په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟

 دهرڅه له مخی د انلاین اسلامې لارښود وټولوکارکونکواوټولوکتونکوته دنبی کری(ص)غوره تحفه وړاندی کوم……………..السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
پسله سلامه زه ددی موضوع مطابق یوسوال لرمه هغه داچی که یو سړی د اوس عصر په موډرونوتشنابوکی اودس تازه کوی،یعنی پدی تشنابوکی دضرورت درفع کولو ځای هم وی اوهم ساحه پراخه وی چی د اودس لپاره هم مناسب ځای وی،نوکه په تشناب کی سړی په اوداسه کی دغه ذکرسوی دعاوی اویابل ذکر وکړی نو داڅنګه کار دی،اوبل داچی په تشناب کی بیله اوداسه څخه دالله ذکر څنګه کاردی.
هیله ده چی جواب یی راکړی ستاسودلازیاتوکامیابیو په هیله ستاسووروراحمدیساآغا(خجندی)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحیم
په داسې حمام کې اودس کول مکروه دي چې په هغه کې د لويو يا وړو بولو او مينځلو ځای يو وي ځکه ابو هريرة رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مينځلو په ځای کې د بولو يا ميتيازو کولو څخه منع فرمايلې ده : عن أبی هريرة قال: “نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يمتشط أحدنا كلّ يومٍ، أو يبول في مغتسله”. (ابوداود، نسايي ،احمد ) .
او همدارنګه په داسې ځای کې اذکار ويل هم جايز نه دي ځکه چې الله تعالی د اسماء بې حرمتي کيږي
مګر په داسې ډول حمام کې کوم چې پورته ذکر شو په زړه کې د اذکارو ويل باک نه لري ځکه په دې علماء متفق دي د دوی دليل دا دی چې د جنابت په وخت کې د قرآن او اذکارو ويل په زړه کې جواز لري .
امام نوي رحمه الله وايي : اتفقوا على أن الجنب لو تدبر القرآن بقلبه من غير حركة لسانه لا يكون قارئا مرتكبا لقراءة الجنب المحرمة . ” شرح النووي على صحيح مسلم ” ( 4 / 103 ) .
 شيخ ابن باز رحمه الله وايي : الذِّكر بالقلب مشروع في كل زمان ومكان ، في الحمَّام وغيره ، وإنما المكروه في الحمَّام ونحوه : ذكر الله باللسان تعظيماً لله سبحانه إلا التسمية عند الوضوء فإنه يأتي بها إذا لم يتيسر الوضوء خارج الحمَّام ؛ لأنها واجبة عند بعض أهل العلم ، وسنة مؤكدة عند الجمهور .
” فتاوى الشيخ ابن باز ” ( 5 / 408 ) .  
او په داسې حمام کې چې د بولو د پاره کمود ولري او د مينځلو د پاره جلا ځای پايشويه ولري چې اوس اکثراً حمامونه په همدې ډول يعنې عصري ډول جوړيږي چې نجاست د ابو په وسيله انتقاليږي او ظاهراً په حمام کې څه نجاست نه وي نو په داسې حمام کې اودس او اذکار ويل بدون له کراهيته جواز لري .
د عالم اسلام د معتبرو معاصرو مراجعو نظرونه دا دي :
إذا كان ظاهر الحمام طاهراً فلا بأس بالتسمية عند الوضوء، أما إذا كان نجساً فينبغي أن لا يذكر فيه اسم الله تعالى، وأن لا يدخله المتوضئ ولا غيره بشيء فيه ذكر الله . (فتاوي شبکة اسلامية ) .
وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة 5 / 94 :
وإذا كان مكان الوضوء خارجا عن الحمام –ولو كان ملتصقاً به- فإنه يشرع للمتوضئ التلفظ بالتسمية ولا كراهة في هذه الحال لأنه ليس داخل الحمام .  
والله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
 
 

 
 
 
Print Friendly, PDF & Email