عمره
د عمرې معنی ده د آباد کور اراده کول ،زيارت کول ،او د شرعی په اصطلاح کې له عمرې نه مراد کوچنی حج دی چې هر وخت کې کيدای شي ،هيڅ کوم ټاکلی وخت نه لري ،عمره د حج سره هم کيدای شي او له حج نه جلا هم ،عمره په ژوند کې يوځل سنت مؤکد ده .
عمره صرف د احرام تړل ،د کعبی شريفې طواف کول ،د صفا او مروه تر منځ سعی او حلق يا تقصير کول او بس .
عمره کول په رمضان المبارک کې مستحب ده د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی :
د رمضان په مياشت کې عمره کول داسې دی لکه زما په ملګرتيا حج کول (ابؤداود).
دعمرې په فضيلت کې ډیر احاديث ذکر شوي دي چه يوحديث شريف په لاندې ډول دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی : څوک چې له کوره دحج اوعمرې په نيت روان شي او په لاره کې وفات شي نودغه سړی به بې حسابه جنت ته داخل شي ،الله تعالی دبيت الله په طواف کونکو وياړي (البيهقي ،دارقطني ).

Print Friendly, PDF & Email