د شام په لورې او له بې بې خديجې سره واده

له بحیرا راهب سره

کله چه نبی صلی الله علیه وسلم دولس کلن شو کاکایی له ځان سره په یوه تجارتي کاروان کې روان کړ کله چه بصری ته ورسید هلته له یوه راهب سره چه نوم یی جرجیس ؤ او په بحیرا مشهور وو لیدنه وشوه.

دیادونی وړده بصره دشام مربوط او د حوران مرکزی ښاردی دا ښارهغه وخت دهغو عربی هیوادونو چه د رومیانو په کنترول کی وو پایتخت ګڼل کیده،کاروان چه کله بصری ته ورسید بحیرا راهب یی ښه راغلاست ته راووت دټول کاروان ښه راغلاست او پالنه یی وکړه له دې وړاندی دهیچا ښه راغلاست ته نه وو وتلی نبی صلی الله علیه وسلم یی دنښو له مخې وپیژانده له لاسه یی ونیو او ویی ویل :دا له ټول بشرڅخه غوره او الله جل جلاله به یې ټولو نړیوالو ته رحمت ولیږی.

ابوطالب ورته وویل چه له څه پوه شوې؟

بحیرا ورته وویل چه کله تاسې له هغی څوکې راښکاره شوئ ددې علاقې ټولې ډبرې اوونې په سجده پریوتې او دا شیان بې له پیغمبر څخه بل چاته سجده نه کوی او زه یې له هغه مهرڅخه هم پیژنم چې دمڼې په شان یې دولو په مینځ کې کښل شوئ دی او مونږ ته په خپلو کتابونو کې دده په هکله ویل شوی دی.

بیایې د ابوطالب څخه غوښتنه وکړه هسې نه چې یهودیان ورته څه تاوان ورسوی نو باید شام ته یې بونه ځې  اوبیرته یې مکې ته ولیږه،کاکایی دراهب خبره ومنله اوله ځینوملګروسره یې بیرته مکې ته واستاوه.

دنبی صلی الله عليه وسلم کاراو ژوند:په ځوانئ کې یې کوم ټاکلی کارنه درلود خو دا خبره پخه ده چې څه وخت یې دمیږو شپنی کړی ده دبنی سعدخلکو او هم یې دمکې دخلکو میږې دڅو قیراطونو په مقابل کې  څرولې.

د عمر په  ۲۵ کلنئ کې یې دخدیجة الکبری دمال دیوې تجارتی قافلې سره شام ته سفروکړ،خدیجه یوه مالداره،نیکه پاکه اوتاجره ښځه وه خلکوته به یې خپل مال دمضاربت په اصولود تجارت لپاره ورکاوه،کله چه دنبی صلی الله علیه وسلم له رښتینولی امانت دارئ اولوړو اخلاقوڅخه خبره شوه نوسړی یې ورواستاوه اووړاندیزیې ورته وکړچې زما له غلام میسره سره زماښه اوډیرمال واخلی اوشام ته دې ولاړشی له هغه به زیاته ګټه ده ته ورکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندیز ومانه دهغې مال یې واخیست اودمیسره غلام په ملتیا دشام په لور ولاړ.

له حضرت خدیجې سره دنبی صلی الله علیه وسلم واده:

کله چې نبی صلی الله علیه وسلم بیرته مکې ته راستون شو اوحضرت خدیجې رضی الله عنها په خپل مال کې  د نبی صلی الله عليه وسلم هغه امانت داری او برکت ولید چې پخوایې هیڅ نه وو لیدلی او هم میسره ورته دده مبارک وخوږو اخلاقو،لوړو کړنو،روغ فکر،ریښتینو خبرو اوباوری راکړې ورکړې په هکله دخپلو سترګو لیدلی حال ووایه نو خدیجې ته ورک شوی جوهر په لاس ورغی،له دې وړاندې لویو لویو سردارانو او ریسانو ددې  سره د واده هیله ښکاره کړې وه خو دې ټولوته په نه ځواب ویلی وو.

مګراوس یې زړه له لاسه ورکړ خپله دزړه هیله یې خپلې ملګرې نفیسه بنت منیه نومې ته څرګنده کړه هغه نبی صلی الله علیه وسلم ته دبی بی خدیجې راز وویلو نبی صلی الله علیه وسلم هم ومنله او دخپلو کاکاګانو سره یې خبره وکړه د نبی صلی الله علیه وسلم کاکا ګان ولاړل او دخدیجې له کاکا څخه یې هغه وغوښته او په دې  ترتیب دشام له راستنیدو دوه میاشتې وروسته  ۴۰ کلنه خدیجه واده او د واده په مراسمو کې د بنی هاشمو او مضرقومونو مشرانو ګډون درلود، نبی صلی الله علیه وسلم ۲۰ اوښان په مهر کې ورکړل دا د نبی صلی الله علیه وسلم لومړنئ بی بی وه ددې په ژوند کې نبی صلی الله علیه وسلم بل واده نه دی کړی،بې له ابراهیم څخه د نبی صلی الله علیه وسلم د نورو ټولو بچیانو مور وه .

لومړی یې قاسم زوی پیدا شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کنیه ابوالقاسم وګرځید،بیا زینب،رقیه،ام کلثوم،فاطمه او په اخر کې عبدالله پیداشو،زامن یې ټول په کوچینوالی کې وفات اولورګانې یې ټولې داسلام ترزمانې ژوندئ وې  چې ټولې مسلمانې اوهجرتونه یې وکړل بې له فاطمې څخه نورې ټولې دنبی صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وفات شوی دی،فاطمة الزهرا دده له رحلت څخه شپږ میاشتې وروسته په نبی صلی الله علیه وسلم پسې  ورغله.

آن لاين اسلامې لارښود – سميع الله صهيب

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي