د نوروز لمانځلو په اړه لنډ بيان

د اسلام د مقدس دين په راتګ سره د جاهليت د دور ټول خرافات او جاهل رسمونه مردود اعلان شول د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه مروج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای دوه اخترونه د فطر اختر او د قربانۍ اختر مينځته راغلل .

‹‹ جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله مدينې ته هجرت وکړ د مدينې په خلکو کې دوه عيدونه مروج وو چې دوی په هغه کې خوشحالۍ او ميلې کولی رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دوې ورځې د څه دي ؟ هغوی عرض وکړ : مونږ به د جاهليت په زمانه کې په دې دوو ورځو کې خوشحالۍ او بازۍ کولې .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالی تاسې ته دوې ورځې د هغه پر ځای تعين کړې چې په هغو دوو کې د دنيا او آخرت خير او برکت شته : د فطر اختر او د قربانۍ اختر ›› ابوداود (1134 ) او نسائي (1556 ) .

يو له هغو اخترونو چې د جاهليت په  زمانه کې ايرانيانو لمانځلو هغه نوروز وو دا عيد د جاهليت د زماني د مشرکينو اور پرستو اختر بلل کيږي  نو ځکه دا هم د کفارو د نورو اخترونو په شان يو اختر دی چې لمانځل يې حرام دي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾[ فرقان 72] « د الله تعالی بندګان هغه کسان دي چې به زور (نا مناسبو او منحرفو ) مجالسو کې نه حاضريږي او کله چې ناګهانه د اهل باطل په پوچو خبرو ور برابر شي  په شريفانه ډول له هغه څخه مخ اړوي او تيريږي . »

ابوالعاليه، طاوس، ضحاك، ربيع بن انس او نورو الزور د [ مشركينو په اخترونو] تفسير کړی دی . او په يو روايت کې له ابن عباس رض الله عنه روايت دی چې هغه فرمايي:[د الزور مقصد د مشرکينو اخترونه دي.][ تفسير ابن كثير ج 3 او كتاب اقتضاء الصراط المستقميم ج 1]

نو واضح خبره ده چې دا عيد يا اختر په هر نيت چې وي په مشرکانو پورې تړلی دی او د جاهلیت میراث دی د مسلمانانو د تعظيم ورځې معلومې دي چې جمعه ، عيد فطر او عيد قربان دی د نوروز عيد د جاهليت د زماني نه را پاتي عيد دی چې د دی لمانځنه د مشرکانو سره تشبه کول دي . په حديث شريف راغلی دي : “من تشبَّه بقومٍ فهو منهم (ابوداؤد) يعنې څوک چې د کوم (کافر ) قوم سره (د هغوی په مذهبي او ديني مراسمو کې ) ځان مشابح کوي له همغوی څخه به وشميرل شي .

همدارنګه قاضي خان په خپله فتاوي کې لیکي : “رجل اشترى يوم النيروز شيئا لم يشتره في غير ذلك اليوم : إن أراد به تعظيم ذلك اليوم كما يعظمه الكفرة يكون كفرا .

(که يو کس څه شی د نوروز په ورځ واخلي او هغه شی د نوروز بغير په نورو ورځو کې نه اخلي او که نيت ددې ورځې تعظيم او احترام وي لکه څنګه چې کفار د هغه تعظيم کوي نو دا عمل د ايمان د زوال سبب ګرځي ).

نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مشرکينو په اختر کې کډون ونه کړي ځکه چې د هغوی په اختر کې کډول کول د هغوی مشابهت دی .

نو ځکه کوم مسلمان چې ځان د الله تعالی او د هغه د رسول الله محب بولي با يد ددې شرعي حکم درناوی وکړي او د الله تعالی د قهر او غصب څخه ځان وساتي .

د یوې ورځې لمانځل په دې معنی دي چې سړی هغې ورځې ته په تعظيم او احترام قايل شي مثلاً رخصتي او د کار ترک کول ، د نويو جامو اغوستل ، ددې ورځې د پاره خاص طعام يا خواراک برابرول د شيعه ګانو نمايشي زيارتونو (د شرک اډو ) ته تلل او داسې نور ……..

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. HAYAT HIJRAN SHERZAD

    SUBHAN ALLAH
    ALLAH J MO SARLWARI AW TAND LARA CHI DA DASI NAWARA BIDATNO NA KHAK KHABRAWI