ديموکراسي له جنسي غوبل څخه د حصي کولو تر سزا

د ديموکراسۍ په طاغوتي قانون کې جنسي روابط مباح دي مګر په هغه صورت کې چې په زور او اکراه سره وي جرم بلل کيږي …

کله چې طاغوتي ديموکراسۍ د کوم قيد پرته دومره جنسي آزادي ورکړه چې د نړۍ په هيڅ مذهب او قانون کې وجود نلري نو اوس يې د دغه آزادۍ څخه فرنګي حکومتونه، د هغوی پيروان او ولسونه ټول ځوريږي او اوس د هغه پر وړاندې د شرعي نه بلکي د وضعي سزا وضع کول غواړي .

تيره ورځ د پاکستان د فرنګي طاغوتي رژيم يو وزير د حصي کولو د سزا وړانديز وکړ … خو هغه چې ځان ته مسلمان وايي ولی يې د شرعې حد غوښتنه ونه کړه ؟

دا ځکه چې د هغوی په غاړه کې د طاغوتي ديموکراسۍ رسۍ اچول شوې ده او له کفري نړۍ سره يې دا منلې ده چې زه د سياست او اقتصاد په برخه کې پر ټولو قرآني او شرعي احکام ور خيږم او ستا فاحشې، لنډغرې ديموکراسۍ ته به ليبک وايم … نو چا چې ديموکراسۍ ته لبيک وويل او هغه يې پر ځان و منله نور د شرعې حدودو خبره په خوله هم نشي را وړلی ځکه په ديموکراسۍ کې خو شرعې حدود ظلم بلل کيږي (الغياذ بالله).

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا][1] .

ژباړه: آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو) واک طاغوت ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

او فرمايي : (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ ([2])

يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله تعالی  ښه حکم ورکولای شي ؟

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره النسآء :۶۰ .

[2] – سوره المائده : ۵۰ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي