی ته روان شي او له ځانه سره به دمزدلفی په لاره دجمرو لپاره ډبرې اخلی .

د جمره عقبه رمی :

رمی په لغت کې غورزولو او نښی ويشتلو ته وايې او په اصطلاح کې له رمی نه مراد د حج هغه عمل دی چې حاجی د ډبرو په وسيله دری څلي ولي ،جمرات د جمرو جمع ده جمره ګيټی ته وايی .

د مزدلفی نه چې راشي نو د جمره عقبه رمی به وکړي تنها د عقبه رمی په همدې ورځ کول پکار دي نور دوه رمی په دې ورځ نه کيږي .

د تلبيه موقوف کيدل يا دريدل : تلبیه چې د احرام له وخته شروع وه د رمی نه مخکی به يې موقوف کړي .

قرباني ،حلق اوتقصير : د رمی نه پس به قرباني وکړي د هغه نه پس به حلق ،تقصير يا د سرخريل يا د ويښتانو کمول وکړي د ښځو لپاره د ويښتو کټ کول نشته .

که حلق د حرم د حدودو نه بهر وشي نو ددې غلطې په وجه يوه قرباني لازميږي همدارنګه د قرباني د لسم ،يوولسم او دولسم نه په وروسته کولو يوه قربانی لارميږي .

طواف زيارت :دا طواف فرض دی که په لسم تاريخ پاتې شي په يولسم او دولسم هم ادا کیږي په دې طواف کې به هم په ملتزم کې دعا وکړي د حجراسود استلام کول،او په مقام ابراهيم کې دوه رکعته لمونځ کول که په طواف قدوم کې يې رمل اوسعی کړي وي نو اوس به يې نه اداکوي او که هغه وخت پاتې وي نو اوس به يې ادا کوي .

د دريو واړو جمرو رمی :

په يولسم او دولسم ورځو کې به د دريو واړو جمرو کول له لومړی جمره اولی بيا جمره وسطی بيا جمره عقبه رمی به وکړي هر يو به اوه اوه کانړي ولي د کانړو د غورزولو سره به تکبير وايي .

 درمی مکروهات : ۱- پليت کانړی کارول ۲- دجمرو له خوا څخه کانړی اخيستل ۳- د اوو کانړو نه زيات غورزول ۴- تاخير کول مکروه دی يعنی د جمرو ويشتل به په مسلسل ډول وي ۵- د رمی په وخت کې تکبير پريښودل .

طواف وداع يا طواف صدر :

په دولسم تاريخ د لمر پريوتلو مخکې به له منی نه مکی ته لاړشي په لاره کې به په وادﺉ مُحصت کې د څه وخت لپاره کوز شي دلته کوزيدل سنت دي دعا به وکړي ښه دا ده چې د ماسختن لمونځ هم دلته وکړي بيا به مکې ته راشي په مکه کې چې هرڅو پورې يې خوښه وي پاتی کيدای شي کله چې له مکی نه رخصتيږي نو طواف وداع به کوي دا د خدای په امانۍ ورستی طواف دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email