احرام څه ته وايي ؟

احرام په لغت کې حرمت ته داخلېدو او يا عهد او ميثاق ته وايي، يعنې څه چې ورباندې حلال وو هغه ورباندې حرام او منع شول.

احرام په اصطلاح کې په زړه کې د حج يا عمرې نيت کولو د احرام جامې اغوستلو او تلبيه ويلو ته وايي.

د احرام تړلو مخکې به نوکان، د تخرګ ويښتان او د شرمګاه ويښتان لرې کړي ځکه د احرام په حالت کې يې لرې کول نشته، بيا که امکان وي غسل به وکړي، ځان به پاک کړي، پر بدن باندې به خوشبويي ووهي مګر د احرام په جامه به خوشبويي نه وهي،او که د غسل کولو امکان نه وي اودس به وکړي، بيا به خپلې ګنډلې جامې لرې او د احرام جامه ( لنګ به واغوندې او د هغه د پاسه به چادر) واغوندي، بيا که مکروهه وخت نه وو دوه رکعته د احرام سنت لمونځ به ادا کړي، بيا به د عمري يا حج نيت وکړي ، مګر هغه کسان چې تمتع حج ادا کوي هغوی لومړی عمره ادا کوي او بيا د حج په وخت د حج لپاره احرام تړي نو عمرې نيت به داسې وکړي :

«اللَّهُمَّ إِنِّي أُرِيدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِي وَتَقَبَّلْهَا مِنِّي»

ژباړه:ای الله ! زه د عمرې نيت کوم نو ما ته يې آسانه کړي او زما څخه يې قبوله کړې.

وروسته به دری ځله تلبيه ووايي:

«لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ،لَبَّيْكَ لا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لا شَرِيكَ لَكَ»

ژباړه: ستا حکم منلو ته حاضر يم ای لويه څښتنه ! زه ستا حکم منلو ته تيار يم، هيڅ شريک نشته تا لره، یقيناً چې ټول تعريفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هيڅ شريک نشته .

تر نيت کولو او تلبيه ويلو وروسته احرام وتړل شو اوس چې په احرام کې کوم شيان منع دي هغه ته به پوره پام کوي.

تلبيه به د لمانځه نه علاوه هر وخت په لوړ ځای د ختلو او د کوزيدلو سورلی ته د پورته کيدو او کښته کيدو په وخت کې وايي د احرام تړلو نه پس د عمرې يو عمل ادا شو.

د ښځو احرام: ښځی به هم ټول ذکر شوي آداب په نظر کې نیسي صرف په دريو څيزونو کې له نارينوو سره فرق لري:

۱- ښځه به داسې ګنډل شوې جامې اغوندې څنګه چې د احرام نه مخکې يې اغوستې او خوشبويی به نه وهي.

۲- سړو لپاره په احرام کې سر پټول منع دي او د ښځې د پاره چې څنګه د احرام نه مخکې د سر او ويښتانو پټول ضرور دي همداسې په احرام کې يې هم پټول ضرور دي، مګر د مخ پټول او دستانو (دستکش) اچول نشته.

۳- نارينه به تلبيه په اوچت آواز وايي مګر ښځې به يې په ورو سره وايي.

د احرام د صحت شرطونه

۱- اسلام

۲- د احرام نيت

۳- تلبيه ويل

د احرام واجبات

۱- د ميقات څخه احرام تړل.

۲- د احرام له ممنوعاتو څخه ځان ساتل.

د احرام سنتونه

۱- د خپل ملک له ميقات څخه احرام تړل.

۲- د احرام لپاره غسل او يا اودس کول لکن غسل کول افضل دي.

۳- د احرام دوې جامې (چادر او لنګ ) اغوستل.

۴- د احرام په نيت دوه رکعته نفل لمونځ کول.

۵- تلبيه دری ځله تکرارول.

۶- د نارينه د پاره په لوړ آواز تلبيه ويل او د ښځو د پاره په کراره ويل.

۷- د احرام تړلو مخکې پر بدن باندې خوشوبي وهل مګر د احرام په جامه خوشبويي وهل منع دي.

د احرام مستحبات

۱- د احرام تړلو مخکې د نوکانو پرې کول، د بغل د ويښتانو او د نامه لاندې ويښتانو خريل.

۲- د احرام د لباس سپين رنګ، اويا نوي پرېمنځل شوي جامې.

۳- د لمانځه څخه وروسته په ناسته نيت کول.

۴- د ميقات څخه مخکې احرام تړل.

د احرام ممنوعات

۱- جماع:

له احرام تړلو وروسته د ميړه او ښځې کورواله (جماع ) کول او د جماع پارونکي چارې منع دي لقوله سبحانه وتعالی:{ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلا رَفَثَ وَلا فُسُوقَ وَلا جِدَالَ فِي الْحَجِّ } [البقرة: ۱۹۷].

ژباړه: نو هر چا چې فرض کړ (پخپل ځان) په دې (مياشتو) کې حج نو نه دې کوي جماع او نه ګناهونو او نه جکړي په ورځو د حج کې.

د رفث څخه د جماع پارونکي خبرې مراد دي.

کچېرې جماع د احرام په حالت او د طواف له څلورو ګردشونو مخکې وشی عمره يې فاسده ده، او که ددې څخه وروسته وي عمره نه فاسديږي.

ذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّهُ لَوْ جَامَعَ قَبْلَ أَنْ يُؤَدِّيَ رُكْنَ الْعُمْرَةِ، وَهُوَ الطَّوَافُ أَرْبَعَةَ أَشْوَاطٍ، تَفْسُدُ عُمْرَتُهُ، أَمَّا لَوْ وَقَعَ الْمُفْسِدُ بَعْدَ ذَلِكَ لا تَفْسُدُ الْعُمْرَةُ ؛ لأَنَّهُ بِأَدَاءِ الرُّكْنِ أَمِنَ الْفَسَادَ  (الموسوعة الفقهية ج ۲ ص ۱۹۲ ).

د عمرې د فساد په صورت څه شی لازميږي ؟

  • د عمرې پاتې مناسک به ادا کوي،لقوله سبحانه وتعالی: ﴿وَأَتِمُّوا الحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ [البقرة: 196].
  • د عمرې قضايي به ګرځوي.
  • کفاره به ادا کوي د شاة (پسه ) ذبحه کول.
  • ګناه کچېرې قصداً وي.

مګر که جماع د طواف د څلورو ګردشونو وروسته وي عمره نه فاسديږي په دې صورت کفاره یوازې د شاة (پسه ) ذبحه کول دي.

(الموسوعة الفقهية ج ۲/ ص ۱۹۲، فتح القدير ج ۲ ص ۲۴۱ ).

د حج د فساد په صورت څه شی لازميږي ؟

اول : د حج پاتې مناسک به ادا کوي ،لقوله سبحانه وتعالی: ﴿وَأَتِمُّوا الحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ﴾ [البقرة: 196].

دوهم- په راتلونکي کال کې به د حج قضايي ګرځوي .

دريم : په عرفات څخه مخکې جماع باندې د شاة (پسه ) کفاره ده .

څلورم : ګناه کچېرې قصداً کړی وي . 

۲- جنګ جدال:

د خپلو ملګرو او يا له بل چا سره جنګ کول، غيبت کول، دروغ ويل، بهتان کول او ګنځل او فحش ويل منع دي، لقوله سبحانه وتعالی: [فَلا رَفَثَ وَلا فُسُوقَ وَلا جِدَالَ فِي الْحَجِّ].

ژباړه: نه دي کوي په حج کې جماع او نه د جماع خبرې او نه ګناهونه او نه جګړې.

۳- صيد (ښکار) کول:

د وچې د څاروي ښکار کول او يا په ښکار کولو کې کومک کول او يا د هغه هګۍ ماتول، وزرونه کښل، هګۍ او غوښې پخول، خوړل او خرڅول او د ښکار شوي څاروي شيدې لوشل منع دي.

۴- خوشبويي او د ويښتانو او نوکانو پرې کول:

د احرام په حالت کې په بدن او جامه خوشبويي وهل، د نوکانو، او ويښتانو خريل او لري کول منع دي.                                                       لقوله سبحانه وتعالی: {ولا تحلقوا رؤوسكم حتى يبلغ الهدي محله} [البقرة:196/2]

لقوله صلى الله عليه وسلم: «ولايلبس من الثياب ما مسه ورس أو زعفران»

  • خوشبويي وهلو کې «الصابون المعطر» (عطرو واله صابون) استعمال هم منع دی.
  • د قصد پرته د خوشبويي حس کول باک نلری.
  • د رنجو استعمال باک نلري ځکه هغه خوشبويي نه لري.

ولابأس عند الحنفية أن يكتحل؛ لأن الكحل ليس له رائحة طيبة (فقه اسلامي وادلته – محظورات الأحرام ).

  • که پخپله کوم ويښته ولويږي او يا کوم نوک مات شي باک نلري

فديه:

د پورته ممنوعات فديه ادا کول فرق لري.

  • کچېرې څوک د کوم عذر پرته د احرام په حالت کې ټول سر يا د هغه څلورمه حصه وخریي دم ورباندې واجبيږي او که د کوم عذر له مخې وي نو په دغو دريو شيانو کې اختیار لري: د پسه ذبحه کول، يا شپيته مسکينانو ته نيم صاع غنم يا د هغه قيمت ورکول او يا دری ورځې روژه نيول.

 لقوله سبحانه وتعالی:[فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضاً أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ] (البقرة:۱۹۶

  • او که د څلورمې برخې څخه کم وي صدقه (نيم صاع غنم يا د هغه قيمت ) ورباندې لازميږي.
  • همدارنګه د بريتونو په خريلو باندې صدقه ده، د لاسونو او پښو د نوکانو په پرې کولو سره دم واجبيږي، د يو نوک په پرې کولو او يا يو وېښته سره نيم صاع فديه ورکول لازميږي.

۵- د سر او مخ پټول:

د احرام په حالت کې د سر په پټولو کې غوږونه او مخ هم شامل دي په حديث شريف راغلي:« ولا تمخروا رأسه فانه یبعث يوم القيامة ملبياً »

مګر د چطرۍ او ساسبان کارول باک نلري همدارنګه د احرام په حالت کې د خوب پر مهال د مخ پټول باک نلري.

فديه: کچېرې کامله ورځ يا کامله شپه سر او مخ پټ کړ شي فديه د پسه يا د اوښ او غوايي اومه برخه ذبحه کول دي او که د ورځې څخه کمه موده پټ شي کفاره يې صدقه (نيم صاع غنم ) او که د يو ساعت څخه کم وي کفاره يې يو موټۍ غنم دي.

وَإِنْ لَبِسَ ثَوْبًا مَخِيطًا أَوْ غَطَّى رَأْسَهُ يَوْمًا كَامِلا فَعَلَيْهِ دَمٌ , وَإِنْ كَانَ أَقَلَّ مِنْ ذَلِكَ فَعَلَيْهِ صَدَقَةٌ ) (هداية ج ۲/۲۸۲).

وَإِنْ كَانَ أَقَلَّ مِنْ يَوْمٍ أَوْ أَقَلَّ مِنْ لَيْلَةٍ فَعَلَيْهِ صَدَقَةٌ عِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ. وَفِي أَقَلَّ مِنْ سَاعَةٍ عُرْفِيَّةٍ قَبْضَةٌ مِنْ بُرٍّ (الموسوعة الفقهية ج ۲ ص ۱۸۳).

۶- ګنډلې جامې اغوستل:

ګنډلې جامې اغوستل کوم چې بدن باندې وصل وي د احرام په حالت کې منع دي، په حديث شريف کې راغلي: لايلبس السراويل، و لا القمص،ولا البرانس و لا عمامة و لا ثوباً مسه الزعفران و لا الورس ).

يعنې: نه به اغوندې پطلون او پرتوګ، او نه قميص او نه زيرپېراني او نه پګړۍ او نه داسې جامه چې په زعفرانو وي او نه ورس.

  • د احرام د جامو څخه علاوه هغه جامې چې په بدن باندې وصل وي يعنې د اندام په اندازه وي لکه: قميص، پرتوګ، نيکر، جرابې، دستکش او نور که څه هم ګنډل شوي نه وي منع دي ځکه هر هغه جامه او لباس چې په بدن وصل وي يا د اندام په اندازه وي «المخيط» (ګنډل شوې) بلل کيږي برابره خبره ده که ګنډل شوې وي او يا ګنډل شوي نه وي (فقه الحج – الاکاديمية الاسلامية).
  • د احرام په حالت کې بوټونه او موزې اغوستل منع دي بلکي چپلکې به اغوندې، مګر که څوک څپلکې ونه مومي د بوټونو او موزو اغوستل ورته جايز دي، په دليل د دغه حديث شريف:«و من لم جد نعلين فليبس الخفين ».
  • په احرام کې د کمربند اچول جايز دي.
  • که څوک د ميتازو د وتلو عذر ولری هغه لپاره د پمپر يا ټوټې اچول باک نلري.

فديه: که د يوې کاملې ورځې او شپې په موده وي فديه يې د پسه ذبحه کول او که د ورځې او يا شپې څخه کمه موده وي صدقه واجبيري.

د احرام مکروهات

۱- له بدن څخه خيرې لرې کول.

 ۲- د سر يا ږېرې ږمونځول.

  ۳- په خوشبويي لاس وهل يا يې بويول.

 ۴- د سر او مخ پرته بې ضرورته پر بدن پټۍ تړل.

 ۵- د لنګ څنډه را اړول او کمربند پرې تړل.

 ۶- په جامه باندې پزه او زنې پټول.

  ۷- پر بالښت پړمخې پرېوتل.

  ۸- د خپلې ميرمنې شرمګاه ته په شهوت سره کتل.

  ۹- چپنه، کرتۍ و غيره په اوږه اچول.

څو ضروري او مهم مسائل

۱- د احرام نيت په زړه کې کول ضرور دي، د نيت او تلبيه يو ځای کول شرط دی.

۲- تلبيه په ژبه تکرارول شرط دی په زړه کې ويل يې کفايت نه کوي، که ګونګی وي په ژبه تلفظ نشي کولای هغه به خپله ژبه ور باندې ښوروي.

۳- تلبيه ويل د عربي څخه پرته بله ژبه ويل جايز دي.

۴- په طواف او سعی کې تلبيه مه واياست.

۵- کچېرې څوک له ميقات څخه تير شي او احرام ونه تړي نو هغه به ميقات ته را وګرځي او له ميقات څخه به احرام وتړي مګر که دا امکان نه وي په هغه باندې دم واجبيږي.

۷- جده ميقات نه بلل کيږي، او هيڅ چا ته جايز نه ده چې د خپل ميقات څخه تير شي.

(مجمع الفقه الاسلامي، الدرر السنية فقه عمره ).

۸- که د چا سره په الوتکه کې د احرام جامه نه وي او يا يې د احرام جامه ورکه شي نو جدې ته د رسيدلو انتظار به نه کوي، خپل سر به لوڅ کړي، کله چې جدې ته ورسيږي د احرام چادر او لنګ به واخلي احرام به وتړي او د جامې اغوستلو کفاره (پسه، يا دری ورځې روژه او يا شپيتو مسکينانو ته نيم صاع غنمو) فديه به ادا کړي ( مجموع الفقه الاسلامي رابطه عالم الاسلامي ).

يادونه: کله چې عمره کوونکی مکې مکرمې ته ورسيږي په خپل استوګن ځای کې به غسل وکړي ځکه چې مکې ته له ننوتلو سره او د طواف څخه مخکې غسل کول مستحب دی.

Print Friendly, PDF & Email