غوره خلک

غوره خلک هغه دي چې د الله تعالی په لار کې جهاد کوي

عَنْ أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رضی الله عنه قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «مُؤْمِنٌ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ». قَالُوا: ثُمَّ مَنْ؟ قَالَ: «مُؤْمِنٌ فِي شِعْبٍ مِنَ الشِّعَابِ يَتَّقِي اللَّهَ وَيَدَعُ النَّاسَ مِنْ شَرِّهِ». (بخارى:2786)

ابو سعيد خدری رضی الله عنه وايي : چا پوښنته وکړه ای رسول الله ! غوره د خلکو څوک دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه مؤمن چې پخپل ځان او مال د الله تعالی په لار کې جهاد وکړي ،وويل شول بيا څوک غوره دی ؟ ويې فرمايل : هغه مؤمن چې له درو څخه په یوه دره کې ژوند وکړي او د الله تعالی تقوی اخيار کړي او خلکو ته ضرر نه رسوي .

جهاد ډير غوره عمل دي

عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ يَعْدِلُ الْجِهَادَ قَالَ: «لا أَجِدُهُ». قَالَ: «هَلْ تَسْتَطِيعُ إِذَا خَرَجَ الْمُجَاهِدُ أَنْ تَدْخُلَ مَسْجِدَكَ فَتَقُومَ وَلا تَفْتُرَ وَتَصُومَ وَلا تُفْطِرَ»؟ قَالَ: وَمَنْ يَسْتَطِيعُ ذَلِكَ؟ (بخارى:2785)

ابو هريرة رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل : ما ته داسې عمل وښيه چې له جهاد سره برابر وي رسول الله صلی الله عليه وفرمايل : داسې عمل نشته او ويې ويل : آیا ته کولای شي د هغه وخت نه چې مجاهد د جهاد د پاره ووځي جومات ته دې لاړ شي او هلته د سټړتيا د احساس نه بغير د لمانځه قيام وکړي او بغير له روژه ماتی روژه ونيسې (تر هغه وخت څو مجاهد بیرته خپل کور ته را وګرځی ) ؟ هغه کس وويل : څوک به ددې توانايي ولري ؟

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لَغَدْوَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ رَوْحَةٌ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا». (بخاري:2792)

انس بن مالک رضی الله عنه روايت کوي چې نبی اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : سبا او بيګا د الله تعالی په لار کې وتل له دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي غوره دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیر په زړه پوری مطلب ته مو اشاره کړی الله ج مو کامياب لره.
    په مينه