څلورمه برخه د ساکن نون اوتنوين احکام (ادغام ، اقلاب،اظهار او اخفاء)

 

دساکن نون او تنوين احکام
ساکن ن” هغه دي چې حرکت (زور،زير او پيښ) ونه لري يعنی غړوندي واله نْ” دی او تنوين دوه زورونه ،دوه زيرونه او دوه پيښونو ته وايي .
په ساکن نون او تنوين کې څلور احکام دی ادغام ،اقلاب ،اخفاء او اظهار.
۱- ادغام :
ادغام لغوي معنی د يو څيزپه بل څيز کې داخلولو ته ويل کيږي .
او دعلم تجويد په اصطلاح کې که کله د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د “يرملون ” (ی،ر،م،ل،و،ن ) د تورو څخه کوم يو راشي نو هلته ادغام کيږي او دا ډول ادغام دوه ډوله دی غنه لرونکی او بې غنی
الف : غنه لرونکی ادغام
که د ساکن نون او تنوين څخه وروسته د يمنو (ی،م،ن،و ) له تورو څخه کوم توری راشي غنه لرونکی ادغام پکې کيږي .
ب : بې غنی ادغام :
که د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د لر (ل،ر) کوم توری راشي بې غنی ادغام پکې کيږي .
دغُنه لرونکي ادغام مثالونه :
{ «ي» : مَنْ يَهْدي _ ايَةً يُعْرِضُوا
{ «م» : مِنْ مالٍ _ قَرارٍمَکينِ
{«و» : مَنْ وُجِدَ _ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ
{«ن» : عَنْ نَفْسٍ _ شَيءٍ نُکُرٍ.
بې غُني ادغام مثالونه :
{ «ل» : اِنْ لَبِثْتُمْ _ مَتاعاًلَکُمْ
{ «ر» : مِنْ رَبِّکُمْ _ مَثَلاً رَجُلاً.
غُنه : غُنه هغه آواز دی چې له خيشوم (دپزې له ورسی برخې ) څخه راوځي اوديوه الف يا دوو حرکتونو په اندازه کش کول کيږي .
دالف اندازه دومره وي لکه خلاصه کوته چې بنده شي يا تړل شوي ګوته خلاصه کړشي .
غُنه په دوه ډوله ده زماني اوذاتي :
دهميش لپاره په مشدد ميم اون (شد لرونکی “مّ” او “نّ”)باندې غُنه کيږي هرځای چې وي اود ادغام پاتي توری لکه و،ی کله چې د ساکن نون او تنوين څخه وروسته راشي .
په عمومي ډول ادغام :
دصرفيانو په اصطلاح کې که دوه همجنس توري په يوه کلمه کې په پرله پسې ډول راشي په داسې حال کې چې لومړی يې ساکن او دوهم متحرک وي نو ادغام منځ ته راځې لومړی توری په دوهم کې مدغم کيږي او داډول ادغام په دری ډوله دی :
۱- د جنسينوادغام :
که دوه توري له يوجنس (يومخرج ) مخالف  صفت څخه په يوه کلمه کې پرله پسی راشي د جنسينوادغام منځ ته راځي لکه :قَدٌتَّبَيَّنَ – اِرٌکَبٌ مَّعَنَا – يَلٌهَثٌ ذّلِکَ  – وَدَّت طَّـآئِفَةٌ
۲- دمثلينو ادغام :
که دوه يوشان توري په يوه کلمه کې په پرله پسی ډول راشي دمثلينو ادغام ورته وايي : لکه : فقلنااضرب بعصاک الحجر- فماربحت تجارتهم .
فَمَا رَبِحَت تِّـجَارَتُهُمْ –  وَقَـد دَّخَلُواْ –  وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِباً
۳- دمتقاربينو ادغام :
که دوه داسې توري په يوه کلمه پرله پسې راشي چې مخرجونه يې سره نژدي صفتونه سره مخالف وي دمتقاربينوادغام ورته ویل کيږی .
وَقُـل رَّبِّ زِدْنِي عِلْم – بَـل رَّفَعَهُ اللّهُ
قاعده : دهغه ادغام چې لومړی توری يې ساکن او دوهم متحرک وي حکم واجب دی .لکه فاضرب بعصاک الحجر
قاعده : که د متماثلينو په ادغام کې لومړی او دوهم توری دواړه متحرک وي  نو هلته ادغام کول جايز دي  لکه لاتأمنا چې په اصل کې لاتأمننا ؤ دامام عاصم رح په نزد جايز ادغام په ټول قرآن همدا يو ځای د لاتأمنا په کلمه کې دی .
اوکه هغه ادغام چې لومړی توری يې متحرک او دوهم ساکن وي هلته ادغام کول منع دي لکه يضضن  داځکه چې لومړی توری قوی متحرک دی  او دوهم توری چې ساکن دی ضغيف دی چې د ادغام تحمل نلري .
د ادغام په وجه د ادغام دوهم توری ځني په مکمل ډول له منځه ځي او د ځنو آواز پاتې کيږي  چه دوه قسمه دی
ادغام کامل :
هغه ادغام دی چې کله دوه توری چې لومړی ساکن او دوهم متحرک ادغام شي تر ادغام وروسته د لومړی تورې هيڅ اثر پاتی نه شي لکه أُجِيبـَت دَّعْوَتُكُمَا -مِّن رَّبِّهِمْ
دا ډول ادغام په قرآنکريم کې په مشدد ډول ښودل شوی وي .
ادغام ناقص :
 د دؤ تورو داسې ادغام چې لومړی سالن او دوهم مترک وي تر ادغام وروسته د لومړی توری صوت يا آواز پاتې شي لکه مِن وَاقٍ –   مَن يَـقُولُ  (احکام تجويد )
اقلاب :
اقلاب لغتاً يو څيز په بل څيز بدلولو ته وايي او دعلم تجويد په اصطلاح کې که تر ساکن نون او تنوين وروسته د ب  توری په کومه کلمه کې راشي نو تنوين يا ساکن نون په ميم بدليږي او غنه پکې ضروري وي .
مثال: مِنْ بَعْدِ _ مِمْ بَعْدِ –  سَمِيعٌ بَصِيرٌ 
دعملي مثال اوريدلو لپاره دلته کليک وکړﺉ بيا د غنې او اقلاب په لاوسپيکرو کليک وکړﺉ .
اظهار :
اظهار په لغت کې څرګندولو ته وايي ،اود علم تجويد په اصطلاح کې د دوه تورو جلاکول دي ،داسې چې د ساکن نون اوتنوين څخه وروسته د حلقی حروفو (ء،ه ،خ،ح،ع،غ) څخه يوراشي ،ساکن نون يا تنوين اظهاريږي او له وروستي توري څخه جلا تلفظ کيږي نون په طبعی شکل له خپل مخرج څخه ادا کيږي،ځکه چې نون د خولې له ابتدا څخه راوځي ،او حلقي حروف په حلق کې ادا کيږي چې فاصله يې يوتر بله ډيره ده .
مثالونه :
ء _ ا :           يَنْأَوْنَ                مِنْ اَمْرِهِمْ             کُلٌّ امَنَ
ه :                مِنْهُمْ                  اِنْ هُوَ              فَرِيقاً هَري
ع :              اَنْعَمْتَ                مَنْ عَمِلَ            سَمِيعٌ عَلِيمٌ
ح :              تَنْحِتُونَ               فَمَنْ حَجَّ           حَکِيمٌ حَميدٌ
غ :            فَسَيُنْغِضُونَ              مِنْ غِلٍّ               قَوْلاً غَيْرَ 
خ :             اَلْمُنْخَنِقَةُ               مِنْ خَيْرٍ             حَکِيمٌ خَبِيرٌ 
اخفاء :
اخفاء په لغت کې پټولو ته وايي او دعلم تجويد په اصطلاح کې د اظهار،ادغام او اقلاب له حروفو څخه پرته د هجاد نورو پنځلسو (ت،ث،ج،د،ذ،ز،س،ش،ص،ض،ط،ظ،ف،ق،ک) تورو څخه يو توری د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته راشي نو دغُنې سره اخفاء پکې کيږي .
يعنی د ساکن نون يا تنوين د اداکولو مخرج د اخفا د حرف مخرج ته وړل کيږي او هلته ادا کيږي .
يا په بل عبارت کله چې د اخفاء توري له ساکن نون او تنوين څخه وروسته راشي نو ساکن نون يا تنوين په متوسط ډول د اظهار او ادغام تر منځ ادا کيږي .
مثالونه :
            يوه کلمه          دوې کلمې              تنوين
ت:         اَنْتُمْ              وَاِنْ تُبْتُمْ            يَوماً تُرْجَعُونَ 
ث:        مِنْ ثَمَرَةٍ          مِنْ ثَمَرَةٍ              خَيرٌ ثَواباً
ج:          اَنْجَيْنَا          اِنْ جَائَکُم            لِکُلٍّ جَعَلْنا 
د:         عُنْدَهُمْ           مِنْ دارِهِم            قِنوانٌ دانِيَةٌ 
ذ:         اَنْذِرْهُمْ            مِنْ ذُرِّيَّةِ           يَتِيمَاً ذامَقرَبَةٍ 
ز:          اَنْزَلَ             مَنْ زَکيَّها            نَفساً زَکِيَّةً 
س:        اِنْسانٌ            اَنْ سَيَکُونُ           لَيالٍ سَوِيّاً 
ش:        اَنْشَأْنا             مِنْ شَرِّ             غَفُورٌ شَکُورٌ  
ص:      يَنْصُرُکُمْ          اَنْ صَدُّوکُم         رِيحاً صَرصَراً 
ض:       مَنْضُودٍ          مِنْ ضَعفِ           قَوماً ضالِّينَ 
ط:         قِنْطارٍ            مِنْ طِينٍ             صَعِيداً طَيِّباً 
ظ:          اُنْظُرْ            مَنْ ظَلَمَ              ظِلّاً ظَليلاً 
ف:        اَنْفُسَهُمْ          مِنْ فَضلٍ            خالِداً فِيهَا    
 ق:        يَنْقَلِبُ           مِنْ قَبلِ            سَمِيعٌ قَرِيبٌ 
ک:       عَنْکُمْ           مَنْ کانَ               قَولاً کَرِيماً
پای
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 161 times, 1 visits today)

3 تبصرې

  1. قبل ازهمه اسلام علیکم ورحمت ا لله!
    دربخش تجوید شما تنها راجع به ادغام معلومات اریه نموده ید ولی راجع به اظهار،اخفا ،و اقلاب معلومات اریه نکرده اید امید است راجع به اظهار،اخفا ،و اقلاب معلومات اریه نماید.
    بسیار زیاد تشکر.
    دیره متته
    ستاسی دکامیابی په هیله
    عتیق الله یاسر

  2. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    تشکر از شما
    آن وقت که سايت از یک شبکه به شبکه دیګر نقل میشد
    این سند نصف کاپی شده
    حال اضافه شد
    باتشکر

  3. اسلام علیکم ورحمة اللہ وبرکاتہ این ویب سایت را قایم دایم داشتہ باشد امین یا رب العالین