په مړو باندې توسل کول جايز دی ؟

سلام يوه پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی را ولېږی ډیره مننه به مو وی
په افغانی جامعه کی ډیری ښځی زیارت ته ځی تعویض کوی مثلاً د اولاد د نه
کیدو تعوذ او زیارت ته د ښځی تګ څنګه دی چې په هغی هدیره کی یی هیڅ
خپلوان هم نه وی دفن شوی

دوهمه داچی دلته څوک فلج یا ګوزن ووهی هغه زیارت ته بیایی او هغه ته قسم
قسم شیان ورکوی مثلاُ دهغی زیارت مالګه به خوری د وربشو ډوډوی بی مالګی
ډوډی او دا کار به څلویښت ورڅی کوی په دی هکله که د اسلام په رڼا کی څواب
راولېږی
مننه
عمران له وردګو نه

د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته لومړی تر هر څه نبوی تحفه وړاندی کوم   السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د صحت جامی به مو په تن وی   یو دوه سوالونه لرم که د مهربانی له مخی یی را ځواب کړی منندوی به مو یم   ۱: په اسلام کښی د تعویز حکم څنګه دی؟ په تعویز عقیده لرل او تعویز کول څنګه دی ۲:زیارت ته تلل په اسلام کی څه حکم لری، یعنی که څوک یو مشکل لری او د حل لپاره یی زیارت ته ولاړسی او هغه کس الله ج ته واسطه وګرځوی تر څو هغه مشکل یی حل سی؟   مننه   ذبیح الله کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

توسل وسيلې جوړولو او تقرب ته وايي چې په مشروع او غير مشروع تقسيم شوی دی .

توسل مشروع :

مشروع توسل هغه دی چې د الله تعالی د محبت او رضا د پاره د صالحو اعمالو په واسطه تر سره شي  چې لاندې ډولونه لري :

اول : توسل د الله تعالی په اسماء او صفاتو ، قال تعالى : ( ولله الأسماء الحسنى فادعوه بها وذروا الذين يلحدون في أسمائه سيجزون ما كانوا يعملون )

لکه بنده په دعا کې وايي ای زما رحيمه ربه ته په ما رحم وکړﺉ  ای غفوره پروردګاره ته ما ته عفوه وکړې او داسې نور .

دوهم  : الله تعالی ته د ايمان او توحيد په وسيله توسل کول، قال تعالى : ( ربنا آمنا بما أنزلت واتبعنا الرسول فاكتبنا مع الشاهدين ) .

دريم : توسل کول په خپلو نيکو اعمالو لکه په لمونځ ،روژه ،صدقه او د محرماتو نه ځان ساتل . لکه په صحيحينو کې قصه د دريو نفرو ذکر شوی ده چې دوی په يوه غار کې وو ډبره را ولويده او د غار خوله يې بنده کړه نو دوی الله تعالی ته د خپلو نيکو اعمالو په يادولو او توسل سره دعا وکړه او الله تعالی پخپل فضل د غار له خولی څخه ډبره لرې کړه .

او بل داچې بنده خپل رب جل جلاله ته د خپل فقر بې وسۍ او خسران په وسیله توسل کوي لکه الله تعالی د خپل نبی حضرت ايوب عليه سلام قصه داسې بيانوي :  ( أني مسني الضر وأنت أرحم الراحمين ) أو بظلم العبد نفسه ، وحاجته إلى الله كما قال تعالى عن نبيه يونس عليه السلام : ( لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين ) .

او دا توسل مشروع چې په حکم کې فرق لري ځنې يې واجب لکه د الله تعالی په اسماء او صفاتو توسل کول او ځنې بيا مستحب دی کله په نيکو اعمالو توسل کول .

همدارنګه له صالح کس څخه د دعا غوښتل چې هغه ژوندی وي لکه ای شيخ ! ما ته دعا وکړه ځکه چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه د باران دعا غوښتې وه .

مګر په مړو باندې توسل کول جايز نه دي ځکه د حضرت عمرفاروق د خلافت په دور کې خوشکسالی وه صحابه کرامو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په قبر توسل ونه کړ بلکي د هغه په کاکا ابن عباس رضی الله عنه يې توسل وکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې د باران د پاره دعا وکړي .

صحيح البخاري يې داسې بيان کوي : ـ عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ t: أنّه كَانَ إِذَا قَحَطُوا اسْتَسْقَى بِالْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِالْمُطَّلِبِ t، فَقَالَ: اللَّهُمَّ إِنَّا كُنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِنَبِيِّنَا فَتَسْقِينَ،ا وَإِنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِعَمِّ نَبِيِّنَا فَاسْقِنَا، قَالَ: فَيُسْقَوْنَ. (بخارى:1010)

ترجمه: کله به چې قحطسالی کيده حضرت عمرفاروق رضی الله عنه به د ابن عباس د دعا په وسليه د باران غوښتنه کوله او ويل به يې : ای پروردګاره ! مونږ به مخکې ستا د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په وسیله باران غوښتلو او تا به باران کولو . اوس د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په تره ابن عباس رضی الله عنه توسل کوو او ستا نه باران غواړو .راوي وايي ( د ابن عباس په دعا سره به باران وريدلو ) .

داسې توسل کول چې پيغمبر يا ولی يا کوم پير حاضر ناظر ګڼي چې فلانئ ولي ، يا پيره را ورسيږه په دې نيت چې هغه ما ته رارسيږي يعنی زما سره مدد کوي حرام دی (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳ ) .
ځکه مونږ او تاسې په هر لمانځه کې دا وايو چې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ‹‹ خاص تاته عبادت كوو او خاص له تا څخه مدد غواړو ›› .
همدارنګه الله تعالی فرمايي : « وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ (يونس 106 ) . ‹‹بغير له الله تعالی د بل چا عبادت مه کوه ،هغه چې نشي رسولای نفعه تا ته (بلنه د هغه ) او نه ضرر رسولی شي تاته (بلنه دهغه ) نو که بالفرض د غير الله عبادت وکړې نو يًقيناً ته به وې دغه وخت له ظالمانو ››
او په دغه مبارک آيت کې : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ (المائده 35 ) د وسيلې نه مراد صالح اعمال او ښه کارونه دي او همدارنګه د نبی صلی الله عليه وسلم سره محبت چې محبت يې د سنتو اتباع ده . (معارف القرآن ) .

په ټولنه کې د قبرونو روان بدعت او شرکيات دلته وګورﺉ

دقبرونو زيارت د ښځو د پاره جايز نه دی : لعن الله زائرات القبور

الله ج لعنت کړی دی پرهغو ښځو چه دقبرونو زيارت وکړي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. Da dawat da panree tolo karkawonko ta salamona wrandee kawom
    mohtaramo heela da che da pookhtanee ba rata jawab krai

    Da qabar azab pa rooh dee ka pa jasad
    Aya da qabar azab da gunah pa andaza de
    Aya da qabar azab beel dee aw da qiamat pa wraz che hisab kitab woshee la haghee wrosta majazat aw makafat beel dee
    jazakallah