اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

الله (جل جلاله) مو په خير خپل نيک او پاک هدف ته ورسوه .

نن تاسې ته الله (جل جلاله) ددې توفيق درکړ چې خپلې بيتې ته مو ور وبولي دغه د يوه لوی عبادت لپاره يو لوی سفر دی چې ډير حکمتونه پکې نغښتی دي:

هلته به تاسې د ټولی نړی د ګوټ ګوټ څخه د بلابېلو قومونو کسان ووينئ چې دوی به ډلې ډلې  په ډير جوش او محبت سره د الله (جل جلاله) عبادت ته راغلي وي په دواړو سترګو به يې ووينئ چې اسلام يو نړيوال دين دی  .

هلته به خپل ځانونه او نور ووينئ چې سرتور سر او احرام تړلي وي او د انسانانو به هر لوري ته ګڼه ګوڼه وي چې هر کس به د خپل عبادت د ښه انجام لپاره هلې ځلې کوي دا به تاته د قيامت د ورځی د حشر د ميدان يوعملي مثال وي .

ته به په مکه کې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  د شرک او بت پرستي پر وړاندی ديارلس کلنې مبارزې  ځايونه او علامې هم ووينی چې هغوی صلی عليه وسلم  او صحابه کرامو رضی الله عنهم  د اسلام د خپراوي لپاره څومره تکليفونه ګاللي دي .

ته به د زم زم کوهي هم ووينې چې هغه څومره لوی د عبرت درس دی هلته د خدای (جل جلاله)  په حکم ابراهيم عليه السلام بی بی هاجره رضی الله عنها له خپل وړوکي بچي سره په وچه دښته کې پريښې وه او خپله ابراهيم عليه السلام د فلسطين په لورې روان شو  .

د ابو په لټه پسی د بې بې هاجري رضی الله عنها يوې خوا او بلې خوا منډي چې اوس دا د صفا او مروه تر منځ منډي دي کوم  چې حج يو واجب نسک دی  .

ته به د ابراهيم عليه السلام د قربانۍ ستر يادګارهم ووينې ابراهيم عليه سلام باندې د خدای(جل جلا له) له لوري امتحان وشو چې خپل زوی ذبح کړه ، لقوله سبحانه تعالی :

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).

ژباړه : هغه هلک چه کله دهغه سره دمنډو ترړو سن ته ورسيد ،نوابراهيم علیه سلام هغه ته وويل زويه  زه په خوب کی وينم چه ستا ذبحه کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! دهغه څه چه ستا ته حکم کيږی ترسره کړه  ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .

رټل شوي شيطان کوښښ کولو چې اسماعيل عليه سلام او د هغه مور پښيمانه کړي خو شيطان په دې ونه توانيده دوی دواړه د الله (جلجلاله) د حکم پر ځای کولو په لوري بديا ته روان شول او شيطان يې ورټلو چې اوس په همغه ځای د شيطان په نوم څلی جوړ دي او حجاج يې جمرې کوي .

ته به د عرفات غر هم ووينې هغه عرفات کوم چې آدم او حوا سره يو ځای او يو د بل سره معرفی شول .

د دوی دواړه توبه په همدې ځای کې قبوله شوي ، ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي په دې ورځ شيطان تر بلې هري ورځې نه زيات ذلت او خواري ويني ځکه چې د بندګانو ګناهونه معاف کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زارۍ باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس رضی الله عنه يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم د امت د بخښنې لپاره دعا کوله .

ورسته به ته دارالهجرت مدينه طيبې هم ووينې دا هغه ځای دی چيرې لومړي پکې د اسلامې حکومت تأسيس شوي دی .

دلته د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زيارت دی چه هغوی صلی الله عليه وسلميې په اړه فرمايې : [من زار قبری وجبت له شفاعتی] يعنی: چا چې زما د قبر زيارت وکړ د هغی د پاره زما شفاعت واجب شو (معرف الحديث با اسناد ضعيف ) .

هلته مسجد نبوي دی چې يو لمونځ د نورو تمامو جماعتونو د زرو لمونځونه نه بهتره دی (سوا د مسجد الحرام ) نه .

نو دا په ژوند کې د دومره لوی مهم عبادت لپاره يو مهم سفر دي چې الله (جل جلا له) دې تاسې پکې کامياب کړﺉ .

دې ته مو هم پام وي چه تاسې شاته يو کړېدلی ولس پريښی .

هلته د خپل اولس لپاره هم د الله (جل جلا له) په دربار کې د عجز اوښکی تويې کړﺉ .

هيواد مو د ستر نړيوال کفري حشر لخوا اشغال شوي دا کفري حشر غواړي په ټولنه کې فساد ، فحشاء او منکرات رواج کړي ، هغوی غواړي د اسلام پر ځای ناولی ديموکراسي رامنځه ته کړي دا کفري يرغل غواړي د اسلامې امت پر زخايرو خپله خيټه واچوي

د خپل هيواد د آزادۍ لپاره دعاوې وکړﺉ .

دلته خلک په وينو او اوښکو کې لامبو وهي .

دلته خلک وږي دي د خوراک لپاره څه نه لري .

ناروغان دي د درملنې پيسې نه لري .

د کفر او الحاد په زندانو کې پراته دي .

دلته خلک د کفر پر وړاندې خپلې وينې تويوې تاسې يې هلته د نصرت لپاره اوښکې تويې کړئ .

هغو مقدسو ځايونو ته چې ورسيدلی د خپل ځان او خپلوانو نه علاوه خپل کړېدلی ولس او ټول اسلامې امت ته هم دعاوي وکړﺉ  .

د ستاسو د بيرته په خير راتګ په هيله

انلاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email