د نا خبری په حالت کې په تنها ګراز فرض کونکي يا نفل کونکي پسې اقتداء صحي کيږي ؟

ايا دا په کوم حديث شريف کې راغلی دی چې کله يو تن په سنتو ولاړ وی او بل تن راشی او دا ګمان وکړی چې فرض دی او يا ښه پوهيږی چې دا امام سنت هم کوی نو دا د فرضو نيت ورپسی وتړی  نو ايا دا لمونځ يي فرضو کې حساب شو او که سنت يي وشوه ځکه دا ما ديوه دوست نه واوريدل چې هغه هم ديو تن نه اوريدلی وه او دا پوښتنه ځکه کوم چې ددی سره هر وخت مخامخ کيږو او يوه ورځ داسی راغله چې ما سنت کول او يو ورور چې د سومالی څخه دی راغلو او زما پسی يي د فرضو نيت وتړلو نو ما هم لمونځ ته د امام په شان ادامه ورکړه کله می چې سلام وګرځاوه نو ما خو سنت نيت تړلی وه او فرض پاتی وه نو ما هم د هغه بل ورور پسی د فرضو نيت وتړلو او لمونځ مو وکړه نو ايا دا کړنه سمه ده او که نه ؟

حيات هجران

ستاسې پوښتنې ته ورته پوښتنه د علمي څيړنې او افتاء دايمي ټولنې څخه هم شوی ده چې وضاحت يې په لاندې ډول دی :

پوښتنه : کله چې زه په جومات کې د تحية المسجد په ادا کولو بوخت وم بل کس جومات ته داخل شو هغه په دې ګمان چې فرض کوي په ما پسې اقداء وکړه ، د هغه د لمانځه حکم څه دی او په دې حالت کې زه څه وکړم ؟

ځواب : د صحيح قول پر اساس جايز دی چې فرض کونکی په نفل کونکي پسې اقتدا وکړي او همدارنګه جايز دی چې يو شخص په تنها ګزار پسې اقتداء وکړي .

. په حديث شريف کې ثابت دي چه ابن‌عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما په داسې حال کې چې پيغمبر صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ په تنهايی سره لمونځ کولو هغه ته راغی او دهغه چپ طرف ته ودريد رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ هغه خپل ښې طرف ته کړ او د هغه سره يې لمونځ وکړ .[1]

همدارنګه ثابت دی چه معاذ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ د ماسختن لمونځ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره ادا کولو او وروسته خپل قوم ته تللو او د همدغه لمونځ امامت به يې ورکولو او پيغمبر صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ په هغه څه ايراد نه کولو .[2]

همدارنګه رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د خپلو يارانو د يوې ډلې سره دوه رکعته د خوف لمونځ ادا کړ او سلام يې وګرځولو او وروسته يې له بلې ډلې سره هم دوه رکعته ادا کړ او سلام يې وګرځولو.[3]

وبالله التوفيق، وصلي الله علي نبينا محمد وآله وصحبه وسلم

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه (7/401)

يوښتنه : يو کس ولاړ دی لمونځ کوي بل کس راغی هغه نه پوهيږي چې فرض کوي يا نفل ؟ دا شخص څه کار وکړي ؟ د امام مکلفيت څه دی ؟ او که په نفلو ولاړ وي هغه ته جايزه ده چې هغه کس په اشاره سره لرې کړي ؟

ځواب : صحيح قول دادی چې په لمانځه کې د امام او مقتدي د نيت اختلاف لمانځه ته ضرر نه رسوي که په ذکر شوی حالت کې فرض کونکی په نفل کونکي پسې اقتداء وکړي جايزه ده ځکه په احاديثو کې ددې ثبوت موجود دی کوم چې پورته ذکر شول .

پس هر کله چې څوک جومات ته راشي او تاسې د فرض يا نفلو د ادا کولو په حال کې وﺉ او هغوی په تاسې پسې اقتدا وکړي دا کار باک نه لري او لازمه نه ده چې تاسې هغه ته اشاره وکړﺉ چې په لمانځه داخل نشي هغوی چې کوم لمونځ له تاسې سره وکړ او هغه مقدار چې پاتې شي هغه به پوره کړي .

.[5]

آن لاين اسلامې لارښود


[1]. بخاري (699)، او مسلم (763).

[2]. تخريج  (فتواي شماره (35).

[3]. احمد (5/49) ابوداود (1248) نسائي (1551،1552)، ابن خزيمه (1353) آلباني، صحيح ابوداود (1112).

[4]. بخاري (700، 701)،‌ او مسلم (465).

[5]. شيخ ابن باز مشابح فتاواي په مجله‌ي (دعوت) کې فتواي نمبر (1033). او همدارنګه شيخ ابن جبرين په «اللؤلؤ المكين» ص (113) مشابح فتوا لري .

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج دی تاسی ته جنتونه په نصیب کړي چې زما سوال ته مو ځواب وليکه الله ج دی نور توفیق هم درکړی چې د اسلام د مبارک دين خدمت وکړی الله ج دی زموږ نه هم د دين کار واخستل کړی امين
    په اسلامی مينه