هسې خو کتابونه شته او هر څوک يې لری او پيدا کولی يې شي ولی ددی آنلاين دورې هدف دادی چې د تجويد زده کړه د يوه منظم درسي سيستم په بڼه تر سره شي .
نوځکه لږ لږ لنډ مطالب خپريږي چې ښه تمرين شي او په دماغ کې کلک ځای پرځای شي نور به هره ورځ لنډ لنډ مطالب خپريږي .
چې په راتلونکو څو نورو مطالبو کې به ان شآءالله ختم شي .
۳- “الف“ کله چې بې حرکته وي يعنی سکون ولري او له هغي مخکې حرف زور ولري ” قَالَ کښې .
دعملي مثالونو لپاره لاندې سافټويرونه او ويديو ضروري ډونلود کړﺉ .
احکام تجويد http://www.almeshkat.net/books/arch…oks/Tajweed.zip
احکام تجويد په نړيواله سطحه د تجويد د زده کړي سافټوير دی کله مو چې په خپل کمپيوتر کې نصب کړ ښي طرف ته د عناوينو له ليست څخه (مخارج الحروف وصفاتها ) کليک کړﺉ بيا تفصيل مخارج کليک کړﺉ ورسته په صفحه کې منځنۍ عنوان د فهرس حسب المخارج الرئيسية ووهی بيا د خپلي خوښی مثلا حلقي حروفو مخرج نښه کړﺉ ورسته د حروفو د مخارجو د ادا په صوت کې د پاره چپې خوا ګنج کې د لاوسپيکر علامه ووهی او ادا کولو ته غوږ شی .
بل مهم سافټوير ډونلوډ کړﺉ : داهم ډير مهم سافټوير دی چې د تجويد علم په عربي ژبه تشريح کوي ولی زمونږ لپاره يې مثالونه ډير مهم دي .
د ح،خ حروف مخرج او د هغې ادا په غږ کې ډونلوډ کړﺉ
د ع،غ، و حروفو مخرجونه او ادا په غږ کې ډونلود کړﺉ
۷- د” ط،د،ت ” مخرج :
هر کله چې د ژبی د شاطرف سر د پاسنيو ثناياوو له بيخ سره ولګيږي ، خو دومره توپير شته چې د” ط ” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله سخت او ډبل ادا کيږي .
۸- د” ظ،ذ،ث ” مخرج :
هرکله چې د ژبی د شاطرف سر د پاسنيو ثنايا له څوکوسره ولګيږي د (ظ،ذ،ث ) حروف اداکيږي .
۹- د” س،ز،ص ” مخرج :
هر کله چه د ژبې پاسنی طرف د پاسنيو او لاندينيو ثنايا غاښونو د منځ سره پيوسته شي نو د “ز،س،ص”توري ادا کيږي .
10- د” ج،ش،ي ” مخرج :
کله چې د ژبې منځنۍ برخه دمقابل تالو سره ولګيږي نود” ج ، ش،ی” او غير مدي ” ي ” تلفظ کيږي .
د ژبې په مخارجو کې غاښونه ډير يا د شوي دي چې د غاښونو لنډبيان په لاندې ډول دی :
غاښونـــــــــــــــــــه
د بالغ انسان د غاښونو شمير زياتره (۳۲) وي چې (۱۶) يې په پاسنۍ او (۱۶) په لاندينۍ ژامه کې وي .
غاښونه عموماً پر څلورو برخو ويشل شوي دی ثنايا ،رباعيات ،انياب او اضراس
۱- ثنايا غاښونه (1):
لومړي مخامخ دوه غاښونه دي چي پورته يې ثناياعليا او كښته يې ثنايا سفلٰى دي اوټوله څلوردي .
۲- رباعي ښاغونه (2) :
دثناياغاښونوترڅنګ چي يو ښي اړخ ته اوبل هم كيڼ اړ خ ته واقع وي دوه په پاسنۍ ژامه او دوه په لاندينۍ ژامه کې وي ټول څلور دي .
۳- انياب غاښونه (3) :
د رباعي غاښونو ښي او کيڼ اړخ ته دوه پورته او دوه کښته غاښونه دي ټول څلور دي .
۴- اضراس غاښونه دی چې پر دريو برخو ويښل شوي دي :
4.1- ضواحک
4.2 – طواحن
4.3 – نواجذ
آن لاين اسلامې لارښود



March 29th, 2011 at 8:18 pm
د انلاين اسلامي لار ښود د ويبپاڼې متدينو وروڼو اسلام عليکم ورحمه وبرکاته
له تاسو نه يوه نړۍ مننه چې د قران شريف د ښې زده کړې لپاره مو دتجويد لنډه لړۍ پيل کړې ده ، زما پوښتنه داده چې نورې څو ورځې ورسته به دا لړۍ ختمه شي ، ځکه زه غواړم چې ددې ټول درسونه د ځان او ملګرو لپاره کاپي کړم ٠ ستر رب دې تاسو په دواړو جهانو کې بريالي او خوشاله لري ٠ په درناوي ورور مو احمد پکتين
په دغه برېښناليک معلومات راکړئ ، ahmadpaktin@yahoo.com
March 30th, 2011 at 1:39 am
ګرانه وروره !
د تجويد ضروري زده کړه او د زده کړې لړۍ ختمه شوی ده څه چې ضرور وه هغه ان شآء الله تول دلته ذکر شوی دی
ټولې برخې دلته وګورﺉ
http://dawat.katib.org/archives/212
April 22nd, 2011 at 4:13 pm
ان لاين اسلامي لارښود ګرانواوقدرمنوچلوونکو
السلام عليکم ورحمت الله وبرکه
دتجويدزده کړه په ډيرښه شکل ښودل شوئ نو
دخدائ ج ددربارڅخه درته لابريا او دفردوس جنت خوښتونکې يم
May 28th, 2011 at 3:49 am
د ان لاین اسلامی لارښود ټولو چلوونکو او لوستونکو
السلام علیکو و رحمت الله و برکاته
ډیر د خوشالی ځای دی چی زمونږ په اسلام مینو او متدینو هیوادوالو د خپلو ګرانو هیواد والو لپاره د قرانکریم د زده کړی او تجوید داسی لار برابره کړی ده چی د دنیا او اخرت کامیابی او نیکمرغی تری تر لاسه کولای شی ځکه مونږ قرانکریم لولو خو نه په تجوید او نه په معنی پوهیږو خو ددی لارښود د لاری کولای شو چی د قرانکریم لوستل او تجوید په مکمل ډول سره زده کړو.
ستاسو د لا بریالیتوب په هیله
June 28th, 2011 at 3:30 am
جزاکم الله خیراً علی هذا عمل الخیر الذی قال علیه السلام فی خیریه التعلیم و تعلمه فنسال الله لکم التوفیق و السداد فی کل اعمال الخیر التی تفید جیلنا المسلم فی هذاالزمن الفتن و جزا کم الله خیرا.
مع السلامه
March 25th, 2012 at 7:03 pm
ان تنصروا الله ينصرکم و يثبت اقدامکم
جزاک الله خيراً