د صفا او مروه تر مينځ سعي

تعريف:

سعی په لغت کې کوښښ کول،منډې وهلو او په اهتمام سره تللو ته وايي او په اصطلاح کې د سعی نه مراد د عمري او حج هغه واجب عمل دی چې په هغی کې حاجيان د صفا او مروه په نومونو دوه غونډيو ترمنځ سعی کوي.

د سعي د مشروعيت حکمت

د سعي د مشروعيت اصل دا دی چې کله ابراهيم عليه السلام د الله تعالی په حکم بی بی هاجره او د هغې تي خوری زوی اسماعيل عليه السلام د مکې په وچه بديا کې پرېښودل،او بی بی هاجرې ابراهيم عليه السلام ته عرض وکړ چې مونږ چا ته پرېږدې؟ ابراهيم عليه السلام هغه ته ځواب ورنه کړ او څو ځله یې دا پوښتنه تکرار کړه، بی بی هاجرې رضی الله عنها ابراهيم عليه السلام ته وويل: مونږ دلته د الله تعالی په حکم پريږدې، ابراهيم عليه السلام وويل: هو، بی بی هاجرې رضی الله عنها وويل: نو چې تاسې ده الله تعالی به مونږ ضايع نه کړي.

کله چې ابراهيم عليه السلام په وچه بديا کې خپل اهل پريښود نو د الله تعالی په دربار کې يې په عاجزۍ سره داسې دعا وکړه:

رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (سوره ابراهيم:۳۷).

ژباړه: (ای زمونږ ربه ! ما خپل اهل عيال په يوه بې کښته او بې اوبو دښته کې ستا د محترم کور تر څنګ ميشت کړل، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د ځینو خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي).

د بی بی هاجرې رضی الله عنها سره څه خرما او لږ اندازه اوبه وي کله چې هغه ختمې شوي نو دا او زوی يې له تندې سره مخ شول، د اوبو په لټه کې د صفا غوندۍ ته وخته خو څه يې پيدا نه کړل او بيا په بيړه په دې وېره کې چې زوی يې ضايع نشي د مروا غوندۍ ته وخته هلته يې هم څه پيدا نه کړل همداسې په بيړه اوه ګشته د صفا او مروا په مينځ کې و ګرځيده اوبه او څه يې ونه موندل، هماغه وو چې د الله تعالی په حکم سره جبرئیل امين راغی او پخپل وزر سره يې ځمکه ووهله اوبه ورڅخه را ووتلې، کله چې بې بې هاجره د خپل زوی طرف ته راغله له ځمکې څخه اوبه راوتلې وې.

سبحان الله وبحمده سبحان العظيم

نو د سعي د مشروعيت حکمت دا دی:

۱- د الله تعالی د ذکر او ياد اقامه او د شعائر الله قيام.

۲- د ابراهيم، د هغه د ميرمنې او زوی اکرام او عزت چې دوی ټولو د الله حکم منلی دی، او بنده ګانو ته دا پيغام رسول چې هر څوک د خپل رب (جل جلاله ) حکم ومني د هغوی به همداسې عزت او اکرام تر سره کيږي.

۳- بنده ګانو ته دا پيغام رسول چې د ستاسې حاجت پوره کوونکی او روزي درکوونکی يوازې رب العالمين دی، لکه څنګه يې چې بی بی هاجرې رضی الله عنها او د هغې زوی ته په وچه بديا کې روزې ورکړه همداسې تاسې ته هم روزې درکوي.

د سعې د ادا کولو طريقه

د سعی ادا کولو مخکې د حجر اسود استلام کول مستحب دی مګر که پاتې شي باک نلري، وروسته به د باب صفا له لارې د صفا په لورې روان شي او په زړه کې به د سعی نيت وکړي.

صفا ته د نږدې کيدو پر مهال به ووايي: [إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ].

ژباړه: په رښتيا سره چې صفا او مروا د الله پاک (د عبادت) له نښو څخه دي.

د صفا غوندۍ ته به دومره پورته شي چې بيت الله و ليدل شي، بيا به مخامخ بيت الله شريف ته ودريږي دری ځله به،«الله اکبر، الله أکبر، الله أکبر» ووايي او دا دعا به ووايي: «لَا إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ ولَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَديرٌ، لَا إلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ، أَنْجَزَ وَعْدَهُ، وَنَصَرَ عَبْدَهُ، وهَزَمَ الأَحْزَابَ وَحْدَهُ» (رواه مسلم – ۱۲۱۸ ).

ژباړه: نشته لائق د عبادت مګر الله دی، هغه يو دی، شريک نلري، ده لره ټولواکي ده، او هغه لره پوره ستاينه ده، او هغه پر هر څه قادر دی، نشته لائق د عبادت مګر الله دی، هغه يو دی، خپله وعده يې پوره کړه، او د خپل بنده مدد يې وکړ، په تنهايی سره يې (د کفارو) ډلو ته ماتې ورکړه.

  پورته دعا به دری ځله تکرار کړي د هغه وروسته به د خپلې خوښې دعا وکړي او بيا به د مروا په لوري روان شي کله چې د صفا او مروا تر مينځ دوو شنو چراغونو ته ورسيد نو د دغو چراغونو تر مينځ به نارينه څټګ او تيز ځي،او بيا به مروا ته کوز شي، قبلې ته به مخ کړي همدا پورته دعا به ووايي( د صفا په شان دعا او اذکار به ولولي).

له صفا څخه تر مروه پورې یو ګشت پوره کيږي په هم دې شان به اوه ګشته پوره کړي. 

د سعی واجبات

۱- د صفا څخه سعی شروع کول او په مروه يې پای ته رسول.

۲- سعی په پیاده تلو سره.

۳- د صفا او مروا ترمنځ څلور ځله يا تر هغه زياتې دورې کول واجب او اووه ځله پوره کول (سنت ) دي.

۴- سعی د طواف نه پس ادا کول.

۵- سعی په اوداسه سره ادا کول.

د واجبو په ترک سره يو قرباني (پسه ذبحه) کول لازميږي.

مکروهات

۱- د اوه ځله نه کم مکروه دي.

 ۲- د ميلين احضرين په منځ کې تيز نه تلل.

 ۳ – په صفا او مروا باندې نه ختل.

  ۵- د طواف وروسته بغير له عذر څخه د سعی ځنډول.

۶- د سعی د ګشتونو په مينځ کې ډيره فاصله کول.

 ۷- په سعی کې خرڅول او اخيستل او بې ضرورته خبرې کول چې د زړه حضور مشغول کړي.

ضروري مسائل

۱- کچېرې د سعي پر مهال جماعت ودريږي نو سعی به پريږدي د جماعت لپاره به په صف کې ودريږي د لمانځه د ادا وروسته به پاتې شوطونه (ګردشونه) پوره کړي.

۲- کچېرې چا د مروا له لورې سعی پيل کړه نو دا شوط يې لغوه دی، نه حسابيږي، د صفا له لورې به سعی پيل کړي.

۳- د سعی کولو پر مهال ذکر او دعا کول مستحب دي، خرڅول او اخيستل، د بل سره درېدل او خبرې کول نه ښايي. کچرې لږ وي ضرر نه لري او که نه داسې کول مکروه دي او که ډير وي، سعی به له سره ادا کړي.

لا يَنْبَغِي لَهُ أَنْ يَبِيعَ أَوْ يَشْتَرِيَ أَوْ يَقِفَ مَعَ أَحَدٍ وَيُحَدِّثَهُ، فَإِنْ فَعَلَ وَكَانَ خَفِيفًا لَمْ يَضُرَّ وَإِنْ كَانَ مَكْرُوهًا، فَإِنْ كَثُرَ ابْتَدَأَ السَّعْيَ مِنْ جَدِيدٍ.

(الموسوعة الفقهية ج ۲۵ ص ۲۲).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email