د قرآن په اول ځل لوستو مې په بدن کې عجيب انقلابونه را مينځته شول

د مسحيت د الهياتو پخواني استاذ ، آتورميلاستنوس

هغه په کال ۱۹۸۳ کې  د اسيا د ټولو کليساؤ د مسحيت تلبغیانو دریم مقام تر لاسه کړ چې بلاخره له لاندې قصي سره مخ شو :

هغه يو ځل له ځانه سره وويل : څه باک لري تر څو د مسلمانانو د ځوابونو د پاره قرآن مطالعه کړم ؟ نو ځکه هغه يه نږدې مسلمان ته ورغی او له هغه څخه د امانت په توګه قرانکريم وغوښتو مسلمان د هغه خواصت په دې شرط قبول کړ چې د قرآن ويلو مخکې به اودس کوې .

آرتور تصميم ونيو تر څو په پټه قرآن مطالعه کړي هغه خپله داسې وايي : کله مې چې د لومړې ځل د پاره قرآن ولوستلو د نن په بدن کې مې لويې ناري او مناقشې پيل شوې او ما ته يې ددې دين د قبول نارې ووهلې هغه دين چې انسان بې له کومې واسطې د خپل پروردګار سره وصلوي د کشيش واسطه جوړولو او د بخښنی خريد او فروش ته ضرورت نه لري .

يوه ورځ مې اودس وکړاو قرآن مې په لاس کې واخيست او دغه آيت مې ولوست :‹‹ أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا›› اوبيا دغه آيت ولوستو ‹‹ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا›› د بدن په د ننه کې مې عجيب انقلابونه په ولولو راغلل او د لړزې احساس مې وکړ

زما سرگردانه او فرِشان روح د عجِيبي آرامي په غيږ کې ونيول شو او داسې احساس مې وکړ چې نوې دنيا ته راغلی يم .

په هغه شپه آرتور ونشوای کړای تر سبا پورې صبر وکړي بې له ځنډه په شپه کې د خپل مسلمان ملګري کره ورغی او له هغه څخه یې وپوښتل چې څه څنګه اسلام راوړم ؟ هغه ته ده شهادتين تکرار کړل .

د مسيحيت د تبليغ پخوانی استاذ چې اوس يې نوم (محمد فواد الهاشمی ) دی په کتاب د (اديان د تلې په پله کې ) داسې ليکي : زما د اسلام څخه د مطالعې او پلټنې قصد دا ؤ تر څو له هغه څخه نيمګړتياوې او مشکلات را وباسم کوم چې زما استاذانو له ما څخه غوښتي وو (او هغه د مسلمانانو پر وړاندې وکاروم ) مګر دغه مطالعاتو او پلټنو مې پر جسم او روح داسې اثر وکړچې بلاخره مې ددې دين حقانين درک کړ او په هغه مې ايمان راوړ .

د فکر ،مطالعې او پلټنو په وسيله مې (ستر الهي بر حق دين ) ته لاره پيدا کړه .

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email