د امام ابن جوزی رحمه الله نصیحتونه

۱- ګناهونه د انسان زړه پوښي ،نو کله چې د انسان د زړه ښيښه توره شوه نو بيا په هغه کې د نيکۍ او هدايت مشاهده نشي کيدای . څوک چې د ګناه ضرورونه احساس کړي په هغه پښيماني ښکاره کوي .

۲- ای هغه سړيه ! چې خپله لمن دې پر ګناهونو ککړه کړې . چيرته دي هغه اوښکې چې وبهيږي ؟ ای هغه سړيه ! چې د ګناهونو په بند کې بندي يﺉ په تيرو ګناهونو دې وژاړه . ای افسوس د ستا په حال چې مرګ دې راشي د الله طرف ته وغوښتل شي مګر دعوت يې نه قبلوې . هغه وخت به څه کوﺉ چې سفر ناره ووهل شي خو تا خپله آمادګي نه وي نيولې .

ایا ته هغه څوک نه وې چې پر ډاګه به دې د الله تعالی نا فرماني کوله او الله تعالی به دې هير وو ؟ .

۳- ای افسوس د هغه چا په حال چې هر څومره يې ګناهونه زياتيږي هغومره يې استعفار کميږي .او هر څومره چې قبر ته لنډيږي هغومره يې سستي او ټبلي زياتيږي .

۴- ای غافله !!! له خپل ځان څه خبر لرﺉ ؟ د خپل ځان له لوږې خبريږي او ځان موړ کړې ،بسترې ته لاړ شي او خوب وکړې اوبس ستا د او د چهارپایانو څه فرق وشو ؟ .

۵- ای هغه کسه ! چې خپله ځواني دې تباه کړه د اعمالو دفترد نافرمانۍ نه ډک کړی آيا ته نه پوهيږي د انسان اندامونه به د حشر په ورځ پر خبرو کولو راشي او پر سړی به شاهدي وايي .ای افسوس د هغه چا په حال چې ټول ژوند ورته مناقشه وګرځي دا به ستا د غفلت ثمره وي .

۶- د قرآنکريم نصيحتونه اوسپنه ولې کوي او د انسان د پاره په هره لحظه کې روښنايي او هدايت وي ، مګر غافل انسان که څه هم هغه تلاوت کوي خو له هغه څخه هيڅ پند نه اخلي .

۷- څوک چې د سختي او زحمت څخه د وتلو د پاره ثناء او تمجيد وايي ابتلاء او امتحان پر هغه اسانه کيږي .او څوک چې د ګناهونو بديو او رسواييو نه د نجات کوښښ کوي د هغه ترک به هغه ته آسانه شي .

۸- زه هغه چاته حيران يم چې د بقا پر ځای بنا خوښوي لکه يو څوک چې د څه مقدار اوبو په بدل کې درياب خرڅ کړي ، يا هغه څوک چې مريضۍ ته په روغتيا ترجيح ورکړي ، يا خراب کور ته په پاک او نيک کور ترجيح ورکړي .

۹- ټول انسانان به په يوه ډاګ کې سره راټول شي هغوی به پر دوو ډلو وويشل شي نيکبخته او بدبخته يوه ډله به په الهي عذاب ګرفتار شي اود بلې ډلې د پاره به هغه ورځ د خوشحالۍ او اختر وي .

۱۰- ای د آدم بچيه ! د دنيا د ګناه مستي او خوشحالی ډيره لنډه ده مګر د آخرت ناآرامي او درد او غم ډير اوږد دی . تر څو چې انسان د هدايت په نور کې خپل ژوند تيروي تر هغه پورې د هدايت په مسير روان وي مګر کله چې پخپل ژوند کې د ګناه تيارې داخلې شي نو بيا نور ورک شي .

۱۱- ای انسانه ! تر غفلت سخت خوب ، تر شهوت سخته غلامي ،تر مرګ سخت مصبت او تر بډاتوب بل هيڅ ياد نشته .

آن لاين اسلامې لارښود

۱۲- ای هغه انسانه چې د جنت په لټه کې ياست ،پوه شه چې ستا پلار آدم د يوې ګناه په وسيله له جنت څخه ويستل شو.آيا ته په داسې حال کې د جنت هيله لرې چې ډير ګناهونه دې کړي او توبه نه ورباندې کوې ؟ هغه انسان چې په ناپوهي سره خپل وخت تير کړی او په نافرمانۍ خپل روزګار چلولې مناسبه دا ده چې د خپل تير عمر په کړنو ډيرې اوښکې تویې کړي .

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ډیره زياته مننه واقعا ډیر په زړه پوری او د معنا ډک نصيحتونه وه الله ج دی موږ ټول په نيکه لاره روان کړی
    امينه

  2. حيات هجران شيرزاد

    ډیر اوبخښی لږ غلطی رانه شوه په پورته ليکنه کې
    هغه امين دی نه امينه

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي