په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي ؟

په جنت کې به سړی له خپلو والدينو ،اولاد او ښځې سره يو ځای وي او که جلا جلا ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جنت د مسلمان د عزت او اکرام ځای دی هلته الله تعالی د مسلمانانو د پاره داسې تياری نيولی دی چې د انسان حواسو نه ليدلي او نه يې حس کړي او نه هم د بشر په خيال کې هغه را ګرځيدلی .هر څوک چې جنت ته داخل شو پس هغه هميشه نيکبخته او کامياب شو .

قوله تعالی : “وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُون” (فصلت/31)
(او ستاسې لپاره هلته هغه څه شته چې ستاسې نفسونو يې غواړي او تاسې لپاره هغه څه شته چې تاسې يې درخواست وکوئ  ).

د جنت بل سعادت دا دی چې هلته به والدين له خپل اولاد او ښځې سره په خپل فضل يو ځای کړي

قوله تعالی :

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ (الطور ۲۱ ) .

(او هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او د هغوی هغه اولادونه چې د ايمان په کومه درجه کې د هغوی په نقش قدم روان شوي دي د هغوی اولادونه به هم په جنت کې د هغو سره يو ځای کړو او د هغوی عملونه به هغوی ته څه خساره ونه رسوي) .

ريس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه ددې آیت شريف په تفسير کې وايي :

ان الله ليرفع ذرية المؤمن فی درجته وان کانوا دونه فی العمل لتقر بهم عينه – رواه ابن ابی حاتم فی التفسير وابن ابی دنيا فی (العيال ) رقم (۳۵۷ ) د نور معلوماتو د پاره تفسير ابن جرير الطبري (۲۲/۴۶۷ ) وګورﺉ .

يعنې الله تعالی د مؤمن اولاد پورته کوي درجې د هغه ته که څه هم په عمل کې د هغه درجې وړ نه وي ددې د پاره چې ور باندې يخې کړي سترګې د ده .

الله سبحانه وتعالی بل ځای فرمايي :

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ 23 الرعد

داسې د عدن جنتونه دي چې هغوی پخپله هم پکې ننوځی د هغوی له پلرونو ،ميرمنو او اولادونو کوم چې صالحان دي دوی به هم د هغوی سره ننوځي او فريښتې به د هرې دروارې يا لورې د دوی د استقبال او ښه راغلاست د پاره راشي .

سبحان الله وبحمده سبحان العظیم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ka so padasi hal ke wafat she che zaman ee zwanan we aw de wladono cheshtan we and zawja ee ham hayat we no dedat yani de motawfa jawja ba somra moda edat ke we aw ka cher pa edta ke we no pa de motad zaman ki la kora bahar wataly she aw kana.

    ka the islami sharyat pa rana ke jawab rakrai dera mehrabani ba mo we.