که څوک د صدقې ورکولو مالي توان ونه لري

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: جَاءَ الْفُقَرَاءُ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالُوا: ذَهَبَ أَهْلُ الدُّثُورِ مِنَ الأَمْوَالِ بِالدَّرَجَاتِ الْعُلا وَالنَّعِيمِ الْمُقِيمِ، يُصَلُّونَ كَمَا نُصَلِّي، وَيَصُومُونَ كَمَا نَصُومُ، وَلَهُمْ فَضْلٌ مِنْ أَمْوَالٍ يَحُجُّونَ بِهَا وَيَعْتَمِرُونَ،وَيُجَاهِدُونَ وَيَتَصَدَّقُونَ. قَالَ: «أَلا أُحَدِّثُكُمْ إِنْ أَخَذْتُمْ بِهِ أَدْرَكْتُمْ مَنْ سَبَقَكُمْ، وَلَمْ يُدْرِكْكُمْ أَحَدٌ بَعْدَكُمْ، وَكُنْتُمْ خَيْرَ مَنْ أَنْتُمْ بَيْنَ ظَهْرَانَيْهِ، إِلاَّ مَنْ عَمِلَ مِثْلَهُ: تُسَبِّحُونَ وَتَحْمَدُونَ وَتُكَبِّرُونَ خَلْفَ كُلِّ صَلاةٍ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ».

قَالَ الراوي: فَاخْتَلَفْنَا بَيْنَنَا، فَقَالَ: بَعْضُنَا نُسَبِّحُ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ، وَنَحْمَدُ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ، وَنُكَبِّرُ أَرْبَعًا وَثَلاثِينَ، فَرَجَعْتُ إِلَيْهِ، فَقَالَ: تَقُولُ: «سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَاللَّهُ أَكْبَرُ، حَتَّى يَكُونَ مِنْهُنَّ كُلِّهِنَّ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ». (بخارى:843)

ژباړه : ابو هريرة رضی الله عنه وايي : څه فقيران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلل او عرض يې وکړ: شتمن او مالدارو خلکو د مادي اسودګۍ علاوه د جنت لوړې درجې هم خپلې کړې دي ځکه زمونږ په شان لمونځ کوي ،روژه نيسي او د ثروت او مال په فضل حج او عمره ادا کوي ،جهاد کوي او صدقه ورکوي (خو دا کارونه زمونږ په توان کې نشته ) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : (ايا تاسې ته داسې عمل ونه ښيم چې که هغه عمل تر سره کړی کومو کسانو چې له تاسې څخه وړاندې شوي د هغه مقام تر لاسه کړي ،  او غوره خلک چې له تاسې سره دي له هغوی نه شی او بغير له هغو خلکو چې ستاسې په شان عمل تر سره کوي نور خلک به ستاسې درجې ته ونشي رسيدلای ؟ دا عمل دا دی : د هر فرض لمانځه نه وروسته 33ځله سبحان الله  33 ځله الحمدلله او  33 ځله الله اکبر و وايی .

راوی وايي : وروسته د دغه تسبيحاتو د شمير په باره د مونږ صحابه په مينځ کې د نظر اختلاف راغی بعضو به ويل چې سبحان الله او الحمدلله 33  33 ځله او الله اکبر 34 ځله وويل شي ، ابو هريرة وايي : په دې باره کې مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته رجوع وکړه ، ويې فرمايل : هر يو 33 ځله وايی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیره مننه ډیر ښايسته او ښکلی حديث شريف دی الله ج دی ټولو ته ددی طریقی د عملی کولو توفیق ورکړي. امين

    الله ج دی تاسی ته ددی لوی کار چې شروع کړی مو دی اجرونه او جنتونه درکړي الله ج مو سر لوړی لره.

    زما يو څو پوښتنی وی غوښته می چي د ايمیل د لاری يي در وليږم تر څو جلا موضوع شی خو تاسی یی هسی هم جلا ليکی.

    ۱ د صحيفو په باره کې که لږ معلومات راکړي چې دا څه قسم وي او په کومو پيغمبرانو باندی نازيلی شوي وي؟

    ۲ د شپږ کلمو په باره کې که لږ معلومات راکړي چې دا يواځی په همدی معنی يي نوم دی چې شپږ دی او که څه ځانګړنه لری او يا په کوم حديث شريف کې يي په اړه ويل شوی دي او همدارنګه د داستعمال ځايونه یی کوم دی؟ د دی دریو لومړنيو په هکله خو لږ پوهيږو خو بيا هم که واضح يي کړي نو ډيږ ښه به وی.

    ۳ زه چې په خپل هيواد کې اوم نو هلته می داسی اوريدلی وه چې په ورځ د قيامت کې به د يوی ښځی په هکله د هغی د کورنۍ اووه يا پنځه نارينه پوښتل کيږی چې تاسی ولی خپلو ميندو، خويندو، خپلو ښځو…… ته د اسلام په هکله معلومات نه ورکول؟ که د دی په هکله معلومات راکړی منندوی به مو يو.
    مننه
    په اسلامی مينه

  2. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    ښاغلی هجران صاحب !
    ډيره مننه ستاسې له پوښتنو څخه چې ډيرو مهمو مطالبو ته مو زمونږ ور پام کړی دی الله تعالی ستاسو په جسمي او معنوي قواوو کې برکت واچوي .
    د لومړې سوال څواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2169

    د دوهم سوال په اړه باید ووايم چې پاره قاعده بغدادي د ماشومانو د پاره په آخر د سپارې کې مهم کلمات ،تسبحات او سيد الاستعفار ذکر کړی دی تر څو ماشومان هغه زده کړي .
    لکه د توحيد او رسالت کلمه او کلمه شهادت همدارنګه ځنې تسبيحات چې په احاديثو کې یې فضيلت بيان شوی او سيد الاسعفار چې په حديث شريف د هغه ډير فضيلت بيان شوی دی .
    د دريم سوال په اړه په مشخص ډول مو دا موضوع په قرآن او سنتو کې پيدا نه کړه چې د ښځې په باب له څو کسانو پوښتنه کيږي بلکې يو کس مسول دی خو ددې موضوع په لټه کې يو ان شاء الله .
    اوس مهال مو مسوليت په اړه دغه مضمون په ليکه کړ http://dawat.katib.org/archives/2202
    وسلام عليکم

  3. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج مو همداسی فعاله لره چي د دين لپاره نه ستړی کيدونکي هلی ځلی کوي الله ج مو سر لوړي او تاند لره.

    محترمو!
    زما د دوهمی پوښتنی مطن نه همدا مطلب وه چې په بعضو کتابونو کې چې د لمانځه او يا د دعا ګانو په نامه نومول شوي دي همدا شپږ کليمی ورکې شتون لري او ما ځکه پوښتنه وکړه چې دا اولنی دری يي موږ استعمالو البته په عباداتو او ورځنيو کارونو کې لکه کلمه طيبه چې د ويلو په هکله يي ډیر روايتونه راغلی او داستادانو نه مو اوريدلی چې ويل يي ډیر ثواب لری.دوهمه کلمه چې څوک اودس وکړی او دا کلمه ووایی نو د جنت په کومه دروازه يي چې زړه وی ننوتلی شي البته د يوی بلی دعا سره هم او همدا رنګه دريمه کلمه چې د فرض لمونځ نه بعد يي ويل ډير ثواب لری چې ما د يو دوست نه اوريدلی دی.نو ما ويل چې دا يواځی په همدی دليل ورته شپږ کليمی وایی چې شپږ دي او که څه ځانګړنه لری او دا نوري دري يي په کومو حالاتو کې ويل کيږي؟
    ستاسی ځواب هم سل په سله کې سم دی او د دعا ګاني چي کومي تاسي يادي کړي دي شته.
    په هر حال الله ج مو کامياب لره په دواړو دارينو کې
    په مينه

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي