نيکمرغه ميلاد او ۴۰ کلن پاک عمر

د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ‍پیدایښت او ۴۰ کلن پاک عمر

مبارک پیداښت : له ټولو پیغمبرانو غوره پیغبر صلی الله علیه وسلم د دوشنبې دورځی په سهارد مکې په شعب بن هاشم کې وزیږید.

د لوی څیړونکي عالم محمد سلیمان پوري دڅیړنې مطابق دا ورځ دوشنبه د فیل کال د ربیع الاول دمیاشتی  ۹ نیټه وه چه د ۵۷۱ میلادي کال د اپریل دمیاشتې دشلمې اویا یوشتمې نیټې سره سمون خوري .

ابن سعد نقلوي چه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  مور فرمایې کله چه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وزیږید نو زما له بدن څخه یوه رڼا راووته چه دشام ماڼۍ یې روښانه کړې.

په ځینو روایتونو کې راځی چه د نبی صلی الله علیه وسلم د زیږیدو په ورځ ځینې داسې پیښې مینځ ته راغلې چه د بعثت زیری یې ورکاوه لکه په دی ورځ د کسری ماڼی ۱۴ چیراغونه راپریوتل،دمجوسیانو هغه اورناببره مړشو چه دوی یې عبادت کاوه.

په بنی سعد کې: د ښاري عربانو عادت ؤ چه دښاري مرضونو څخه د ژغورلو په هیله به یې خپلو نوو زیږیدلو ته دبانډو اوسیدونکی رضاعي مورګانې لټولې ترڅو د کوچنی بدن توانا،اعصاب یې قوی او فصیحه عربی ژبه زده کړي عبدالمطلب هم د خپل لمسی محمد صلی الله علیه وسلم لپاره رضاعي مور پیدا او هغه یې دبنی سعد بن بکرقبیلې حلیمی بنت ابی ذؤیب نومي ښځې ته وسپاره ،حضرت حلیمی رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دشیدو ورکولو په دوران کې عجیبې او حیرانونکی پیښی ولیدې راځئ! په خپله یی دهغه له ژبی واورو:

ابن اسحق له بی بی حلیمی څخه نقلوي چه مخکې مونږ په کورکې څه نه درلودل اونه هم زما شیدی وې خو کله چه نبی صلی الله علیه وسلم مونږ واخیست زما شیدی دومره پریمانه شوې چه محمد صلی الله علیه وسلم او دده رضاعی ورور تربسه وخوړي زمونږ د اوښی شیدی هم دخوراک له کمبودنه کمې شوی وې ځکه هغه کال ډیره وچکالی وه  خوله دی وروسته هغه اوښی هم مونږ ته پریمانه شیدی راکولی چه ټول پری ماړه ووخلکو به خپلوخپلوشپنوته ویل چه تاسې هم اوښې هغه ځای ته د څریدلولپاره بیایی کوم ځای ته چه د حلیمی اوښه بیایې حال داچه هغه اوښان به هم هغه ځای کې څریدل هغه به وږي ؤ اوحال داچه زمونږاوښه به مړه راتله.

دسینې څیریدوپیښه: نبی صلی الله علیه وسلم  په بنی سعد کې شپې ورځی تیرولی چه دعمر په څلورم یاپنځم کال د سینې څیریدوله پیښی سره مخ شو.

امام مسلم له حضرت انس رضی الله عنه څخه نقلوي چه جبرائیل علیه السلام په داسې وخت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی چه له کوچنیانو سره یې لوبې کولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سینه یې څیره کړه زړه یې ترې رابیرون اویوه ټوټه یی ترې پرې کړه او ورته ویې ویل چه دا د شیطان برخه وه چه پرې مو کړه بیا یې زړه د سروزرو په لوښی کې د زمزم په اوبو پریمنځه اوبیرته یې په سینه کې ورته کیښود کوچنیانو چه دا پیښه ولیده په منډه حلیمی ته ورغلل او ویې ویل چه محمد صلی الله علیه وسلم  چا وواژه دوی چه هلته ورغلل محمد صلی الله علیه وسلم یې رنګ الوتی مخی ته راغی.

حلیمه له دی پیښی وروسته وډاره شوه اوکوچنی یی بیرته مورته وسپاره چه بیا محمد صلی الله علیه وسلم ترشپږکلنی له مورسره وو له بلی خوا بی بی امنې تکل وکړچه د خپل مړه شوی خاوند د زړویادونود تازه کولو په هیله د میړه قبرته مدینې منورې ته ولاړه شي له مکې څخه د مدینی په لور د خپل یتیم زوی محمد صلی الله علیه وسلم اوخادمې ام ایمن اوخوسرعبدالمطلب سره یوځای د پنځوسووکیلومتروڅخه وروسته مدینې ته ورسیده له یوی میاشتی تم کیدو وروسته بیرته د مکی په لورستنه شوه د سفرپه پیل کې ناروغه چه بلاخره یې مرض سخت اود مکی اومدینې په مينځ ابواء نومي ځای کې وفات شوه.

د خواخوږی بابا په سیوری کې: بوډا عبدالمطلب خپل لمسی مکی ته راووست خورا زیات پرې مهربانه اوزړه یې پرې زیات دردمن وو ځکه یتیم لمسی یی دپلار د جدایی دغم د پاسه د مورد جدایې له لوی غم سره هم  مخ شو.

هومره لورینه یې ورسره درلوده چی تراوسه یې د خپل سکه زوی سره نه درلوده عبدالمطلب نه شو زغملای چی د محمد صلی الله علیه وسلم ناببره یوازیوالی وویني نوځکه یې له خپلو بچیانوڅخه زیاته توجه ورته درلوده.

ابن هشام لیکی:عبدالمطلب ته د کعبی په څنګ کې ځانګړی ځای جوړیده بچیان یې دده د احترام له کبله دده پرځای نه کیناستل یوازی محمد صلی الله علیه وسلم لاچه کوچنی وود بابا پرځای به کیناسته کاکاګانو به یې له لاسه ونیوه چه د بابا له ځای نه یې لرې کړي عبدالمطلب به پرې غږ وکړ چه نه زما زوی پریږدی سوګند په الله جل جلاله چه دی یوبیل مقام لری بیا به یې له ځان سره کیناوه.

کله چه دلسوورځودوه میاشتو او ۸ کلونوشونونیکه یې هم په مکه کې وفات شوخومخکې د مرګ څخه یې خپل لمسی محمد صلی الله علیه وسلم سکه کاکا ابوطالب ته وسپاره.

د مهربان کاکا په پالنه کې: ابوطالب د خپل وراره د سرپرستی دنده په بشپړډول پوره کړه خپل زوی یې وګاڼه بلکي د خپلو زامنوڅخه یې هم زیاته پاملرنه ورته کوله ،څه د پاسه  ۴۰ کلونه یی ملا وتړله اوتل یې ملاتړمخ به زیاتیدو وو د وراره په مخ یې دوستي اودښمني کوله.

د سيرت نبی صلی الله عليه وسلم پرله پسې روانه لړۍ

آن لاين اسلامې لارښود ټيم – سميع الله صهيب

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    سبحان الله څومره ښايسته او په زړه پوری مطلب مو شروع کړی الله ج مو سرلوړی او کامايب لره
    امين ثم امين