د خاوند په مرګ باندې به ښځه څومره وخت عدت تيروي

که څوک پداسې حال کې وفات شي چې اولادونه يې ځوانان وي او ښځه يې ژوندې وي ، د متوفا ښځه تر څومره مودې پورې عدت وکړي او د عدت په مدت زمان کې له کور څخه بهر وتلای شي او که نه .

روح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې مړی وشي اسلامې شريعت په هغه باندې د دريو ورځو د ماتم او د غم اظهارولو اجارت کړی دی او د دريو ورځو وروسته ماتم جوړول منع دي مګر کله چې د مسلمانې بې بې خاوند مړ شي هغه به د خاوند په احترام او د هغه د قوي رشتی د اهميت په خاطر څلور مياشتې او لس ورځي عدت کوي يعنې هغه به د عدت په موده کې د غم اظهار کوي ،سينګار وغيره به نه کوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا »[البقره:234]

«د تاسې څخه چې څوک ومري او کوندې يې پاتې شي نو هغوی دې پر خپل ځان څلور مياشتې او لس ورځې عدت تير کړي »

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :لايحل لامراءة تؤمن بالله واليوم الاخر ان تحد علی ميت فوق ثلاث الا علی زوجها (د يوې ښځې د پاره دا روا نه دي کومه چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري چې هغه به يو مړی باندې د دريو ورځو نه زيات غم او رنځ کوي – مګر د خپل خاوند په مرګ باندې (څلور ميشتې او لس ورځې داسې کوي )) .

ددې څلورو مياشتو او لسو ورځو بل حکمت دا دی چې په دې کې که ښځه حمل ولرې هغه په دې څلورو مياشاتو کې معلوميږي او بل دا چې د عدت په موده کې نکاح کول  حرام دي .

د عدت په موده کې به ښځه سينګار او آرايش لکه د خوشبويی وهل ، د زيوراتو استعمال او نویی جامې اغوستل او بې ضرورته د کور څخه وتل ترک کوي .د ضرورت په وخت کې د کور څخه وتل باک نه لري (انوارالقران – ابن کثير ،المنير او تفسير شوکاني ) .

د ماتم اظهار په دې معنی نه دې چې خاصې د ماتم جامې واغوندې ، چيغې او ژړاوې وکړي او د مړې سالګره کول په هغه باندې را غونديدل او ډوډې ورکول ګناه ده (اسلامې فقه ص ۴۴۸ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. de oline islami larshowd tolo karkawnko ta salamona aw neki hele wayam aw de allah tala de dar bar sakhat ta so tolo ta de dunia aw akherat khastgar yam

    zama plar padasi hal ke wafat show che saj kal ee de haj erada larala che haj ba kawam kho de all tala raza shwa aw wafat show os ka za de ha gha zoi deda lapar haj ta larsham aw tool haj aw sawaboona ee hagha ta wabasham aya da haj aw de de haj sawab za ma plar ta rasei aw kan
    ka de islami shriat pa rana ki jawab rakrai no mehrabani ba mo we
    mana
    staso wror rohullah wardak

    اداره موقع
    مهرباني وکړﺉ ځواب مو دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2296