دتنکيومتعلمينواو ځوانومحصلينو له ايماني ولولو درناوي کوو
ګرانو لوستونکو!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
تاسې خبر ياست چې د وردګو په ولايت کې د صلبی لښکرو لخوا قرآنکريم ته سپکاوی شوي دی .
که څه هم دا لومړي ځل نه دی په بار بار زمونږ په مقدساتو تيري شوي دی .                           
تيره هفته د ننګرهار پوهتنون محصيلينو او په دې هفته کې د خوست محصيلينو دغه ناوړه عمل په لاريون کې و غندلواو همدارنګه د وردګو د ولايت د ليسو تنکيو زده کونکو دغه ناوړه عمل په سختو ټکوکې غندلی دی  .
ورسته د کابل پوهنتون په زرګونو محصلينو د اسلام د مقدساتو د دفاع لپاره خپل ناره پوره کړه.
مونږ ددغو متعلمينواومحصيلينو له دې تبليغاتی جهاد څخه مننه کوو او الله ج دی تاسې ته ددی نيک احساس غوره بدله درکړي .
او داد هر مسلمان مسئوليت دی چې د خپل د ین د دفاع لپاره خپله چيغه پورته کړي .
دا يو واضح حقيقت دی چې دغه نړيوال کفري حشر د اسلام د له منځه وړولو لپاره جوړشوي دی چې دغه کوم اعمال چې د مقدساتو د سپکاوي لپاره يې پر ډاګه ترسره کوي يوه داسې نښه ده چې ټول عام خلک ورباندې پوهيږي ولې د پردې تر شاچې دومره اسلام ضد فعاليت کيږي هغه به نو پوره پوره يو الله ج ته معلوم وي .
څوک چې د ديموکراسۍ پر ځنځير وتړل شي د هغی کس بيا شهوات او نفساني غوښتنی پر عقل غالبې شي چې بيا تر خپل دين ،خپل هيواد او خپل مسلمان ورور نه په عيش نوش کې ژوند او جيب او خيټي ډکول مهم شي .
دا عقل بيا يرغلګر ته ميلمه وايې ، مستئمين  او صلح ساتي يې بولي د شئون اسلامی پر پله روان ملاصاحب په کومو شرعی دلايلو يې تاسې صلح ساتي او مستئمنين بولې تاسې دا دلايل ولس ته وړاندې کړي تر څو مونږ هم ورباندې پوه شو.
هو تاسې به يې هغه وخت يرغلګر بولی چې د جوماتونو پر ځای کليساوي جوړي شي او دولس عزت او ابرو مو پرځمکه ولويږي .
 
د ديموکراسۍ علمبرداران بيا اسلام او هيواد شا ته کړي بيا قوم پرستی راواخلی هغوی چې له دوی سره په يوه کلمه کې شريک دي له دوی سره د خاپوړو نه تر مرګ شريک دی هيڅ پروا نه کوي که پر ولسونو ممبارت کيږي که د اسلامې مقدساتو سپکاوي کيږي دوی به هيڅ غږ نه پورته کوي .
د دوی غږ به د ژبي ،قوم او خپل غله او خاين خدای شرمولی مشر د دفاع لپاره وي مجلسونه او شوراګاني به يې ټول دې همدی هدف لپاره وي پر خپلو مسلمانو هيواد والو چې څه تيريږي د هغه به څه پروا نه کوي .
 
 
 
 

 

Print Friendly, PDF & Email