د اسلامي نظام او سکولار ديموکراتيک نظام تر منځ فرق

الحاد يا سيکولار يو معاصر مذهب دی چې ديموکراسۍ د هغه سياسي برخه ده چې لومړی په فرانسه کې منځته راغلی او په نړۍ کې يې عملي بڼه په دری ډوله ده :

لوموړی : د ژوند د ټولو چارو څخه د دين له منځه وړل او ايستل[1] .

دوهم : يوازې د سياست له برخې څخه د دين له منځه وړل او د سياست لپاره بشري قوانين بنسټ ګرځول .

دريم : په سياست او اقتصاد کې له دين سره د بشري يا غربي يا ديموکراسۍ قوانينو ګډول او دا چاره يې په اسلامي هيوادونو کې تر سره کړې ده تر څو د عامو مسلمانانو عکس العمل کم يا له منځه يوسي ، مثلاً په ځنو شخصي احوالو، ځنو معاملاتو کې شرعي احکام په نظر کې نيول خو د شرعې حدودو، سزاګانو،اقتصاد او زياتو شرعې فيصلو او حکم کې بيا د غرب قوانين په نظر کې نيول کيږي او د اسلام حلال حرام او حرام حلال ګرځول کيږي.

او دا د اسلام يو اصل او بنسټ دی چې د اسلام سره هيڅ طاغوت او کفر نشي يو ځای کيدی.

 د مثال لپاره د اوسني حکومت اساسي قانون وګورئ :

دريمه ماده : {په افغانستان کې هيڅ قانون نشي کولای چې د اسلام د سپيڅلي دين د معتقداتو او احکامو مخالف وي} (خو دا ماده د عامو خلکو د غولولو لپاره يو منافقانه هڅه ده ).

خو په شپږمه ماده کې بيا ليکي : {دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ او د ديموکراسۍ په تحقق … مکلف دی} . واضح خبره ده چې اسلام او ديموکراسي اور او اوبه دي چې هيڅ ډول يو ځای کيدل نه مني.

په پنځه ماده کې ليکي : ددې اساسي قانون او نورو قوانينو د حکمونو تطبيق…. د دولت له اساسي وظايفو څخه دي .

چې د نورو قوانينو څخه يې مطلب يو هم د منع خشونت عليه زنان قانون دی چې مطلق د اسلام خلاف کفري قانون دی .

په اووه ماده کې ليکي : دولت د ملګرو ملتونو ، ملل متحد،…. د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې رعايت کوي.

مګر لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړه د ملل متحد قانون د اسلام خلاف دی، د ملل متحد په قانون کې شرعې حدود ظلم دی ، فردي اخلاقي کې پکې ده او د فطري او انساني اخلاقو څخه بغاوت جرم نه بلل کيږي، د بشر تر منځ مساواتو ته قايل دی د کافر، مسلمان ، متقي او فاسق تر منځ فرق نشته ، لکن په اسلام کې د هر يوه لپاره ځانګړې حدود دي، يو شريف او پرهيزګاره هيڅکله د يو رزیل او فاسق انسان سره برابر نه دی.

 نو واضح شوه چې اسلام او کفر يې سره کډ کړي او هغه څه چې کفر يې د ځان لپاره خطر ګڼې هغه يې ورڅخه لرې کړي دي .

د اسلامي نظام او ديموکراسۍ تر منځ څو مهم فرقونه :

۱- په اسلام نظام کې اصل او بنسټ اسلامي شريعت وي خو د ديموکراسۍ اصل او بنسټ د اکثريت رأی ده.

۲- په اسلامي نظام کې د شرعي حدودو جاري کول د اسلامي حکومت رکن دی خو په ديموکراسۍ کې د حدودو جاري کول ظلم دی ځکه ديموکراسي يا ديموکرات نظام د ملل متحد (ملل کفري) ټول قوانين مني او د ملل متحد په قانون کې د شرعې حدود تطبيق ظلم دی (الغیاذ بالله).

۳- په اسلامي نظام کې په ښو کارونو امر او د بدو کارونو څخه منع کول د اسلامي حکومت رکن دی مګر په ديموکراسۍ کې د افرادو اخلاقي آزادي ده.

۴- په اسلامي نظام کې سود ، قيمار او نور حرام او الله تعالی د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی خو په ديموکراسۍ کې دا حلال او شريف کسبونه بلل کيږي، سودي بانکونه د حکومت لخوا راجستر، امنيت يې نيول کيږي او ماليات ترې اخيستل کيږي .

۵- په اسلام نظام کې زنا د قتل وروسته ستره ګناه او د ثبوت او اقرار وروسته پر زاني باندې حد جاري کيږی خو په ديموکراسۍ کي د زناکار سره څه ډول معامله کيږي، د خشونت عليه زنان قانون دريمه ماده ليکي :

{تجاوز جنسی: ارتکاب فعل زنا یا لواط بازن بالغ توام با اجبار و اکراه‎یا ارتکاب آن با زن نابالغ }.

۶- په اسلامي نظام کې د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ په دفتر، ټولګي او بل ځای کې اختلاط او کډون حرام دی خو په ديموکراسۍ کې دا کار د ديموکراسۍ بنسټ بلل کيږي .

۷- په اسلامي نظام کې موسيقي او موسيقۍ ته رقص او نچا کول حرام دي خو په ديموکراسۍ کي دا کار د ژوند مالګه او د روح غذا بلل کيږي او حتی که بيګانه ښځه د نارينه په حضور کي رقص او نچا کوي نو هغه ته کانسرت وايي ديموکراسي د هغه تشويق او د هغه امنيت خپله دنده بولي .

۸- په اسلامي نظام کې د کفر د شر او يرغل او کفري فتنې له منځه وړلو لپاره في سبيل الله جهاد کول د اسلامي نظام رکن دی خو ديموکراسۍ بيا ددې شرعي لفظ سره سخت حساحيت لري او ددې پر ځای د قوم او وطن د دفاع نيت او نارې ډنګوي چې دا کار بيا په اسلام کې جاهلي قومي او وطني تعصب بلل کيږي .

۹- په اسلامي نظام کې د برحق دين (اسلام) څخه ګرځيدل ستر جرم دی خو په ديموکراسۍ کې هر څوک حق لري چې خپل دين او فکر پرته له ادنی قيد څخه تغير کړي فرق نه کوي که هغه الهي دين وي او يا کوم د بشر او باطل دين .

که پورته ټولو خبرو او بيانونو او واضحو مثالونو مو بيا هم سر نه وي خلاص شوی نو يوازې په دې خبره کې فکر او قضاوت وکړئ چې :

آیا یهود او نصاوو ددې لپاره خپلې وينې تويولې چې زمونږ لپاره اسلامي حکومت جوړ کړي ؟

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

__________________________

[1] – د بريطانيا دائرة المعارف يې داسې را پيژني : سيکولرزم يو ټولنيز خوځښت دی چې موخه يې د خلکو ګرځول له آخرت څخه يوازې دنيا ته . (Encyc, V. IX, p. 19.)

Print Friendly, PDF & Email