د بدرغزا (لومړې برخه )

دبدرلویه غزا

داسلام لومړنی غوڅنده جګړه

د‍‍پیښیدوعلت یی: دقریشویوه قافله چه له مکی نه دشام په لورروانه وه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم له ګوتو ووته خوکله چه بیرته له شام نه دمکی په لوردتګ وخت یی نژدی شونبی صلی الله عليه وسلم دوه مبارک اصحاب هریوطلحه بن عبیدالله اوسعدبن زید یی شمال لوری ته ولیژل ترڅو د قافلی په هکله معلومات راټول کړی.
دوی دکاروان دراتګ احوال نبی صلی الله عليه وسلم ته راوړنبی صلی الله عليه وسلم صحابه کراموته اعلان وکړچه بیړه وکړی اود مشرکینوقافله له لاسه ورنه کړی ،قافله په ډیروقیمتی مالونوباروه چه تقریبًا دټول مال قیمت دوه سوه دوه شپیته نیم کیلو سره زر و وخو ساتونکی یی یوازی ۴۰ تنه وو او بس.
له دی کبله چه توقع نه وه چه دقافلی سره دمخامخ کیدو په ځای به مسلمانا ن له مکي لښکرسره مخامخ کیږي نوځکه له هرچا ونه غوښتل شول چه باید حتمًا ووزی بلکی هرڅوک خپلی خوښی ته پرښودل شول اوهغه چاته هم په بده سترګه ونه کتل شول چه دبدرله غزاڅخه پاتی شوی وو.
داسلامی لښکرشمیراودجنګ لپاره یی جوړول: رسول الله صلی الله عليه وسلم  له ۳۱۳ یا۳۱۴ صحابه ووسره ووت چه ۸۲ یا۸۳  یی مهاجرین ۶۱ اوسیان او ۱۷۰ خزرجیان وو.
مسلمانانو ددې غزا لپاره کومه خاصه تیاری نه وه نیولی په ټول لښکرکی یوازی دوه اسونه ټول  ۷۰ اوښان چه دوه یا دری سړی به په نوبت تری استفاده کوله ،نبی صلی الله عليه وسلم  حضرت علی اومرثدبن ابی مرثدالغنوی په دریو واړو یواوښ درلود.
لومړی یې دمدینی منوری چاری ابن ام مکتوم ته وسپارلی خوچه روحا نومی ځا ی ته ورسید ابالبابه بن عبدالمنذریی بیرته ولیزه اودمدینی چاری یی  وروسپارلی.
عمومی بیرغ یی سپین رنگ درلود مصعب بن عمیرته یی ورکړاولښکریی په دوه ټولیووویشه :
۱.دمهاجرینوټولی بیرغ اومشری یی دعلی بن ابی طالب په لاس کی وه.
۲.دانصاروټولی بیرغ اومشری یی د سعدبن معاذپه لاس کی وه.
 
د بدرپه لورداسلامی لښکرروانیدل:
نبی صلی الله عليه وسلم له دې نیمګړی لښکرسره روان اودمدینی منوری له منطقی بیرون اومکی ته تلونکی لاریی ونیوه ترڅوروحا ته ورسید له هغه وروسته یی دمکی لارکیڼی خواته پریښوده اوښکاریده چه بدرته روان دی نبی صلی الله عليه وسلم په یوه ځای کی واړول اودوه صحابه کرام یی دابوسفیان دقافلی داحوال لپاره ولیږل.
دتجارتی کاروان امیرابوسفیان خوراځیرک اوویښ سړی ؤده دمکی له لوری راتلونکی قافلونه پوښتنی کولی ترڅوورته معلومه شوه چه محمد صلی الله عليه وسلم اود ده ملګری به دده په قافله برید کوي یوسړی یی په بیړه مکی ته ولیږه ترڅو قریش خپله قافله دمسلمانانوله برید څخه وژغوری ،په مکه کی ډیرزرله هرکورڅخه یوسړی د جنګ لپاره تیارشول تنها ابی لهب ووچه دځان پرځای یی خپل یو پوروړی لیږلی ؤ.
 
دمکي لښکرشمیر:دمکی لښکرټول شمیر۱۳۰۰ جنګیالی و ۱۰۰ اسونه  ۶۰۰ زغری اوبی شمیره اوښان ورسره وو،عمومی مشریی ابوجهل او  ۹ نورومخوروقریشودنده درلوده چه دلښکرپالنه به کوی،یوه ورځ یی ۹ اوبله ورځ به یی ۱۰ اوښان حلالول.
دمکی قریشوله بنی بکرقوم سره پخوانی شخړه درلوده نوځکه وویریدل چه له شانه په دوی حمله ونه کړی خوشیطان دسراقه بن مالک په څیره ورته راغی اودوی ته یی ډاډ ورکړچه بنی بکرقوم به داسی نه کوی چه پرتاسی له شاحمله وکړی نوځکه دوی ډاډه اوډیرپه غرورد مدینه منوره په لور روان شول.
نور بيا …………..

د سيرت نبی صلی الله عليه وسلم پرلپسې لړۍ

آن لاين اسلامې لارښود ټيم – سميع الله سميم

Print Friendly, PDF & Email