که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ کوي ؟

د دعوت اسلامې لارښود کارکونکو ته سلامونه !

زما پوښتنه دا ده چې زما کورواله به د خسر په کور کې مسافرانه لمونځ کوي او که پوره ؟ مهرباني به مو وي که دا پوښتنه د اسلام په رڼا کې ځواب کړی .

سادات له دُبۍ څخه

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

که ښځه د پنځلسو ورځو نه کم د اقامت نيت وکړي د خپل خسر کره لاړه شي يا د خپل پلار کره مسافرانه لمونځ به کوي .

په کوم کور چې اوسيږي همغه اقامت ځای دی په دغه موجود اقامت ځای باندې پخوانۍ اقامت ځای باطل شو . يعنې يو کس له څپل ښار څخه لاړ او بل ځای ته يې کډه وکړه خپل بال بچ يې هلته نقل کړل او ژوند يې پيل کړ نو که کله خپل پخواني ښار ته راشي هلته يې جايداد وي پلار يا ورور څوک يې موجود وي نو دی به هلته قصر کوي يعنې د مسافرۍ لمونځ به کوي .

که يو کس بل ښار ته د خپل بال او بچ سره لاړ شي هلته ژوند پيل کړي او که کله د خپل پلار کره راځي او د اقامت نيت يې له پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوي (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۰۷ ) .

وطن الاقامة يبطل بوطن الاقامة وبانشاء السفر و بالوطن اصلي (عالمګيري ج ۱ ص ۱۴۰ ) .

الشبکة اسلامية ليکي :

که ښځه د خپل پلار کره د ملاقات د پاره لاړه شي ۴۸ ميل یا ۷۷ کلو متره مسافه موجوده وي نو مسافرانه لمونځ به کوي . ځکه کله به چې صحابه کرام د دارالهجرت څخه مکي ته د خپلو قريبانو کره تلل نو دوی به هلته قصر کولو .

فيجوز لك قصر الصلاة عند زيارة والديك ما دمت قد استوطنت مدينة أخرى تبعد عن مدينتهما مسافة قصر،  وقد كان أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم إذا قدموا مكة بعد الهجرة يقصرون الصلاة، وكان لهم فيها قرابات، ولم يكن ذلك مانعا لهم من القصر والترخص برخص السفر .

قد قصر أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم معه عام الفتح وفي حجته وفي حجة أبي بكر ولعدد منهم بمكة دار، أو أكثر وقرابات منهم أبو بكر له بمكة دار وقرابة، وعمر له بمكة دور كثيرة، وعثمان له بمكة دار وقرابة فلم أعلم منهم أحدا أمره رسول الله صلى الله عليه وسلم بالإتمام ولا أتم ولا أتموا بعد رسول الله صلى الله عليه وسلم في قدومهم مكة، بل حفظ عمن حفظ عنه منهم القصر بها

(الشبکة الاسلامية فتاوی رقم ۱۴۷۲۹۱ )

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلام د د دی اسلامی سایت تولو كاركونكوته
    بعد له سلام نه زه یو پوشتنه لرم که مهربانی وکری راته جواب یی کری
    یو شزه له کور نه تختی او یو دو اولاده هم لری زی د پلار کره کینی امکان ددی هم شته چی هغه بل زایه هم لاره شی نو د دی شزی سره باید سه چلند وشی په دی باره کی که معلومات راکری مهربانی به مو وی

    اداره :
    مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2300

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي