دښمن مو وپيژنئ

او هغوى پرلپسې له تاسې سره جګړه كوي تر څو كه وكولاى شي له دين نه مو واړوي (البقره۲۱۷)

لويديځ تل له اسلامي نړۍ سره د دوستۍ نارې وهي، خو ګورو چې په څرنګه دوستانه! توګه پرې تيرۍ كوي، نسلونه وژني، هيوادونه تر ښكيلاك لاندې راولي او پانګې لوټوي… دا هغه كره حقيقت دى چې د تاريخ پاڼو د صليبي جګړو، اروپايي تيري، كمونيستي ښكيلاك… او اوس د امريکايي استعمار په بڼه ثبت كړى دى. هغه څه چې واضح دي دا چې زموږ تاريخي دښمن يوه شيبه هم د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له سوچه ندى بې پروا شوى او د اديانو، سياسي مكاتبو، هيوادونو او نژادونو… له بيلتون سره سره بيا هم ټول د اسلام په وړاندې په ګډ مورچل كې ولاړ دي. په لاندې كرښو كې د اسلام سره د هغوى د دښمنۍ لاملونه او لارې چارې د هغوى د مشرانو، سياستمدارنو، او مفكرينو له خولې په لنډ ډول بيانيږي.

لومړى: ديني انګېزه

-جورج ډبليو بوش پر افغانستان يرغل د صليبي جګړو ادامه وبلله.

– ايوجين روستو د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير معاون وايي: زموږ او عربو ترمنځ کړکېچ، د دوو اسلامي او مسيحي تمدنونو جګړه ده، او يوه نيمه پېړۍ کیږی چې اسلامي تمدن د مسيحیت په وړاندې په ګونډو شوى.

– جنرال غورو د دمشق له نيولو وروسته د صلاح الدين ايوبي قبر په خپلو ناپاکو پښو په لغت کړ او وېې ويل: (ای صلاح الدينه! موږ بېرته راغلو).

-په ۱۹۷۶زېږديز کال كې اسرائيلي غاصبو پوځونو بيت المقدس ته د ننوتو پر مهال دا شعار زمزمه كولو: نن د خيبر د ورځې په غچ کې… محمد مړ شو، او تر شا یې نجونې پريښودې…!

دویم: د لويديځ د غوښتنو پر وړاندې فولادي دېوال: هغوی خپلو استعماري موخو ته د رسېدو په لارکې يواځينى خنډ اسلام بولي.

– لورنس براون: د اروپايي ښکېلاک په وړاندې ېواځينى دېوال اسلام دى.

– د انګلستان پخوانی صدراعظم ګلادستون وايي: تر هغه چې قران د مسلمانانو په لاس كې وي، اروپا به هېڅکله هم پرې بريالۍ نشي.

– په الجزاير كې فرانسوي قوماندان ويلي وو: تر هغه چې د الجزايزیان قران لولي او په عربي خبرې کوي، نو موږ هېڅكله نه شو پرې بريالي كيداى، ځكه نو اړينه ده چې قران ېې له ژوند او عربي يې له ژبو څخه لرې کړو. 

دريم: يواځينۍ دښمن:

 

– شئون الدوليه مجله – لندن د ۱۹۹۰ كال جنوري: لويديځ تل اسلام ته د خپل نوي دښمن په سترګه ګوري ځکه دا دين زموږ د تکنالوژۍ په پرمختګ سره سره، بيا هم د لويديځ په مقابل کې لکه سپر ولاړ دى، نن اسلام له سل کاله وړاندې څخه ډېر پياوړى دى او اسلامي تمدن د لويديځوال هغه په وړاندې يوازينى ګواښ دى.

– فرانسېس فوکوياما په ۲۰۰۱ کې وويل: زموږ ستونزه يواځې له سياسي اسلام او بنسټ پالو ډلو سره نده، بلکه اصلي ستونزه دا ده چې په وروستيو كلونوكې اسلام د ديموکراسۍ په وړاندې په متعارض قوت اوښتی.

– البرمشادور وايي: څوك پوهيږي؟ كيداى شي يوه ورځ بيا مسلمانان ټوله نړۍ تر واک لاندې راولي. زه فالبين نه يم، خو بې شميرې كره نښې ښیي چې دا كار شونى دى. هغه مهال به بيا اتوم… د هغوى مخه نه شي نيولاى.

– اشعيابومان وايي: لويديځ بايد له اسلام څخه ووېريږي، ځکه له کومې ورځې چې دې دين له مکې څخه سر راپورته كړى تر اوسه يې لارويان كم شوي ندي بلکه ورځ تر بلې په زياتيدو دي، او بله دا چې جهاد د اسلام له ارکانو څخه دى.

– په ۱۹۵۲ کال د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت يو مقام وويل: هغه حقيقی ګواښ چې موږ ته متوجه دى او په سخته مو تهديدوي، اسلام دى. لدې امله چې مسلمانان ځان ته له لويديځ څخه بېله نړۍ لري، ځکه دوی خپل اصيل تمدن لري او كه چيرې وساېل په لاس ورشي نو له خپل بډاى تمدن سره به پر نړۍ واكمن شي او د لويديځوال تمدن نښې له منځه يوسي.

وايي: اسلام له منځه يوسئ

د پورتنيو دلايلو په رڼا كې، لويديځ له اسلام سره دښمني او د مسلمانانو له منځه وړل د ځان لپاره يوازينۍ غوره انتخاب ګڼي. فرانسوى مستشرق کيمون وايي: زه پدې باور يم چې بايد د مسلمانانو پنځمه برخه له منځه يوسو او پاتې ېې په درنو کارونو وګمارو. همدارنګه کعبه او د محمد صلي الله عليه وسلم قبر بايد ړنګ شي او د محمد جسد په موزيم کې کيښودل شي.

د اسلام د له منځه وړلو لپاره عملي لارې چارې 

۱- د مسلمانانو نسل وژنه: تاريخ ګواه دى چې لويديځ تل په بېلابېلو څيرو لكه صليبي لښكرې،كمونيزم، صهيونيزم، فرانسوي، ايټاليايي، او برېتانوی ښکېلاک… او اوس امريکايي خونړى استعمار… په اسلامي هيوادونو كې په سترو نسل وژنو لاس پورې كړى او ميلونونه مسلمانان ېې شهيدان کړي.

۲: د اسلامي حکومت له منځه وړل: د اسلامي خلافت له سقوط او د ترکيې له اشغال وروسته، بريتانيا د دغه هيواد د خپلواكۍ لپاره لاندې شرطونه كيښودل:

۱: د اسلامي خلافت ملغى اعلانول

۲: د خلافت د بيا راژوندي كولو په موخه د ټولو خوځښتونو له منځه وړل.

۳: له اسلام سره د ترکيي اړيکې سره شلول

 ۴: د اسلامی شریعت پر ځای د وضعی قانون نافذول

 

کله چې د انګلستان پارلمان له ترکيي نه د پوځونو پر وتلو نيوکه وکړه،نو د بهرنيو چارو وزير وویل: موږ ترکيه داسې لمنځه یووړه چې هیڅکله بيا په پښو نشي دريدلای،ځکه موږدهغې قوت چې په دوو توكو(اسلام او خلافت) كې وو موږ لمنځه يووړ. همدا وو چې د پارلمان ټولو غړو لاسونه وپړكول.

۳: د قرانکريم له منځه وړل او د پيغمبر صلي الله عليه وسلم سپکاوۍ:

– تاکلي تبشيرى وايي: موږ بايد قران چې د اسلام ستره وسله ده، بېرته د اسلام پر ضد وكاروو تر څو وکولای شو په پوره ډول دا دين لمنځه  يوسو.

۴-  د مسلمانانو اخلاق فاسدول

– صموئېل زويمر د تبشيري سازمانونو مشر خپلو افرادو ته وايي: په اسلامي هيوادونو کې ستاسې دنده له اسلام څخه د مسلمانانو لرې كول دي تر څو داسې مخلوق ترې جوړ شي چې له الله او اخلاقوسره يې اړيكې شليدلې وي.

۵- د ښوونې او روزنې د نظام بې دينه كول:

– The Muslim world مجله ليکي: لویدیځ هڅه کوي چې د اسلامي هيوادونو د زده کړو موسسې له كاره وغورځوي او د اسلام او لويديځ په نامه سازمان جوړ كړي ترڅو په مهارت سره د اسلامي هيوادونو د زده کړې نصاب په ځانګړې توګه د تاريخ مضمون بدل كړي. دا سازمان وايي: د ښوونيزو كتابونو مؤلفين او ښوونكي بايد هيڅكله په څرګنده او يا ضمني توګه د اخلاقي اصولو په هكله څه حكم بيان كړي.  

– دوی غواړي جوماتونه ترخپلې ولكې لاندې راولي ترڅو هلته داسې درسونه ورنکړل شي چې له امريکا او لويديځ سره د خلکو کينه راوپاروي.

– تاکلي وايي: بايد په اسلامي هيوادونو كې لويديځوال غيرديني ښوونځي رواج كړو، ځکه پدې ښوونځيو كې له زده كړې وروسته د ډېرو مسلمانانو ديني عقايد او التزام کمزوری شوی دی.

– زويمر وايي: که چيرې مسلمانان له عيسوي ښوونځيو څخه كركه لري نو لازمه ده چې غيرديني ښوونځي ورته جوړ کړل شي ځکه د همدې ښوونځيو په مرسته موږ په زده کوونکو کې اسلامي روحيه کمزورې كولاى شو.

۶: د مسلمانانو يووالۍ له منځه وړل:

د دې موخې لپاره له نشنلېزم، د اسلامي هيوادونو وېش او د ژبې، قوم، نژاد،  او سمت… په نامه د مسلمانانو له خپل منځي جګړو څخه كار اخلي.

– سيمون وايي: اسلامي يووالى د ټولو مسلمانانو هيلې سره يوځاى كوي او هغوى د اروپايي ښکېلاک له منګولو ژغوري ځكه نو بايد د هغوی له یووالی  څخه په كلكه مخنيوى وشي.

– لورانس براون وايي: بايد مسلمانان او عرب په اختلاف که وساتل شي تر څو قوت لاس ته را نه وړي.

۳

– په ۱۹۰۷کال كې اروپا په يو مياشتني کنفرانس کې له ډېرونو بحثونو او

 مناقشې وروسته، مسلمانان د ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله او هوډ يې وكړ چې د منځني ختيځ د هيوادونو له يوكيدو  څخه به په كلكه مخنيوى كوي، بالاخره ېې پريكړه وكړه چې د سويز كانال ختيځ ته يو پردى او د مسلمانانو دښمن قوم راولي تر څو عرب د تل لپاره  تيت پاتې شي، هماغه وو چې د عربو په زړه کې ېې د صهيونستي هيواد ډبره کېښوده.

۷: د اسلام ناوړه څيره معرفي کول

د رسنيو، کتابونو، کنفرانسونو او نورو وسايلو له لارې هڅه کوي چې د اسلام ناسم انځور وړاندې كړي تر څو له يوې خوا مسلمانان د خپل دين په هكله په شك كې واچوي او له بل لوري د نورو د مسلمانيدو مخه ونيسي.

۸: په اسلامي نړۍ کې د سياسي دکتاتوريو رامنځ ته کول:

امريکاي مستشرق.سميت وايي: که چيرې مسلمانانو ته په خپلو هيوادونو کې ازادي ورکړل شي نو يقينا چې هلته اسلام بريالى كيږي،ځكه نويوازې د دکتاتوريو له لارې كولاى شو مسلمان ملتونه له خپل دين څخه لرې وساتو.

۹: مسلمانان له صنعتي قوت څخه لرې ساتل:

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړى چارواكى وايي: موږ بايد مسلمانانو ته ټول هغه شيان وركړو چې غواړي يې، تر څو ېې له زړونو څخه د توليد هيله لرې كړو.كه چيرې دا دېو! د فني او صعنتي كمزورۍ له پنجو خلاص شو، نو بې له شكه چې له لويديځ څخه به د بادارۍ تاج واخلي.

۱۰: د مسلمانانو د ريښتينو مشرانو د واك ته رسيدو څخه مخنيوى

– مستشرق مونتګوری وات وايي: که چيرې مسلمانان وړ لارښود بيامومي، نو كيداى شي يو ځل بيا په نړۍ ته د ستر سياسي ځواك په توګه وځليږي.

– جب وايي: اسلامي خوځښتونه په ويرونكې چټكتيا رشدكوي.دوی يواځې د قيادت کمښت لري، همدومره كمه ده چې يو بل صلاح الدين راپيدا شي. – د اسرائيلو پخوانۍ صدراعظم بن ګوريون وايي: هغه څه چې زه ترینه زيات ويريږم دا چې په عربي نړۍ کې کوم بل محمد را پيدا نشي.

۱۱: د ښځې بې لارې كول د جنسي انحرافاتو خپرول

– يو فراماسوني مشر وايي: موږ بايد ښځې په منګولو كې راولو،کله چې ښځه زنا ته چمتو شي نو د دين پياوړى لښکر له منځه وړي. د شرابو پياله او ښكلې نجلی د مسلمانانو د ماتولو لپاره له زرګونو توپخانو ډير اغيزمن دي.

۱۲: د مسيحيت خپرول:

دې موخې ته د رسيدو لپاره ۱۲۰۸۸ مسلکي مؤسسې، د تبشيريانو د روزنې ۹۹۲۰۰ پوهنځۍ، ۴۲۰۸۲۵۰ مبشرين،۴۴۰۰۰مجلې،۲۲۴۰ تلويزوني چينلونه، ۱۰۶۷۳مکتبونه،۶۸۰داراليتامونه او۱۰۰۵۰ روغتونونه په اسلامي هيوادونوكې فعاليت كوي. همدارنګه تر ۱۹۹۱كال پورې ۵۳  ميليونه نسخې انجيلونه په اسلامي نړۍ کې ويشل شوي دي.

۱۳: د  نوي اسلام رامنځ ته كول (منځلارى اسلام):

منځلارى يا سازشكار اسلام، هغه اسلام دى چې د غرب او امریکا له ارزښتونو او اصولو سره اړخ ولګوي او د هغوى له واكمنۍ سره جوړجاړى وكړي.دوى دا ډول اسلام د معيار په توګه منلى او هڅه کوي چې په ټولو اسلامی هيوادونو کې ېې پلى کړي. د انګلستان لومړي وزير د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په مياشت کې د اسلامي هيوادونو له واکمنانو وغوښتل چې د منځلاري اسلام په پلي کولو کې پوره هڅه وكړي. همداراز د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير،کولن پاول د کنتاکي ايالت په لوسفيل پوهنتون کې د يوې وينا په ترڅ کې وويل: موږ غواړو د اسلامي نړۍ سياسي او عقيدوي ماهيت د خپل فكر او عقيدې په بنسټ واړوو.

مراجع:

–          رهبران غرب مي گويند – جلال عالم                            –  يازدۀ سپمتبر و توطئه هاي پشت پردۀ آن – عبدالله الكوشي

–         

د اصلاح پيغام لړۍ

 

نقشه هاي جديد غرب عليه مسلمانان – محمد عمّاره                       – نقش جوانان در دعوت اسلامي – عبدالله ناصح علوان

آن لاين اسلامې لاښود

Print Friendly, PDF & Email