په تش رکعت کې د سورت په ويلو سره سجده سهوه لازمیږي؟

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

د انلاين اسلامی لارښود پاڼی چلونکو ته نيکي هيکي او پيرزوينی وړاندي کوم الله ج دی وکړی چې روغ رمټ وي

زما يو ملګری رانه پوښتنه وکړه چې که چيری د لمانځه په کوم تش رکعت کې يو سورت ولوستل شي نو ايا بيا به هم سجده سهوه کوی او که نه؟ نو کا دا پوښتنه راته ځواب کړی منندوی به مو يو الله ج مو سر لوړي او تاند لره.   په اسلامی مينه   –  حیات هجران

څواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې صورت کې د احنافو تر مينځ څه اختلاف شته :

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : د فرضو په دوو ورستيو رکعتونو کې د الحمدلله نه وروسته د سورت ويلو د تاخير په وجې سره سجده سهوه نه لازميږي ځکه د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي او د سورة ضم کول واجب نه دي ، خو قصداً داسې کول مکروه دي د سنتو خلاف دي .(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۶۰ ) (۱) حواله

(۱) – وضم اقصر سورة الخ فی الاولين من الفرض وهل يکره فی الاخرين (درالمختار ) .

مګر منيه او شرح المنيه بيا ليکي : په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي ځکه د فرضو تاخير وشو .

قال فی منيه وشرحها فان ضم السورة ای الفاتحة ساهياً يجب عليه سجده السهو فی قوله ابو يوسف لتاخير الرکوع من محله وفی الظر روايات لايجب الخ فلا ينا فی کونه خلاف اولی کما اقاد فی الحلية (درالمحتار صفة الصلاة ) .

والله تعالی اعلم .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    اول بايد ستاسی مننه او کورودانی ووايم چې زما پوښتنه مو ځواب کړه الله ج مو سر لوړی او تاند لره.

    بل زما په اند کيداشی زه غلط يم په پورته جمله کې تاسي ليکلی دی چې (ځکه د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي او د سورة ضم کول واجب نه دي )دا سمه ليکل شوی ده؟ ما داس فکر کولو چې دا به داسی سمه وی چي د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمد لله نه وروسته د سورۀ ويل سنت دی. بخښنه غواړم که زه غلط يم. خوښ به شم که لږ يي واضح کړی.
    په مينه

  2. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    مننه
    بسم الله الرحمن الرحيم
    داحنافو په نزد د فرضو په لومړيو دوو رکعتونو او د سنتو او نفلو په ټولو رکعتونو کې د الحمدلله ويل واجب دي مګر د فرضو په دريم او څلورم رکعت کې د الحمدلله ويل سنت دي او د فرضو په دريم او څلورم رکعت کې سورت ويل نشه چې په همدې خاطر تش رکعتونه بلل کيږي (کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۶۵ ) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۷۲ همدارنګه درالمحتار ليکي : واکتفی المفترض فيها بعد الاولين بالفاتحة فانها سنة علی الظاهر ولو زاد لا بأس (درالمحتار باب صفة الصلاة ) .

    موقع الاسلام السوال وجواب ليکي :
    والرسول صلى الله عليه وسلم كان يقرأ في الأولى والثانية بالفاتحة وسورة أخرى مع الفاتحة وفي الثالثة والرابعة لا يقرأ شيئاً سوى الفاتحة ، يقرأ الفاتحة وربما قرأ زيادة على الفاتحة في الثالثة والرابعة في الظهر خاصة ، وقد ثبت عنه هذا عليه الصلاة والسلام في عدة أحاديث ، من حديث أبي قتادة الأنصاري ، ومن حديث أبي سعيد الأنصاري ، ومن أحاديث أخرى ثبت فيها أنه صلى الله عليه وسلم كان يقرأ في الأولى والثانية بالفاتحة وزيادة ، وفي الثالثة والرابعة لا يقرأ إلا الفاتحة ، عليه الصلاة والسلام .

    لكن جاء ما يدل على أنه قد يقرأ في الثالثة والرابعة في الظهر خاصة ، وقد صح عنه عليه الصلاة والسلام أنه قال : (لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ) فالذي لا يقرأ بها في الثالثة والرابعة لا صلاة له ، فالواجب على من رأى من يفعل هذا التسبيح أن ينكر عليه ويعلمه .
    يعنې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم به د فرضو په لومړيو دوو رکعتو کې له لحمدلله سره سورت پيوسته کولو مګر د فرضو په دريم او څلورم رکعت کې به يې يوازې الحمدلله لوسته چې دا قول په زياتو احاديثو او رواياتو کې ثابت دی مګر داسې روايت هم شته چې د ماسپخين په لمانځه کې يې سورت ورسره پيوسته کړی .
    آن لاين اسلامې لارښود

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي