حاجي به د باب السلام (باب بنی شيبه ) له لارې مسجد الحرام ته داخل شي ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له همدې دروازې مسجدالحرام ته داخليدو او که له بلې لارې داخل شي باک نلري، د داخلېدو په وخت کې به لومړی ښی پښه مخکې کړي او دا دعا به ولولئ::«اللَّهُمَّ! افْتَحْ لِي أبْوابَ رَحْمَتِكَ » (رواه مسلم).

ژباړه: ای پروردګاره ! ما ته ستا د رحمت دروازې پرانيزه.

او د وتلو پر مهال به دا دعا کوي:« اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ»

ژباړه: ای پروردګاره ! ما ته ستا د فضل دروازې پرانيزه.

کله چې مسجدالحرام ته داخل شئ او په بيت الله شريف مو سترګې ولګيږي دری ځله به ووايئ:«الله اکبر لا الا الله »، په اخلاص او عاجزۍ سره به دعا وکړئ ځکه چې د کعبې شريفې د ليدلو پر مهال دعا قبليږي.

د طواف کولو فضيلت

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَنْ طَافَ بِهَذَا الْبَیْتِ أُسْبُوعًا فَأَحْصَاهُ کَانَ کَعِتْقِ رَقَبَةٍ، لا یَضَعُ قَدَمًا وَلا یَرْفَعُ أُخْرَی ‏إِلا حَطَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطِیئَةً وَکَتَبَ لَهُ بِهَا حَسَنَةً» ( الترمذی -۹۵۹‏ ).

ژباړه: څوک چې له کعبې څخه اوه دورې طواف وکړي، دا طواف دومره اجر لري لکه يو غلام ( يې چې د الله په لاره کې ) آزاد کړی وي، د قدم له اخيستلو او پورته کولو وړاندې به الله تعالی دی له ګناهونو څخه پاک کړي او د ده د پاره به نيکي و ليکي.

مسجد الحرام او کعبه شريفه د ځمکې پر مخ باندې تر ټولو پاک او سپيڅلی ځای او د يو الله تعالی د عبادت کولو شعار او نښه ده.

لومړی تأسيس يې د آدم عليه السلام څخه پخوا ملائکو کړی دی او د نوح عليه السلام د طوفان وروسته ابراهيم او اسماعيل عليهما السلام د الهي وحی په لارښودنه بنا کړې ده.

په کوم مطاف باندې چې نن ورځ طواف کيږي پر دغه ځمکه باندې پيغمبرانو عليهم السلام، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابه کرامو رضی الله عنهم او د خيرالقرون زمانې ټولو صالحانو طواف کړی دی، د هغه پوره تعظيم په کار دی او په پوره توجه او خشوع سره طواف ادا کول پکار دي.

د طواف کولو مسنونه طريقه

د طواف نه مخکې دې عمره کوونکی د احرام څادر له ښي تخرګ نه وباسي او په ګينه اوږه به يې واچوي دې ته په شريعت کې اضطباع وايې ددې نه پس به بيت الله شريف ته مخامخ داسې چې حجر الاسود مو ښي اړخ ته پاتې شي په زړه کې به د طواف نيت وکړي:

«اَللّهُمَّ اِنِّیْ ُاريْدُ طَوَافَ بَيْتِکَ الْمُحَرَّمِ فَيَسِّرْهُ لِیْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّیْ»

ژباړه:ای الله ! زه ستا د محترم کور طواف کول غواړم نو زما لپاره يې ادا کول آسانه کړې او زما د طرف نه يې قبول کړې.

 ددی نه وروسته به حجر الاسود ته مخامخ شي استلام به وکړي استلام، په لغت کې لاس وروړل اوښکلول ته وايې او په اصطلاح کې له استلام نه مقصد د حجر اسود ښکلول او رکن يماني ته لاس وروړل دي.

 داسې چې په حجرالأسود به دواړه لاسونه کيږدي او هغه به کراره مچ کړي که امکان نه وو هغه به په لاس مسح کړي او که دا هم امکان نه وو د حجرالأسود طرف ته به مخامخ شي دواړه لاسونو به ترغوږونو پورته کړي يا د همسا يا يوازې ښي لاس سره به اشاره وکړي «بسم الله، الله اکبر» به ووايي، بيا به د ښي لور څخه چې کعبه شريفه يې کيڼ لور ته وي د حطيم څخه بهر به طواف پيل کړي.

په دریو لومړيو ګردشونو کې به رمل يعنې د پهلوانی تګ کوي، اوږې به ښوروي او په نورو څلورو ګردشونو کې به په عادي حال ګرځي.

کله چې رکن يماني ته ورسيږي هغه به په لاس سره مسحه کړي او د رکن يماني او حجر اسود تر مينځ به دا دعا وايي:« رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ » (صحيح ابن حبان).

 ژباړه  ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښی هم نيکي راکړې او په آخرت کښی هم او مونږ د اور له عذابه وساتې.

د طواف د هر دور شروع له حجرالاسود نه کيږي چې کله بيرته حجرالاسود ته راورسيږي نو يو شوط دور يا ګردش به پوره شي.

طواف به د بيت الله شريف او حطيم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لري) په څاپیر له ښی خوا نه اوه ګردشه پوره کړي په داسې ډول چه که مو وس رسيدلو نو د هر ګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او که زياته ګڼه ګونه وه وسه مو نه وه او د حجراسود په ښکلولو سره خلکو ته د تکليف رسيدلو ويره وه نو مخامخ به ورته و دريږي او د هغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي،«بسم الله، الله اکبر» به وايي.

طواف به د زړه په حضور، پوره توجه او عاجزۍ سره ادا کوي، د طواف پر مهال، تلاوت، ذکر او دعا کول مستحب دي.

د طواف شرطونه

۱- د طواف لپاره نيت کول.

۲- د قادر او توانا لپاره پياده طواف کول.

۳- طواف د کعبې شريفې څاپيره د مطاف په ساحه کې کول.

۴- هر قسم طواف پخپل وخت کې ادا کول.

۵- دری او زيات څلور ګردشه طواف کول فرض دي او اووه ګردشه پوره کول واجب دي.

په طواف کې واجبات

۱- طهارت ( د جنابت او بې اودسی او نجاست) څخه پاکوالی.

۲- سترعورت پټول.

۳- د ښی طرف نه د طواف شروع کول او کعبه کين لوری ته ساتل.

 ۴- که څه عذر نه وي نو پياده طواف کول.

 ۵- په ولاړه طواف کول.

 ۶- د حطيم د بهر نه طواف کول.

 ۷- اوه دورې طواف کول.

که له واجباتو څه پاتي شي دویم ځل به يې ادا کوي که دویم ځل يې ونه کړي نو يو قرباني ورباندې لازميږي.

د طواف سنت

۱- استلام کول.

 ۲- د نارينه لپاره اضطباع (ښي لاس ) لوڅول.

۳- په لومړي دريو شوطونو کې رمل کول.او په پاتې څلورو شوطونو کې رمل نه کول.

۴- د سعی او طواف تر مينځ استلام کول دا د هغه چا لپاره دی چې تر طواف وروسته سعی کوي لکه د عمرې طواف.

 ۵- حجر الاسود ته مخامخ دريدل او د لاسونو پورته کولو په وخت کې تکبير ويل.

 ۶- د حجرالاسود څخه طواف شروع کول چې ځنې علماء يې واجب ګڼې.

 ۸- د طواف ټول شوطونه پرلپسې ادا کول.

کوم څيزونه چې په طواف کې منع او حرام دي

۱- د جنابت او مياشتنې عادت په حالت کې طواف کول منع دي.

۲- بې اودسه طواف کول.

۳- بې عذره په سپرلۍ طواف کول.

۴- بې عذره په ځنګلو يا د شا پر خوا طواف کول.

 ۵- په طواف کې په حطيم کې تېرېدل.

۶- بشپړ يا لږ شوط ناقص پرېښودل.

 ۷- له حجرالاسود پرته له بل ځای څخه طواف شروع کول.

 ۸- په طواف کې بيت الله ته مخ ګرځول خو د طواف په پيل کې حجر الاسود ته مخ کول سنت دي.

  ۹- د طواف له واجباتو څخه يو واجب پرېښودل.

کفاره: که د بې اودسی په حالت کې طواف وشي کفاره يې کډ يا څيرلی دي او که د جنابت په حالت کې طواف وشي نو کفاره يې د غوا يا اوښ قرباني ده ځکه چې دا لوی جرم دی، ددې نه پرته نور که پاتي شي دوباره به يې اداکوي او که ادا نه شي يو قرباني (پسه ذبحه) به ادا کوي.

په طواف کې مکروهات

۱- د طواف په حالت کې که په بدن يا جامه نجاست خفيفه لګيدلی وي نو په دې صورت کې طواف مکروه دی.

 ۲- د تلاوت، ذکر او دعا ويلو پر ځای فضولې او عبثې خبرې.

 ۳- د څه شي خوړل.

 ۴- اخستل او خرڅول کول.

۵- د يو يا دوه دوره ګردش نه پس هسې بې ضرورته کيناستل.

 ۶- د طواف پوره کولو نه پس په مقام ابراهيم باندې د لمانځه ادا کولو نه مخکې بيا بل طواف شروع کول.

 ۷- اضطباع نه کول.

 ۸- د حجراسود استلام پريښودل.

 ۹- د ذکر او دعا ډير په چغو چغو لوستل که نور څوک داسې کار کوي هغه ته بد رد ويل نه دي په کار بلکی خپله ورڅخه پرهيز کول.

د طواف ډولونه :

طواف قدوم : طواف قدوم  يا د سلام کولو طواف دا طواف سنت دی او مسجدالحرام ته د رسيدلو سره سم ادا کيږي .

په مفرد او قِران کې دومره فرق دی چې قارن به مخکې د عمری طواف کوي بيا به طواف قدوم کوي او مفرد به صرف طواف قدوم کوي او په متمتع دا طواف نشته .

۲- طواف زيارت :

دا طواف فرض دی د حج دوهم رکن دی که پاتې شي حج نه صحيح کيږي غوره وخت يې لسم د ذولحجی (د اختر لومړی ورځ) ده خو که په څه وجه پاتی شي نو په یولسم او دولسم د ذوالحجي هم ادا کيدای شي .

۳- طواف وداع يا طواف  صدر :

کله چې حاجې د حج نه فارغه شي د مکې مکرمي څخه د رخصتيدو په وخت کې به دا طواف کوي دا د وداع يا خدای په امانی طواف  دی چې حکم يې واجب دی .

په مقام ابراهيم کې لمونځ

د طواف کولو وروسته به دواړه اوږئ پټې کړي، کچېرې ګڼه ګوڼه نه وي ملتزم ته به لاړ شي، د کعبې د دوازې او حجره اسود تر مينځ حصې ته ملتزم وايي هلته به دعا وکړئ، دا د دعا د قبليدو ځای دی.

وروسته به د مقام ابراهيم تر شا دوه رکعته لمونځ وکړي، په لمانځه کې به خپلې اوږې پټوي، په لومړي رکعت کې به د [الکافرون] سورت او په دویم رکعت کې [قل هو الله] سورت ويل مستحب دي، که بل سورت ووايي باک نلري، که په مقام ابراهيم کې ګڼه ګوڼه وي په حجر اسماعيل کې به يې ادا کړي او که دلته هم امکان نه وي کعبې شرېفې ته نږدې هر ځای چې کولای شي لمونځ به ادا کړي.

د لمانځه وروسته به د خپلې خوښې دعا وکړي او بيا به د زم زم اوبو ته لاړ شي چې اوس مهال د زمزم د اوبو هر ځای نلونه شته، اوبه به وڅښې او دا دعا به وکړي:«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا وَرِزْقًا وَاسِعًا وَشِفَاءً مِنْ كُلِّ دَاءٍ» (المستدرک الحاکم).

ژباړه ای الله زه ستا نه علم نافع،پراخه رزق او د ټولو امراضو شفاء غواړم.

ضروري مسائل

۱– د هجوم او ازدحام په وخت کې به يوازې په لاس سره استلام کوي ځکه د حجر اسود مسحه او مچي کول سنت خو خلکو ته ضرر رسول او د خلکو ټله کول حرام دي.

۲- په مکروه وخت کې د طواف دوه رکعته لمونځ کول مکروه دي مثلاً کچېرې د مازديګر وروسته طواف وشي نو د طواف لمونځ به د ماښام د لمانځه څخه وروسته ادا کول پکار دي.

۳- کچېرې سړی د طواف د شوطونو په شمير کې شکمن شي چې شپږ دورې مې وکړل او که اووه نو په اقل (لږ) شمير به عمل کوي.

۴- که چا قصداً په طواف کې اتم شوط (دور) وکړ نو هغه به شپږ شوطونه نور کوي ځکه په هغه باندې مکمل طواف واجب شو نو په دې توګه به هغه دوه طوافه ادا کړي وي.

۵- کچېرې د طواف کولو پر مهال جماعت ودريږي،نو طواف به پريږدي د جماعت لپاره به په صف کې ودريږي کله چې جماعت ختم شو، د همغه ځای څخه به د طواف پاتې دورې پوره کړي.

پوښتنه: که څوک د طواف په حالت کې بې اودسه شي ؟

      ځواب: د طواف د پاره طهارت شرط دی بې اودسه طواف نه صحي کيږي، که چيرې د طواف په حالت کې سړی بې اودسه شي هغه به اودس وکړي او د طواف پاتې شوطونه (دورې ) به پوره کړي.

جاء فی الموسوعة الفقهية:

الطهارة شرط لصحة الطواف عند جمهور العلماء، واختلفوا فيما إذا أحدث في الطواف ثم توضأ هل يكمل الأشواط أم يستأنف الطواف على قولين، فذهب الحنفية والشافعية إلى أنه يبني على طوافه، وذهب المالكية والحنابلة إلى أنه يستأنف الطواف من أوله. وينظر: الموسوعة الفقهية (۲۹/ ۱۳۱).

او د معذور کس ( چې باد، بول او ميتيازې ) يې جايري وي د طواف کولو حکم د لمانځه د حکم په شان دی چې د هر وخت د پاره به جلا اودس کوي، کله چې د یوه لمانځه وخت ختم شي نو د هغه طهارت هم ختم دی.

وسئلت اللجنة الدائمة عن رجل به سلس بالبول كيف يتطهر للصلاة والطواف ؟

فأجابت:إذا كان الواقع كما ذكرتم فلا حرج عليك في الصلاة والطواف ولو خرج منك بول مادام خروجه مستمراً لأنك في حكم أصحاب السلس وعليك أن تستنجي إذا دخل كل وقت ثم تتوضأ وضوء الصلاة ولا يضرك بعد ذلك ما خرج منك إلى الوقت الآخر.فتاوى اللجنة الدائمة ( ۵ / ۴۰۸ ). و الله سبحانه وتعالی اعلم

که ښځه په حج کې حائضه شي څه به کوي ؟

ځواب: په دې باندې د ټولو فقهاء اتفاق دی چې حائضه ښځه به طواف نه ادا کوي په دليل د دغه حديث شريف: چې کله عائشه رضی الله عنها د حج په موقع کې حائضه شوه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل:«فاقضي ما يقضي الحاج، غير أن لا تطوفي بالبيت حتى تغتسلي» (رواه البخاري -۵۵۵۹).

ژباړه: پس د حج نور مناسک ادا کړه کوم چې نور حاجيان يې ادا کوي، بغير له طواف څخه طواف به نه ادا کوې مګر کله چې پاکه شې او غسل وکړې.

نو د جمهورو فقهاء په نزد کومه ښځه چې د طواف نه وروسته حائضه شي نو د عمرې پاتې اعمال به ادا کړي مګر که د طواف نه مخکې حائضه شي هغه به تر هغه پورې په مکه کې پاتې کيږي څو پاکه شي او غسل به وکړي او وروسته به طواف کوي.

مګر که په مکه کې پاتې کيدل مشکل وي معاصرو فقهاء کرامو يې حل داسې ښودلی دی:

حائضه ښځه به غسل کوي او ټوټه يا پمپر به اچوي په همدې حالت کې به طواف ادا کړي سعې به وکړي دا قول د احنافو او حنابله دی. څرنګه چې د احنافو په نزد د طواف د پاره طهارت واجب دی شرط نه دی نو په دغه ښځه به دم لازم شي.

المناسک الحج بالمملكة العربية السعودية ليکي:

القول الثالث: وهو الراجح والله أعلم، أنها تغتسل وتتحفظ حفاظاً محكماً، وتتحرز مما يلوث المسجد، وتطوف على حالها. وتسعى بين الصفا والمروة إن لم تكن قد سعت. وهذا قول الأحناف والحنابلة. ولكن هل يلزمها شيء بذلك؟

عند الأحناف يلزمها بدنة، إذ إن الطهارة للطواف ليست شرطاً بل هي واجبة، فمن طاف محدثاً أجزأه، وعليه بدنة للجنابة، وشاة للحدث الأصغر.
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email