د فلم کتلو په باره کې پوښتنه

همت”سباوون ” دکندهارنه .سلامونه اونیکی هیلی اومنی

زما پوښتنه داده که چیری یوسړی غیر اخلاقی فلم اوگوری ایا په دی باندی غسل لازمیږی اوکنه.

که چیری په مبایل کی ورسره غیراخلاقی فلم وی نو ددی مونځ کیږی اوکه خیر

دسلام اودشریعت له مخی که ځواب راکړی نودابه مومهربانی وی .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غير اخلاقي فلم په کتلو غسل نه واجبيږي د غسل د وجوب صورتونه دلته وګوره .

د غير اخلاقي فلمونو د کتلو د حرمت او خطرناکې پايلې دلته وګورﺉ

http://dawat.katib.org/archives/327 http://dawat.katib.org/archives/1086

او که د موبايل پر شيشه باندې د ذروح (حيوان يا انسان ) تصوير نه وي لمونځ ورسره نه مکروه کيږي .

او که د موبايل پر شيشه باندې د انسان يا حيوان تصوير وي لمونځ ور سره مکروه کيږي ځکه دغه تصوير ته څه ضرورت نشته او که په جيب کې د ضرورت په وخت کې پارسپورت ،تذکره يا کارت وي چې پر هغه باندې تصوير وي باک نه لري (اللجنة الدائمه ) .

زمونږ ځوانانو ته دا نصيحت دی چې د غير اخلاقي فلمونو له کتلو څخه کلکه ډه ډه وکړي ځکه دغه فلمونو د ديني ، اخلاقي ،علمي او اقتصادي زوال سبب ګرځي .

ځواني د ژوند هغه مهمه مرحله او با اهميته ميوه ده چې بيا نه راګرځي په ځوانی کې بايد سړی د الله تعالی په عبادت کې ډير کوښښ وکړي ځکه ددې مرحلې عبادت الله تعالی ته ډير خوښ دی .

نن مو په ملک کافرو يرغل کړی دی د هغوی يو مهم هدف دا دی چې ځوان نسل داسې تربيه کړي چې عياش شهوت پرسته وي ځکه په داسې نسل کې بيا د ځوانمردۍ او له خپل دين او هيواد څخه د دفاع کولو کومه جزبه نه وي نن ورځ پر مسلمانانو د الله تعالی سخته ابتلاء ده چې منافق ،کافر او مسلمان سره بيلوي .

يوازې له الله تعالی څخه وويريږﺉ .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email