د قيامت نښه: د سود خپريدل

د سود خپريدل د قيامت له نښو څخه يو نښه ده، ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «بين يدَيِ السَّاعةِ يظهرُ الرِّبا والزِّنا والخمرُ»[1] .

ژباړه : قيامت ته نږدې به سود، زنا او شراب خپاره شي.

سود ستره ګناه ده، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ][2].

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله پاک نه وويريږئ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

سود د زنا څخه هم ستره ګناه ده او زنا د ناحقه قتل څخه وروسته ستره ګناه ده .

ابن مسعود رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«دِرْهَمٌ رِبًا يَأْكُلُهُ الرَّجُلُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَشَدُّ مِنْ سِتَّةٍ وَثَلَاثِينَ زَنْيَةً»[3].

ژباړه : يو کس چې د علم او پوهې سره د سود يو درهم خوري د (۳۶) زناوو څخه لويه ګناه ده .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه الطبراني:۷۶۹۵ و الترغيب و الترهيب:۷۰/۳ وقال المنذری : رواته رواة الصحيح.

[2] – سوره البقرة:۲۷۸-۲۷۹.

[3] – رواه أحمد (۲۱۴۵۰) والسلسلة الصحيحة (۱۰۳۳) وقال المنذري والهيثمي : رجاله رجال الصحيح.

Print Friendly, PDF & Email