د سودان د ويشلو د تحريم په اړه د نړې د علماوو بيانيه

د اسلامې نړۍ علماء کرامو د جنوبي سودان د خطرناک برخليک په اړه خبردارﺉ ورکړ او ددې هيواد د ويشلو په اړه يې هر ډول تحريک حرام وبللو او دا کار يې د نورې اسلامې نړې لپاره يو ښکاره تهديد وبللو .
له ۶۰ تنو زياتو علماء چې د سودان، یمن، موریتانی، نیجیریه، مغرب، لیبی، اردن، مصر، عربستان، لبنان، ترکیه، فلسطین، تاجیکستان، مالزی، افغانستان، او پاکستان هيوادو څخه دی پخپله بيانيه کې په دې ټينګار وکړ چې د جنوبي سودان د جلا کولو د پاره رأی ورکول شرعاً حرام دي .
دغو علماؤ د سودان له خلکو وغوښتل چې د شمالي او جنوبي سودان د وحدت د پاره کوښښونه وکړي او کوم د ويش او تجزيې توطئه چې د استعمارګرو لخوا پلان شوی ده او د ځنو کسانو لخوا چې په هغه کې خپلې شخصي کټې وينې ترکار لاندې ده خنثی کړي .
همدارنګه په دې بيانيه کې د ټولې اسلامې نړې له مشرانو غوښتل شوی تر څو د اشغالگر رژيم کومه توطئه چې د سودان د پاره په لاره اچولی ده هوښيار ووسئ .
دغه علماؤ وويل : د سودان ويش د قومي جنګونو په خاطر نه بلکي يوه نړيواله توطئه ده او تنها سودان يې هدف نه دی ځکه جنوبي سودان د اسلام او عربي هيوادو دروازه ده د افريکا د پاره .
ددې بيانيې پر اساس د سودان د ويشلو نه اصلی هدف د اسلامې امت ټوټې کول دی لکه په شرقي تيمور کې چې دا ډول دسيسه تر سره شو ، کيدای شي دا کار سبا ورځ په دارفور او نورو اسلامې هيوادونو کې هم رامينځه ته شي .
 
 هغو علماؤ چې دا بيانيه امضاء کړی عبارت دي له :
1ـ شیخ قرضاوی، د نړی د علماؤ د اتحاديه رئیس  ؛
2ـ نصر فرید واصل، د مصر پخوانی مفتی ؛
3ـ عبدالرحمن البر،  د الازهر پوهتنون استاذ او د اخوان المسلمین د ارشاد دفترعضو ؛
4ـ شیخ محمد عبدالله الخطیب، د الازهرله علماؤ څخه ؛
4ـ الحبر یوسف نورالدایم، په سودان کې د اخوان المسلمین سرپرست ؛
5ـ شیخ داود عمران ملاسا،  په نيجريه کې د مسلمانان سره د کومک کولو د ټولنې رئیس ؛
6ـ شیخ حسین حلاوة،  د ارپا د شورا او افتا عمومي مدير؛
7ـ شیخ فیصل مولوی، په لبنان کې د جمعيت اسلامې پخوانی سرپرست ؛
8ـ شیخ عبدالمجید الزندانی، په يمن کې د جمعيت النجاح ریس ؛
9ـ شیخ سید عمر، په تاجکستان کې د حرب النهضه سرپرست ؛
10ـ پروفسور خورشید أحمد،  د پاکستان د جمعيت اسلامې معاون ؛
11ـ شیخ امین بام، د جنوبي افريکا د علماؤ د جمعيت سرپرست ؛
12- شیخ محمد عاطف،  په افغانستان کې د جمعيت اصلاح رییس ؛
13ـ محمد نعیم جلیلی، په افغانستان کې د جمعيت اصلاح معاون ؛
14ـ شیخ حامد البیتاوی، په فلسطین کې د علماؤ رييس ؛
15ـ شیخ محمد جمیل بن منصور، د موریتانی له علماؤ څخه ؛
16ـ شیخ رشید حاج، د سریلانکا د اسلامې جماعت امير؛
17ـ دکتر احمد عبدالخالق، د الجامعة الاسلامیة العالمیة استاذ ، آمریکا؛
او نور …
آن لاين اسلامې لاښود
Print Friendly, PDF & Email