يوه ورځ اسلامې مرکز ته يو امريکايي ځوان راغی او بې دليل يې اسلام راوړ

يوه ورځ يو سپين پوستی امريکايي ځوان د نيويوراک اسلامې مرکز ته راغی او د جومات وروڼو ته يې وويل : غواړم محمدي شم ، غواړم مسلمان شم او زما څخه يې هيڅ دليل و نه غوښتو او شهادتين يې په ژبه جاری شول (اشهد ان لااله الاالله واشهد ان محمد رسول الله ) .

د اوداسه او لمانځه اداب مو هغه ته ور وښودل ، ياد شوي ځوان وويل : غواړم ستاسې سره څو ورځې په مرکز کې پاتې شم . ددې ځوان درخواصت په ښه شان قبول شو . له همغه اولې ورځې ټول متوجه شول چې هغه ډير لمونځونه او دعاوي کوي او ژاړي .

په څلورمه ورځ د جومات يوه ملګري ته ورغی او هغه ته يې وويل غواړم قرآن ته غږ شم مهرباني وکړه ما ته قرآن تلاوت کړه ! هغه کس ځواب ورکړ : ورور جان قسم په خدای لس کاله کيږي چې مسلمان شوی يم مګر ستا عبادت مې چې وليد خپل عبادت مې ډير نا چيز وليد نو هليه لرم ماته خپله قصه بيان کړي .

هغه ځواب ورکړ : څلور کاله کيږي بغير له دعا زاری ،ژړا او د الله تعالی د دربار څخه د هدايت غوښتلو نه بِیر نه يم بيده شوی بلاخره مې يو شپه مخکې له دې چې تاسې ته راشم حضرت عسی عليه سلام مې په خوب وليد چې راغی او ما ته يې وويل : محمدي شه …. محمدي شه …. محمد صلی الله عليه وسلم زما ورور دی هغه د ټولې نړۍ د پاره استول شوی دی چې زيری ورکونکی او ويرونکی دی او زه هم په آخر زمان کې در ښکته کيږم او هغه صلی الله عليه وسلم په شريعت به حکم کوم .

وروسته له مسلمانيدو هر وخت چې لمونځ کوم د آرامۍ او خوشبختۍ احساس کوم چې هيڅکله مې په ژوند کې داسې څه نه دي تجربه کړي نو ځکه ډير لمونځونه او دعاوې کوم .

هغه کس زياتوي : هغه ځوان په همغه ماسختن د لمانځه د پاره پورته شو او کله چې اولې سجدې ته لاړ نور يې تر آخره له سجدې څخه سر پورته نه کړ امام هغه د جماعت د پاره د پورته کيدو غږ وکړ ولی هغه همداسې په سجده پروت وو تر څو هغه ته يې حرکت ورکړ معلوم شو چې هغه ځوان حق ځان تسليم کړی وو او وفات شوی وو .

په دې قصه کې د عيبرت څو ټکي :

۱- د اسلامې مراکزو او جوماتو زيات تأثير د الله تعالی د دين د رابللو په لاره کې .

۲- په دې پوهيدل چې انسان بغير له اسلام څخه په بل څه کې سعادت نشي موندلای .

۳- د الله تعالی د فضل او کرم بيان او پر خپلو بندګانو د رحمت او بښنې پراخي .

منبع : سايت مهتدين

پښتو ته : ان لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. HAYAT HIJRAN SHERZAD

    SUBHAN ALLAH AW ALLAH J DI NORO TA HAM SAMA LAR WAKHAYI AW MOG TOLO TA DI ALLAH DA DI TAWFIQ RAKRI CHI NORO TA DAWAT WARKRO
    PA MINA