د لوګي سګر يټ، چرسو وهلو حکم

د لوګي سګر يټ، چرسو وهلو حکم

 

 

د لوګي سګر يټ، چرسو وهلو حکم

سګريټ او همدا رنګه چرس وهل حرام دي . دليل يي د الله تعالی دغه قول دی:
( ولا تقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحيما )
ژباړه: او مه وژنۍ ځانونه په خپله يقينن الله تعالی وو په تاسی ډير رحم والا.
ولا تلقو بايديکم الی التهلکه)
ژباړه: او په خپلو لاسونو سره ځانونه هلاکت ته مه اچوۍ.
دطب له نګاه نه هم دغه شيان زيان رسوي، او هر شی چی زيان رسونکې
وي هماغه شی حرام دی .

له سنتونه: رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) دمال ضايع کول منع کړيدي
ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي . ( لا ضرر ولا ضرار )
ژباړه : زيان رسول او زيان منل نه شته دی .
او د دغو شيانو څښل د زيان سبب ګرځيږي، ځکه د دغو شيانو څښل انسان
له دغو شيانو سره تړي، او که انسان دغه شيان له لاسه ورکړي سينه يي تنګيږي، او دنيا هم ورباندی تنګيږي . ځکه انسان په خپله داسی شيانو
باندی ځان اخته کړی وي، چی اړتيا يي ورته نه لرله .
ليکونکې : فضل وهاب وزير

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي