اى له لمانځه بې غوره انسانه!

(له هغوى نه پوښتي:) څه شي دوزخ ته بوتلى؟ وائي: مونږ له لمونځ كوونكو څخه  نه وو.

(المدثر ۴۲،۴۳)

د لمانځه ارزښت

لمونځ د اسلام دوهمه بناء او هغه ستر عبادت دى چې په قرآن کریم او سنتو کې ډیره سپارښتنه پرې شوې. لمونځ د الله او بنده ترمنځ مستقيمه اړیکه او الله ته د نږدې کیدو وسیله ده. لمونځ زړونه پاکوي، ګناهونه رژوي او مؤمن له بدو چارو ایساروي، لمونځ د ایمان نښه، د اسلام توغ او د کفر او اسلام ترمنځ پوله ده. لمونځ په هيڅ حالت كې نه ساقطيږي كه سفر وې يا حضر، روغتیا يا ناروغۍ، ډار يا امن، ځواني او يا زړبودي… د قیامت په سخته ورځ به لومړۍ پوښتنه د لمانځه وي، که د چا لمونځ سم وو نو ټولې چارې به يې سمې شي او که يې د لمانځه حساب ناقص وو نو پاتې چارې به يې هم ناسمې وي. خوږ پيغمبر  صلي الله عليه وسلم  د ژوند په وروستیو شیبوکې هم په لمانځه ټینګار کولو او ويې فرمایل: (الصلاة،الصلاة…) یعنې دوه ځله یې په تکرار سره وويل: تاسې ته په لمانځه باندې سپارښتنه کوم. (ابن ماجه)

خو له بده مرغه چې د لمانځه د دومره ارزښت سره سره، بيا هم ډير داسې بې غوره كسان شته چې دنیوي چارو له آخرت څخه غافل كړي، د لمانځه ارزښت نه پيژني، د الله له اوامرو بې پروا دي، د هغه  جل جلاله  ياد يې هېر كړى او له سخت عذاب څخه يې نه ويريږي… پداسې حال كې چې مهربان خداى ورله روغ بدن، پریمانه روزي او امن ژوند ورکړى، خو دوی د مننې پر ځای، ناشكري کوي. افسوس د هغو سركښو كسانو پرحال چې د ځواكمن خالق، مالك او رازق په وړاندې څرنګه د بغاوت جرئت كوي!

لمونځ په قرآن کې

قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې په لمانځه باندې ټینګار کوي:

– نو لمونځ ادا كړئ، يقينا لمونځ پر مومنانو پر ټاكل شويو وختونو كې فرض شوى دى. (النساء ۱۰۳)  – د الله لوري ته وروګرځئ او له هغه نه پروا وكړئ، لمونځ قائم كړئ او له مشركانو څخه مه كيږئ. (الروم ۳۱)

– او لمونځ قايم كړئ، زكات وركړئ او د پيغمبر اطاعت وكړئ ترڅو پر تاسې رحم وشي. (النور ۵۶)

– او دوى ته امر شوى وو چې د الله بندګي وكړي، دين د هغه لپاره خالص وګرځوي، لمونځ قائم كړي او زكات وركړي. همدا سم دين دى.(بينه ۵)

– (اى پيغمبره) هغه كتاب ولوله چې تا ته وحې شوى او لمونځ قايم كړه. يقينا چې لمونځ له فحشاء او  ناوړو چارو څخه منع كوي… (العنكبوت ۴۵)

– هغه كسان چې د خپلو لمنځونو ساتونكي دي، همدوى وارثان دي چې

فردوس جنت به په ميراث وړي او په هغه كې به تل اوسيږي. (المؤمنون ۱۱)

۱

– (هغوى چې د نصرت وعده ورسره شوي) داسې كسان دي چې كه موږ ورله په ځمكه واك وركړو نو لمونځ به قايموي، زكات به وركوي، په نيكيو

به امر كوي او له بديو نه به منع كوي… (الحج۴۱)

– يقينا مومنان بريالي شول. هغوى چې په خپلو لمونځونو كې عاجزي كوي.

لمونځ د روزۍ د پریمانۍ لامل

الله  جل جلاله  فرمایي: «خپلې كورنۍ ته د لمانځه سپارښتنه وكړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ له تا نه روزي نه غواړو، روزي خو موږ تا ته دركوو او نيكه پايله د متقيانو لپاره ده.» (طه۱۳۲)

لمونځ، الله ته د نږدې كيدو وسیله

څوک چې په لمانځه ودریږي په حقیقت کې د خپل رب په وړاندې دریږي او مناجات ورسره کوي. په عاجزۍ سره رکوع کوي، سجده کوي او الله ته لا نږدې کیږي. الله  جل جلاله  فرمایي: «سجده وكړه او نږدې شه» (العلق۱۹)

لمونځ، د الله د خوښۍ وسیله

الله  جل جلاله  د اسماعیل  عليه السلام  په ستاینه کې فرمایي: هغه خپلې كورنۍ ته په لمانځه او زكات امركولو او د خپل رب په وړاندې غوره وو. (مریم۵۵)

لمونځ د زړونو آرام او له ستونزو څخه د خلاصون وسيله ده

په ستونزو او سختیو کې لمونځ د مؤمنانو د زړونو سکون دی: (او په لمانځه او صبر سره مرسته وغواړئ) (البقره۴۵) رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به خپل مؤذن بلال رضي الله عنه  ته فرمايل: اى بلاله! مونږ په لمانځه سره هوسا كړه. (ابوداود)

اى له لمانځه بي غوره انسانه، له چا سره غواړې حشر شې؟

پیغمبر  صلي الله عليه وسلم  فرمایي: څوک چې لمونځ قايم كړي، نو دا لمونځ به یې د قیامت په ورځ د نور وسیله، برهان او د خلاصون لامل شي، او څوک چې لمونځ نه کوي، نو نه به ورله نور وي، نه برهان او نه د خلاصون لار، او له قارون، فرعون، هامان او ابی بن خلف سره به يو ځاى حشر شي. (احمد)

ګرانه وروره او درنې خورې! که پاچا او رئیس ېې او رياست دې د لمانځه مانع وي نو له فرعون سره به حشر شې، که وزارت او منصب دې له لمانځه څخه منع کوي نو له هامان سره، که مالدار وې او مال دې له لمانځه څخه منع کوي نو له قارون، او که تجارت او کار دې له لمانځه څخه منع کوي نو له ابی بن خلف سره به حشر کیږې.

اى له لمانځه بي غوره انسانه! هسې نه چې لدې ډلې څخه اوسې !

هغه ډله چې الله  جل جلاله  یې په اړه فرمايي: نو هلاكت دى د هغو لمونځ كوونكو لپاره، چې له خپل لمانځه څخه بې پروا دي. هغوى چې ريا كوي. (الماعون۵،۶) كله چې لمانځه ته پاڅيږي نو په ټنبلى سره پاڅيږي، د خلكو لپاره ريا كوي او الله ډير لږ يادوي. (النساء۱۴۲) كله چې ورته وويل شي چې د الله په وړاندې ركوع (لمونځ) وكړئ نو نه يې كوي. (المرسلات ۴۸)، او كله چې ورڅخه وپوښتل شي چې: ولې دوزخ ته يوړل شوى؟ وائي: مونږ له

لمونځ كوونكو څخه  نه وو. (المدثر ۴۲،۴۳)

اى له لمانځه بي غوره انسانه! څرنګه د دغه ستر عبادت په وړاندې ټنبلي کوې او په خپل وخت یې نه اداء کوې؟ آیا نه پوهیږې چې لمونځ زړه رڼوي، څیره روښانوي او ګناهونه رژوي. پیغمبر  صلي الله عليه وسلم  فرمایي: که ستاسې كوم يوه د کور په مخ کې ویاله بهیږي او هره ورځ پنځه ځله پكې غسل وکړي نو آیا په بدن به يې ناپاكي پاتې شي؟ اصحابو وویل: نه. رسول الله وفرمایل: پنځه وخته لمونځ همدا مثال لري، الله پدې سره ګناهونه بښي (متفق علیه)

اى له لمانځه بي غوره انسانه! ته چيرې يې هغه مهال چې مؤذن لمانځه ته بلنه کوي او ريښتيني مؤمنان د الله دربار ته مخ اړوي؟

اى له لمانځه بي غوره انسانه! چې لمانځه ته دې شاكړې او په ترسره كولو كې يې ټنبلي كوې! پورته شه او مخكې لدې چې مرګ دې راورسيږي او د اعمالو كتاب دې وتړل شي توبه وکړه، توبه وكړه وړاندې له هغې چې کار له کاره تیر شي او موكه له لاسه ووځي، او بيا په ناهيلى سره د بل فرصت غوښتنه كوې خو افسوس چې بیرته ستنیدل نه شته.

اى له لمانځه بي غوره انسانه! آیا د مرګ سختيو ته دې سوچ كړى؟ آیا د ځنکدن ستونزې دې په ياد دي؟ هغه ورځ چې حقایق بربنډ او هر انسان ته خپل تګلوری وښودل شي. آیا پوهیږې تنګ او تیاره قبر له مارانو، لړمانو او چینجيو سره ستا په انتظار کې دى؟ له قبر وروسته بیا حساب او کتاب دی. هغه ورځ چې انسانانو ته عملنامې په ښي یا چپ لاس کې ورکول کیږي؛ افسوس د هغه چا په حال چې خپل حساب په چپ لاس ترلاسه كړي. آیا د پل صراط په اړه دې سوچ کړی؟… دا د پښيمانى ورځ ده خو له بده مرغه چې پښیماني بيا هیڅ ګټه نه لري.

اى له لمانځه بي غوره انسانه! چې د دنیا په خوندونو او شهوتونو کې ډوب یې! کله چې نيك انسانان غواړي لدې غفلته دې راويښ كړي، نو کبر او غرور دې له نیکې لارې راګرځوي، آیا هغه سترګې لرې چې د الله په ياد سره اوښکې تویې کړي؟ آیا هغه زړه لرې چې د الله له مينې او ويرې ډك وي؟ آیا نه دې دي اوریدلي چې الله جل جلاله فرمایي:آيا د مؤمنانو لپاره هغه وخت ندى رارسيدلى چې د الله په ياد يې زړونه نرم شي او د هغه د نازل كړي حق په وړاندې سر ښكته كړي او د هغو خلكو په څېر نه شي چې مخكې كتاب وركړ شوى وو، خو بيا چې يوه اوږده موده پرې تېره شوه نو  زړونه يې سخت  شول او ډيرى يې فاسقان ول (الحدید۱۶)

اى له لمانځه بي غوره انسانه! چې د دنیا غولونكو خوندونو مغرور كړى يې او نه غواړې چې د خپل ستر پالونكي په وړاندې سر ټیټ کړې! څرنګه داسې په جرئت سره سرغړونه كوې؟ ستا دې په خپل رب سوګند وې چې آيا وجدان دې هوسا دى؟ آیا د دوزخ له اوره نه ډاریږې؟ آیا د حساب او کتاب څخه وروسته د ناوړه پایلې څخه وېره نه لرې؟ اى د ځوانۍ په نېشه مسته ځوانه! اې عمر خوړليه بوډا! اى په خپلې ښكلا مغرورې پېغلې! آیا نه پوهیږې چې كېداى شي هره شيبه دې مرګ د اوږدو هيلو ژوند ته د پاى ټكى كېږدي او د اعمالو دفتر دې وتړل شي؟ (كله چې د دوى نيټه پوره شي نو يو ساعت به هم  وروسته او مخكې نشي.(الاعراف ۳۴)

دا عامر بن عبدالله رحمهُ الله دی چې کله د (حی علی الصلاة) او (حی علی الفلاح) غږ اوري نو په داسې حال کې چې سخت ناروغ دى، له زامنو غوښتنه كوي چې جومات ته یې بوځي. هغوى ورته وايي: پلاره! ته خو ناروغ يې او الله د ناروغ عذر مني. خو هغه په ټينګار سره وايي: حي على الصلاة او حي على الفلاح واورم او اجابت يې نكړم! نه. په الله سوګند چې ما بايد هرو مرو جومات ته بوزى. زامنو يې جومات ته بوتلو، او پداسې حال كې چې په سجده پروت وو، روح يې خپل څښتن ته تسليم كړ.

اى له لمانځه بي غوره انسانه! د څه شي په انتظار یې؟

آيا د هغه فقر منتظر يې چې بدمرغي راوړي، كه هغه ثروت چې سرکښه دې كړې، یا هغه ناروغي چې له پښو دې وغورځوي، كه هغه بوډاتوب چې د ځمکې دې کړي، يا هغه مرګ چې هره شيبه يې راتلل شوني دي او كه هم قیامت ته سترګې په لار ېې؟ «بلكې د دوى د فيصلې د اصلي  وعدې نيټه خو قيامت دى او هغه لوى اّفت او ډېر سخت ساعت دى.» (القمر۴۶)

اى له لمانځه بي غوره انسانه! آیا جنت دې نه خوښیږي؟

پوهیږم چې له شک پرته دې خوښیږي، خو پدې هم پوه شه چې د جنتيانو تر ټولو ستره ځانګړتيا د لمانځه اداء کول دي: «او هغه كسان چې د خپلو لمنځونو ساتنه كوي. همدوى به په درنښت سره د جنت په باغونوكې اوسيږي.» (المعارج۳۵)

اى له لمانځه بي غوره انسانه! آیا د دوزخ له عذابه نه ویریږې؟

نو واوره چې: «بيا له هغو وروسته داسې ناكاره خلك د هغوى پرځاى راغلل چې لمونځ يې ضايع كړ او د نفس د غوښتنو پيروي ېې وكړه نو ژر به د خپلې ګمراهۍ پايله (غى) وويني.» (مریم۵۹)

آیا د (غَى) په معنی پوهیږې؟ په تفسير كې راغلي چې (غى) د دوزخ په تله كې كې ډېر بدخونده او بد بويه دى. همداراز ويل شوي چې په دوزخ كې يو ځاى دې چې له وينو او زوو ډك دى.

اى له لمانځه بي غوره انسانه!

آیا نه غواړې چې ګناهونه دې وبښل شي؟ پیغمبر  صلي الله عليه وسلم  فرمایي:  كله چې بنده په لمانځه باندې ودریږي، نو ګناهونه یې سر او اوږو ته راوړل شي او كله چې رکوع او سجده کوي نو ګناهونه ترې توییږي. (بیهقي،ابن حبان)

ګرانه وروره او درنې خورې!

اوس چې د لمانځه په ارزښت پوه شوې، نو د الله په نامه سوګند دركوم چې كله به پيل كوې؟ سبا كيداى شي ډېر ناوخته وي. راځه همدا اوس له خپل رب سره آشتي وكړه، په ټينګ عزم پاڅه، اودس وكړه او له خپل ځواكمن او مهربان خداى سره لوړه وكړه چې نور به د لمانځه په اړه بې پروا او د غافلانو له ډلې څخه نه وې. آيا دا تعهد كوې؟

يادونه:

د لمانځه د ضروري احكامو د زده كړې لپاره، د فقهې يو مختصر كتاب وګوره، پدې هكله كيداى شي د مولانا محمد يوسف اصلاحي، كتاب: آسانه فقه- لومړى جلد چې د حنفي مذهب مطابق ليكل شوى مفيد وي.

د اصلاح پيغام لړۍ

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیر زيات، ضروری او د وخت سره سم مطلب ته مو اشاره کړی الله ج مو سر لوړی او کامياب لره الله ج دی تاسی او ستاسو کورنيو ته جنتونه نصيب کړي چې داسی ضروری مطالب په ليکه کوی الله ج دي ټولو مسلمانانو ته توفيق ورکړی چې د لمونځ پابندی وکړی ځکه همدا لمونځ د دين ستن ده او چا چې د دين ستن ودروله هغه دين ودراوه او چا چې لمونځ ونه کړه هغه د دين ستن ونړوله دا ديو حديث شريف مطن دی الله ج دی موږ ټولو ته توفیق راکړی تر څو دا پورته مطلب د خپلو ملګرو سره شريک کړو تر څو د ورځ په قيامت مو غاړه خلاصه وی يو امين
    يو ځل بيا ستاسی نه مننه کوم الله ج مو په ټولو چارو کې بريالي لره
    امين
    په اسلامی مينه