ای خورې !

 ای خوری ! د اسلام دوښمنان زيار باسي چه ستا له سره د حيا پړونی لرې کړي او پرځای يې د خپلی شرميدلی ديموکراسۍ تاج کيږدي چه ستا هرڅه په کې ليلام او بې ارزښته شي

ای خوری !  نن که د چا لورخوراو ترور ئی خو سبا به ان شآء الله د يوچا مور وي خو دا يوڅو ضروري اولازمي خبرې مې په هوش اوجوش واوره ،ځير شه د عقل اوحکمت په ترازو يې وتله د فکراو سوچ په رڼا کې ترې پند اوعبرت واخله او د يقين په رښنايې کې د ګمان تورې پردې ترې لري کړه .
ای خورې ! ته پوهيږي او ځان پيږنې چه ته څوک ئی د څه لپاره پيدا شوی اوڅنګه ژوند بايد وکړی د خدای (جل جلاله) اوځان پيږندنې په چاپيرچل کې سترګې وغړوه د يقين په آینه کې خپل سيرت اوصورت ته ځير او پام وکوه ښه او بد روا او ناروا ظلم او تجاوز ،عدل او انصاف ،دوست او دوښمن ،نيک او بد ښه وپيږنه په رڼو او له عبرته ډکو سترګو وګوره چه ستا د حيا او ناموس دوستان ډير دی که دوښمنان ستا خواخوږي ډير دی که بدخواهان .
ای خورې ! کفري نړی زيار باسي چه ستا له سره د حيا پړونی لرې کړي او پرځای يې د خپلی شرميدلی ديموکراسۍ تاج کيږدي چه ستا هرڅه په کې ليلام او بې ارزښته شي ستا بدن لوڅ او بربنډ کړي ستا ستر مات کړي او ستا آواز د خلکو ترغوږونو ورسوي .
ای خورې ! پام کوه ستا د سر ټکری ستا لپاره سکندري ديوال دی با خبره اوهوښياره اوسه که دا ديوال د خدای (جل جلاله) مه کړه ونړاوه نو ستا ټول ژوند او ځواک به ولوټول شي دا ديوال خو ستا دحرم اوحيا ساتونکی ستا د غفت نګهبان اوستا د ناموس محافظ دی .
دا ستا لپاره هم په ظاهري اوهم په باطني ډول د ډيرقيمت او ارزښت لرونکی دی دې ته په سپک او ټيت نظر ونه ګورې ځکه چه دا ستا د همت تاج دعيزت نښه او داسلامې کلتور نه ماتيدونکی برج دی .
ای خورې ! پام کوه د يوې با ارزښته مرغلرې حيثيت لرې که الله (جل جلاله) مه کړه ستا حياء او ناموس په قصدي او لاشعوري ډول له لاسه ووځې بيا به ستا قيمت او ارزښت د دښتی او بيابان له ګاڼو څخه هم کم او ټيټ وي بيا به ټول عمرد يوصافي حيثيت لرې چه څوک به لوښی درباندې صفا کوي .
ای خورې ! دا حجاب او په هغه پورې اړوند آداب ستا د حرم ساتونکي د حيا او ناموس محافظ او ستا د عزت اوسرلوړی ضامن دي .
داهغه لوی اونه ماتيدونکی حصاردی چه ستا د ژوند هر څه پکې خوندې اوساتلي دي ،تاله هر مضر انسان ساتي ستا د نن اوسبا ډير رازونه اوعذرونه يې پټ اومحفوظ ساتلی ته يې د غيرت اوشرافت په معنادارو لفظونو کې پوښلې يې . دوښمنان غواړي ستا د حرم کلۍ له همدې لاری لاس ته راوړي . دعزت دوښمنان اول ستا له سره د حيا پړونی لری کوي او بيا ستا ښکلا او حيا ليلاموي دا وحشيان ستا سبا ته نه ګوري د دوی ستا د نن سره کار دی فقط د يوې ګړۍ لذت اوخوشحالی لپاره ستا ټول ژوند بربادوي اوستا د يوی خولې خندا لپاره تا ته ټول عمر ويراو ژړا او فرياد درکوي .
ای خورې ! دا هغه شرميدلي مکاران دي چه د مينی د شربت په نامه تاته د ابدي نيستی او ذلت زهر درکوي د دوی په کتاب کې د رحم اوکرم ټکی نشته دوی د عزتونو لوټماران دي ستا مظلوميت اومحروميت ته نه ګوري فقط د يوی لحظې لذت مزې اوخوشحالی لپاره ستا له ژوند اوبقاء سره لوبې کوي دا شرمخان ستا لپاره بار اچوي چه بيا يې ته تنها وګرځوی د تندي تور او نه پاکيدونکی داغ درته پاتی شي د پيغورونو د کتاب لړی شروع شي ته هر چيرته خواره ذليله او د حسرت او نا اميدی تر اوښکو لاندې د پټو فريادو په اور وسوځي .
ای خورې ! دا خلق د یوه انسان د حیاء قاتلان نه دی بلکه دا ديوه پاخه امت او سرلوړی ملت لوڼې بې عفته کوي د شهوت او فحشآ اډې جوړوي بې غيرتي رواجوي او د انسان کرامت او بشرې نزاکت له بيخه وباسي دا ځنګلي ژوند کوي او د هر چا لپاره د ځنګل قانون خوښوي دوی د هر معنادار لفظ څخه يو بې معنا لفظ جوړوي لکه څنګه چه د انسانانو د حيا او آبرو غله دي همداسې با ايمانه اوغيرتي قومونه د نيستی او بربادی ابدي کندې ته غورځوي .
 
آن لاين اسلامي لارښود 
 
 
 
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 16 times, 1 visits today)