د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :«من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه» (البخاري – ۵۰۰۸ )

ژباړه: څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :«لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة » ( رواه مسلم ۷۸۰ ) .

ژباړه: له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې کور نه تښتي .

د البقرې او آل عمران سورتونو فضيلت :

«…اقرَؤوا الزَّهرَاوَين : البقرةَ وسورةَ آلِ عمرانَ . فإنهما تأتِيان يومَ القيامةِ كأنهما غَمامتانِ . أو كأنهما غَيايتانِ . أو كأنهما فِرْقانِ من طيرٍ صوافَّ . تُحاجّان عن أصحابهما . اقرَؤوا سورةَ البقرةِ . فإنَّ أَخْذَها بركةٌ . وتركَها حسرةٌ . ولا يستطيعُها البَطَلَةُ» .(رواه مسلم ) .

ژباړه : دالزهروين : البقره ـ ال عمران سورتونه لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه  وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي  ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري ، ترک يې پښېمانتيا ده او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .

د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې  سحر او جادو کوم اثر نه کوي

د آيت الکرسي تلاوت کول :

له ابی امامة رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «من قرأ آية الكرسي دبر كل صلاة مكتوبة ، لم يمنعه من دخول الجنة إلا أن يموت» (رواه النسائي وصححه ابن حبان او صحيح الجامع ) .

يعنې : څوک چې د فرض لمانځه څخه وروسته آيت کرسي ولولي ، هغه به جنت د تلو نه منع نشي مګر مرګ ( کله چې وفات شي جنت ته به ځي ) .

په بخاري شريف کې د ابی هريرة په روايت سره په  يوه اوږه حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ابي هريرة رضی الله عنه  الله عنه ته وويل :

إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ، وَلا يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، …. » (البخاري)

کله چې بسترې ته (د خوب لپاره ځې) نو لوله آيت کرسي له آیت (اللَّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ … تر آخر د آیت پورې ، او ما ته يې فرمايلي : ته به ټوله شپه د الله په ساتنه کې وې او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه نږدې کيږي .

د سورة الكهف  فضيلت :

عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : «من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف » ( رواه مسلم ).

له ابي درداء نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس اوليني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې څخه به په امن شي او په بل روايت کې دي چې آخر د سورت کهف .

همدارنګه فرمايي : «من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق» ( صحيح الترغيب والترهيب / ۷۳۶ ).

ژباړه: چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي .

د شپې لخوا د تباک الذي تلاوت کول (د قبر د عذاب نه د نجات وسيله ده ) :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غفر له هی : تبارك الذي بيده الملك (صحيح الماجه – ۳۰۶۸ ) .

ژباړه: په قرآن کې درش ايته دي چې د تلاوت کوونکي د پاره تر هغه پورې شفاعت کوي تر څو هغه وبخښل شي دا تبارک الذي (سورة الملک ) دی .

بل حديث شريف کې راځي : عن ابن مسعود رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (سورة تبارك هي المانعه من عذاب القبر) ( السيوطي صحيح الجامع ۴۷۲۷ – سلسلة صحيحية  ۱۱۴۰ ) .

ابن مسعود رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي .

عن عبد الله بن مسعود قال : «من قرأ تبارك الذي بيده الملك كل ليلة منعه الله بها من عذاب القبر ، وكنا في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم نسميها المانعة » (رواه النسائي ۱۷۹/۶، و صحيح الترغيب والترهيب ۱۴۷۵ ).

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي : چا چې هره شپه تبارک الذی تلاوت کړ الله (جل جلاله) به دی د قبر له عذاب څخه وساتي ، او مونږ به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې تبارک الذی سورت ته المانعه ويلو ( د قبر د عذاب مانع ) .

د سوره اخلاص (قل هو الله ) د تلاوت فضيلت :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي :«(قل هو الله أحد ) تعدل ثلث القرآن ، و ( قل يا أيها الكافرون ) تعدل ربع القرآن» (صحيح الجامع ۱۴۷۷).

ژباړه: قل هوالله احد د قرآنکريم د دريمې حصي سره برابر دی او قل يا ايها الکافرون د قران د څلورمې حصي سره برابر دی ( د تلاوت کولو ثواب ).

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« أيعجز أحدكم أن يقرأ في ليلة ثلث القرآن ؟ ، قالوا وكيف يقرأ ثلث القرآن ؟ قال صلى الله عليه وسلم ” قل هو الله أحد ” تعدل ثلث القرآن » (رواه مسلم ) .

ژباړه: آيا د تاسې څخه څوک په دې عاجز دي چې په يوه شپه کې دری ځل قرآن تلاوت کړي ؟ مونږ وويل څنکه به څوک دری ځله تلاوت وکړای شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د قل الله تلاوت د قرآنکريم د تلاوت له دريمې حصې سره برابر دی .

د مغوذتينو (قل اغوذ برب الفلق او قل اغوذ برب الناس ) تلاوت فضيلت:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: «أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ، جَمَعَ كَفَّيْهِ ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا، فَقَرَأَ فِيهِمَا:(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) وَ (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ) وَ (قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ) ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ، وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ، يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاثَ مَرَّاتٍ. (البخارى:۵۰۱۷)

ژباړه: د بې بې عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه هر شپه به چه کله د آرام د پاره خپلې بستري ته تللو نو خپل دواړه لاسونه به يې يو ځای کړل او قل هو الله ، قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس به يې لوستل بيا به یې په لاسونو باندې وپوکل بيا د کوم ځای پورې چه کيده په خپل مبارک بدن به يې راکشول دا عمل به يې دری ځله تکرارولو .

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email