زما مسلمانې خورې غم مه کوه

غم مه کوه ! ځکه چې الله تعالی تاته په اسلام عزت درکړی دی او د ايمان په وسيله يې تاته لويي درکړې او ستا د پاره يې نر يار او ملګری ګرځولی دی د ايمانداره نارينه او ښځو صالح نارينه او ښځو د پاره الله تعالی لويه بدله برابره کړې ده :

قوله تعالی : { إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِینَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِینَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِینَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِینَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِینَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِینَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاکِرِینَ اللَّهَ کَثِیراً وَالذَّاکِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِیما } [الأحزاب: ۳۵]

(يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانې ښځې او مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې او اطاعت کونکي نارينه او اطاعت کونکي ښځې او رښتني نارينه او رښتنې ښځې او صابر نارينه او صابرې ښځې او روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکي ښځې او پاکدامنه نارينه او پاکدامنه ښځې او هغه نارينه چې الله ډير يادوي او هغه ښځې چې الله ډير يادوي الله دغو ټولو ته بخښنه او لويه بدله برابره کړی ده ).

غم مه کوه ! په داسې حال کې چه ته په اسلام کې د پاکدامنه نجلی ،غزتمندې خور،مطمئنې بی بی او مهربانې با وقاره مور مقام لرې .

پوه شه چې ستا هر دوره لوی امانت دی د ځوانې په دوره کې د دينداری خيال ساتل تر څو ستا په حيا او عزت خدای مه کړه تور داغ ونه لګيږي .پوه شه که ته د خپل اولاد په تربيت کې دا امانتداري رعايت نه کړي نو ته به دا مقام تر لاسه نه کړي ،نو په دې وجه ددې لوی امانت په باب غفلت مه کوه او د الله تعالی څخه ددې سترو کوښښتونو په باب چې د يوه بشر په روزنه او پالنه کې يې تر سره کوﺉ د اجر په نيت ووسه ځکه الله تعالی د هيڅ عمل بدله که هغه د ښځې وي او که د نر وي  نه ضايع کوي.

غم مه کوه ! نن چې تا کوم حجاب اغوستی دا ستا د پالونکي رب جل جلاله امر دی ځکه په دې حجاب کې عزت او کرامت نغښتل شوی دی او د هغه خوند به هغه څوک حس کوي چې په الله چه پروردګار دی اسلام چې دين مو دی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم چه د الله راليږل شوی دی ايمان ولري .

له عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې وارويدل چې فرمايل يي : د ايمان خوند به هغه څوک وڅکې چې په الله تعالی چه پروردګار دی ،اسلام چه دين دی او محمد صلی الله عليه وسلم چې پيغمبر دی راضي شي ) .( د ترمذي په روايت ۲۶۲۳ )

پام کوه خورې !  چې حجاب پرينږدې او هم په هغه کې غفلت او سستي ونه کړی ځکه حجاب د الله تعالی فرمان دی حجاب د ستا د پاکدامنې بيرغ دی او ستا دعزت سکندرې او کلک ديوال دی تر څو ته د فاسيقانو او لنډغرو له اذيت او آزار نه په امن وي

قوله تعالی :

{یا أَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِأَزْوَاجِکَ وَبَنَاتِکَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِینَ یُدْنِینَ عَلَیْهِنَّ مِنْ جَلابِیبِهِنَّ ذَلِکَ أَدْنَى أَنْ یُعْرَفْنَ فَلا یُؤْذَیْنَ وَکَانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحِیماً } [الأحزاب : ۵۹]

ای پيغمبره ! خپلو ميرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان باندې ټکرې خواره کړي دا ډيره مناسبه کړنه ده تر څو هغوی وپيژندل شي او ونه ځورول شي (هغوی څوک ضرر ونه رسوي ) .

همدارنګه حجاب د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارښونو څخه دی چه هغه راوړی تر څو د مسلمانې ښځې له نورو ښځو سره فرق وشي او بل داچې د ژوند له شروع څخه د حيا په ګوهر پوښلی وي ترڅو له نا پاکيو په امن وي او الله تعالی له هغه څخه راضي وي .

زما خورکۍ ! ته چې د کورني ژوند آساس بلل کيږي نو دا ژوند د الله تعالی په عباداتو او فرمانبردارۍ ګرم وساته ته پخپل کور کې په صبر ناستی لوی نعمت وګڼه ځکه ته د نارينه له اختلاط يا ګډون او د لنډغرو له آزار څخه په امن يي دا هغه عظيم قيمتي نعمت دی چې په هيڅ شی نشي پوره کيدای ځکه چې د بيګانوو نه لرې والی د اختلاط څخه ځان ساتل او پخپل کور کې په صبر ژوند کول د ګناهونو څخه لرې والی دی او د الله تعالی د رضايت سبب ګرځي .

مسلمانې خورې !

د انسان ژوند دوې برخې لري کورنی ژوند او ټولنيز ژوند  الله تعالی پخپل لطف او کرم سره د نر او ښځې د فطري اختلافاتو په نظر کې نيولو سره د ندو يا وظايفو ويش کړی دی لکه ښځه د کورني ژوند د چارو مسئوليت لري او نر د ټولنيزو چارو مسوليت لري .

ته بايد بې ضرورته ټولنيز ژوند ته لاس وانه چوﺉ ځکه يو خو د ټولنيز ژوند چاري سختي دي او بل دا چې ستا د فطري جوړښت سره مناسبې نه دي او بل که ته ټولنيز چارو ته لاس واچوﺉ نو ستا کورنی ژوند به بې سرپرسته او بلاخره ګډوډ شي .

ته به ډيره نا آرامه ستړې او ستومانه شي ځکه چې د يو انسان د پاره دوه لوی مسوليتونه ور سپارل مناسب نه دي اوس نو ته ووايه چې آيا ستا د پاره د اسلامې شريعت ټاکل شوی مقرارت څومره د عدالت ، رحم او عاطفې نه ډک دي ؟

په دې مسئله ښه فکر او سوچ وکړه د نورې نړې د حيا او پاکدامنۍ چورياليزم ته هم پام وکړه او بيا د خپل پروردګار په درکړې عزت او وقار باندې د شکر اوښکي تويې کړه .

او هغوی چې د الهي اوامرو څخه سرغړونه کوي له نارينه سره اختلاط کوي ،بې حجابي کوي او سره له دې هم پخپل ژوند افتخار کوي او نورې هغه ښځې چې الهي اوامر يې پر ځای کړي د پرمختګ څخه پاتې او د ناوليې بې شرمه ديموکراسۍ نه لرې بولي .

هغوی دې په دې پوه شي چې د شيطان پرستۍ په ټولو افعالو کې د لږ وخت د پاره خوند ،مزې او چړچې شته خو يايلې يې سختې خطرناکې دي .

الله تعالی مونږ ټولو ته هدايت وکړي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email