د شرقي اسيا تر ټولو لوی جومات د هند د کاليکوت په ښار کې جوړيږي .

د اسلام نيوز د راپور له مخې : د دغه جومات ديذاينر ويلي : دا جومات چې د کرالای په ايالت او د کاليکوت په ښار کې جوړيږي د نوی دهلي له جامع جومات څخه لوی دی .

ددې جومات طراح ابوبکر احمد ماسلير وايي : دا جومات نړۍ ته د اسلام د عدالت  او ورورولې او د معنوي روښنايی انعکاس ورکوي .

دا جومات په ۱۲ هکټاره يا ۶۰ جريبه ځمکه کې چې تشکليل شوی دی له يوې کتابخانې او د کنفرانس ساصون څخه چې په دغه کتابخانه کې به اسلامې تحقيقات تر سره کيږي چې مسلمان او غير مسلمان به کولای شی هلته د اسلام په اړه معلومات تر لاسه کړي .

ددې جومات معمار ریاض محمد خبر ورکړ چې پنځه میاشتې وروسته به د جومات کار پيل شي او جومات به په راتلونکو دوو کالو کې جوړ شي خو ددې پروژې تکميل به پنځه کاله وخت ونيسي .

د شرقی اسيا دغه تر ټولو لوی جومات د پاره ۱۲ ميليارده روپيه برآودر شوی دغه جومات د ۲۵۰۰۰ لمونځ کونکي ځايوالای شي ..

ددې جومات معماري د اصلي اسلامې مدرن تکنالوجۍ معمارۍ څخه عبارت ده او د جومات شا او خوا د پاره ښکلی شنه ساحه په نظر کې نيول شوی ده .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email