د الحمدلله او سورت تر مينځ د بسم الله ويل

دان لاين اسلامي لارښود چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه خدمت ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم

دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كو لاندي پوښته راته ځواب كړي.

۱-  په لمانځه كي دهر ركعت په شروع كي د بسم الله ويل څه حكم لري او كه وه نه ويل شي لمونځ څنګه كېږي.

2 –  په ډكو ركعتونو كي له سورة فاتحي وروسته دسورت په شروع كي بسم الله ويل كېږي اوكه نه ځكه له يو مولوي صاحب څخه مې واوريدل چې

كه دسورت سر وي ويل يې ضروري دي او ما تردې مخكي له هيچا څخه دا نه وو اوريدلي هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي

پرويز حقپال له كاپل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحیم

تنها لمونځ کونکي د پاره د هر رکعت په شروع کې بسم الله الرحمن الرحيم ویل سنت دی (فقه میسر- فقه اسلامې – کفايت المفتي ) .

د (بسم الله الرحمن الرحيم ) په اړه زمونږ د مذهب (احنافو ) نظريه دا ده چې بسم الله د قرآنکريم يو آیت دی او د سورتونو د فصل يا جدايی د پاره نازل شوی دی ، نو نه د فاتحه جز دی او نه هم د کوم بل سورت جز دی بلکې يو ایت دی د قرآنکريم له آيتونو څخه .

او د بسم الله ويل د الحمدلله او بل سورت په مينځ کې سنت نه دی علامه شامی رحمه الله همدې قول ته ترجيح ورکړی ده ، البته ویل يې باک نه لری .

و فى الدر:

“و لا تسن بين الفاتحة و السورة مطلقاً و لو سرّية، ولا تكره اتفاقاً… و هى آية واحدة من القرآن كلّه انزلت للفصل بين السور فما فى النمل بعض آ ية اجماعاً و ليست من الفاتحة و لا من كل سورة فى الاصح).

نقل فی فتاوي المحمودی حنفي .

ان لاین اسلامې لارشود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. Da dawat da islami panre tolo karkawonko ta deer salamona wrandee kom.Mohtaramo wrono da khabara deera zarori da che har musalman bayad da islami dawat danda tar sara kree.
    Zama pokhtana da da che zini musalamnan wrona shta che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumaat ye tar sara kawee kha na ganree.Da khalak pa tablighee jumaat bandee
    deer toorona lagawee
    Aya dasee kawal gunah na da che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumat ye kawee bad woganral shee.
    Kidaye shee che pa tableeghee jumaat ke ba kom kaas la islami aosolo sargharawee wokree kho da de maqsad kho ba da na wee che sok da tol kar bad woganree.
    heela da che zama pa likana bandee wopohigee zaka pa computer ke pakhtoo na laram.
    ka mo rata pokhtana jawab kra no deer ba khwakh sham.
    Jazakallah
    da jawab muntazir yem