جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟

Da dawat da islami panre tolo karkawonko ta deer salamona wrandee kom.Mohtaramo wrono da khabara deera zarori da che har musalman bayad da islami dawat danda tar sara kree.
Zama pokhtana da da che zini musalamnan wrona shta che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumaat ye tar sara kawee kha na ganree.Da khalak pa tablighee jumaat bandee
deer toorona lagawee
Aya dasee kawal gunah na da che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumat ye kawee bad woganral shee.
Kidaye shee che pa tableeghee jumaat ke ba kom kaas la islami aosolo sargharawee wokree kho da de maqsad kho ba da na wee che sok da tol kar bad woganree.
heela da che zama pa likana bandee wopohigee zaka pa computer ke pakhtoo na laram.
ka mo rata pokhtana jawab kra no deer ba khwakh sham.
Jazakallah

da jawab muntazir yem

اسماعيل ملکزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جماعت دعوت او تبليغ د اهل سنت او جماعت څخه دي او د هغوی هلی ځلې د ساينې وړ دي په ټولنه يې ډير تأثيرات پريوتي دي  ډیرو بې لارې کسانو ته الله تعالی پخپل فضل سره د دوی د کوښښ په وسيله هدايت کړی دی الله تعالی دوی کامياب لري .

په مجموع کې جماعت تبليغ د دين د قيام د پاره ګټور دی خو په ځنو افرادو کې يې  څه وړې وړې خاليګاوې شته چې هغه ته په دې خاطر اشاره کوو چې دوی ورته متوجه شي ځکه دين نصيحت دی :

هغه داچې : په جماعت تبليغ کې ځنې داسې کسان وي چې علمي قوه يې ډيره ټيټه وي د احاديثو د صحت په نظر کې نه نيولو سره خلکو ته احاديث بيانوي مبلع بايد په علم حديث او نور ضروري شرعي علم باندې څه نا څه پوه وي ځکه دی خلکو ته دين رسوي د دعوت شرطونه دلته وګورﺉ .

بل داچې ځنې وروڼه يوازې فضائل بيانوي (امر بالمعروف ) حال دا چې اسلامې دعوت په قرآن او سنتو کې د (امر بالمعروف او نهې عن المنکر ) څخه عبارت دی .

قوله تعالی : [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ] «توبه/71»

او همدارنگه فرمايي :[ وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ] «آل عمران/104»

دريم دا چې په جماعت تبليغ کې اکثراً په وعظ  کې شش لمبرې بيانيږي ، که کوم ورور د شش لمبرو نه خارج د بل مطلب په رابطه وعظ وکړي نو بيا هغه وروڼه چې علمي قوه يې ضعيفه وي پر هغه ملامتيا وايي چې داسې کول ښه نه دي ځکه چې دا د هغه څه الزام دی چې اسلامې شريعت په مشخص ډول د وعظ او تبليغ د پاره نه دی ټاکلي واعظ به حالاتو ته ګوري او وعظ نصحيت امر بالمعروف او نهی عن المنکر به کوي ځکه (مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ …. المسلم ۴۹ ) .

دا څه وړې خلاوي وې چې د نصيحت په ټوګه مو اشاره ورته وکړه .

نو تر هغه به څوک ښه خلک وي چې بستره په شا کړي له خپله کور ووځي په خپل مصرف سفر شروع کړي او د الله دين ته بلنه کوي .

کوم کسان چې خپله نه د دعوت او نه هم د جهاد د پاره کومه ځوانمردي لري خپل ژوند په خوند او مستۍ کې تيروي د عفلت او دين څخه د نا خبرې له وجې د اسلام دوښمنو د تبليغاتو تر سخت تأثير لاندې راغلي وي نو بيا د نورو مسلمانان په قربانيو ملنډې وهي ځکه د دوی په زړونو کې د نفاق مرض وي .

الله تعالی زمونږ مسلمانان وروڼه بيدار کړي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    ملکزی صاحب ډیره مننه چې يوی مهمی موضوع ته مو اشاره کړی الله ج دی سرلوړی او بريالی لره په دواړو دارينو کې الله ج دی زموږ ټولو نه د دين کار واخستل کړی امين

    دان لاين اسلامی لارښود اداری ته

    ګرانو الله ج دی ستاسی د دی لوی خدمت چې د دين لپاره يي کوی او خپل مسلمان ورونه او خويندي پری پوهوي په بدله کې جنتونه در نصیب کړی او الله ج دی په ټوله نړۍ کې اسلامی حکومت قايم کړی. واقعا ستاسی پاڼه يوه پياوړی په قران کريم او احاديثو ولاړه پاڼه ده الله ج دی نوره هم کاميابه کړی. زه هم د يو کتونکی ډول ستاسی پاڼه ستايم البته ځينی وختونه داسی راځی چې دا يات يا حديث ژباړه يا ترجمه پکې نه وی شوی نو که دی ټکی ته مو پام شی نو ډیره مهربانی به مو وی ځکه زياتره ورونه زما په شمول په عربی ژبه سم نه پوهيږی هيله لرم چې خوا بدی نه شي
    په اسلامی مينه