د حمل نيولو ورسته تر څه وخته له خپلی ښځی سره جماع رواده ؟

 

د حمل نيولو ورسته تر څه وخته له خپلی ښځی سره جماع رواده ؟
 
د بچي د پيدا کيدو تر وخته پورې (خو ډير احتياط دواړو مور او پلار ته پکار دی چې بچي ته کوم زيان ونه رسی )
او د نفاس نه ورسته (يعنی کله چې نفاس يا څلويښتی ختمه شي د نفاس ذياته موده ۴۰ ورځی او کمه موده يې د ښځی په عادت پورې اړه لري ).

فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۷۵۹


 

کچيری د يو حيوان بچۍ مړ شی د شيدو د نه وچيدو لپاره مصنوعی بچي جوړول رواه دی

هو روا دی (فتاوی ابو المختار ـ تحفة العلماء ج ۲ ص ۱۳۴).

همدارنګه پلاستکی انسان جوړول د طب د زده کړی لپاره رواه دی خو اشرف علی تهانوی وايې چې دا د تعليم لپاره ښه صورت دی مګر داچې د تصوير حرمت راځی نو ددی صحيح طريقه داده چې سر يې بايد جلا شي (فتاوی ابوالمختار – تحفة العلماء ص ۱۳۵)

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 46 times, 1 visits today)