عزيزانو ! لاندې قصه د تاسې د پاره نقل کوم ان شآء الله چې له ګټې به خالې نه وي .
دا پيښه د آیالات متحده امريکا په يوه روغتون کې را مينځه ته شوی ده چې نتيجه دا شوه چې يو امريکايي ډاکتر مسلمان شو .
په دغه روغتون کې يو لوړرتبه مصري ډاکتر ؤ چې ډيرو امريکايي ډاکترانو پيږندلو او د هغه صفت به يې کولو دغه ډاکتر يو نږدې ملګری لرلو چې له ده سره په ولادي څانګه کې همکار ؤ .
يوه شپه په روغتون کې سرپرست ډاکټر موجود نه ؤ او دوو مريضانو مراجعه وکړه چې همغه وخت دواړه ولادت کولو ته اماده وو .
د ولادت نه وروسته نوې زږيدلي بچيان اشباه شول او دا نه وه معلومه چې کوم بچۍ د کوم ښځې او لور د کومۍ ښځه ده ځکه چې نرس اشتباه شوی ؤ د هغوی پر مټ باندې چې پټۍ لګول شوی وه اشتباه وه
کله چې مصری داکټر او ملګری يې له دې موضوع خبر شول ډیر حيران شول چې دا قضيه به څنګه حل او فصل کوو .چې هلک د کومې ښځې دی او نجلۍ د کومی ښځې ده .
امريکايي ډاکټر خپل مصري همکار ته عرض وکړ چې تاسې ادعا کوﺉ چې په قرآن کې د هر څه وضاحت شته اوس ته ماته دا وښيه چې څنګه وپوهيږو چې کوم بچۍ به د کومې ښځې وي ؟
مصري ډاکتر وويل هو : قرآن کريم کې هر څه ته اشاره شوې ده دا به زه تا ته ژر ثابته کړمه مګر ته ما ته اجازه راکړه چې تحقيق وکړم .
مصري ډاکټر د مصر د الازهر له علماؤ سره رابطه وکړه او هغوی ته يې دا جريان بيان کړ .
د الاهز عالم وويل : زه ددې طبي مسئلې په اړه کوم چې تا بيان کړه څه نشم ويلای مګر د قرآنکريم يو ايت تا ته بيانوم چې ان شآء الله ځواب به پيدا کړي .
مصري علم د: “وللذکر مثل حظ الأنثیین…” آيت ( اود نر د پاره د دوه ښځو برابر حصه ده) تلاوت کړ .
مصري ډاکتر په فکر کې شو او په آيت کې يې عميق سوچ وکړ وروسته يې د حل لاره په ذهن کې پيدا شوه او خپل ملګري ته ورغی .
مصري داکټر امريکايي ډاکټر ته وويل قرآن دا ثابتوي چې کوم بچۍ د کومې ښځې دی امريکايي ډاکټر وويل څنکه به داسې څه ممکن وي ؟
مصري ډاکټر ځواب ورکړ : ته صبر وکړه د دواړو ښځو شيدې امتحان کړو شايد د حل لاره پيدا کړو کله چې نتجه مشخصه شوه خپل ملګری ته يې وويل اوس په اطمنان سره ويلای شم چې کومه مور به د کوم بچۍ وي ؟
ملګرې يې په حيرانۍ سره وويل له څه نه پوهيږي ؟
مصري وويل : د لابراتوار نتيجې وښوده چې د هلک د مور شيدې د نجلې د مور د شيدو دوه برابره دي همدارنګه د هلک د مور په شيدو کې ويټامينونه هم د نجلې د مور د شيدو په نسبت دوه برابره دي .
وروسته مصري ډاکټر د مشکل د حل په استدلال کې د قرآن آیت ولوستو .
امريکايي ډاکټر فوراً اسلام قبول کړ .
افلا یتدبرون القرآن؟ ! آيا په قرآن تدبر او فکر نه کوﺉ ؟  
منبع: طریق الایمان
آن لاين اسلامې لاښود

 

Print Friendly, PDF & Email